تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد امنیتي او استخباراتي ځواکونو د ملامنصور سیال ملا عبدالرسول اخوند په مرموز ډول نیولی دی.
ویل شوي، ملا رسول څو ورځې وروسته له دې ونیول شو چې نوموړي د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتووالی اعلان کړ.
تر دې مخکې د منصور د یوه بل مخالف طالب مشر ملا حسن د مړینې اعلان وشو او وویل شو چې ناروغ و خو د منصور مخالفان ادعا کوي چې ملا حسن په مرموز ډول وژل شوی دی.
ملا رسول د هرات د شینډنډ ولسوالۍ له خونړۍ جګړې وروسته پاکستان ته لاړ او سمدستي ونیول شو.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې هم پاکستاني چارواکو او هم د رسول پلویانو د نوموړي نیول کېدا تایید کړې ده.
ایکسپریس تریبیون وايي، پاکستاني چارواکو، د نوم د نه خپرېدو په شرط ورته وویل چې رسول د هرات له جګړې تازه پاکستان ته راتښتېدلی و چې ونیول شو.
ملا رسول اخوند د طالبانو د یوې ډلې د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته ژر ثابته کړه چې معتدل یا منځلاری دی.
ملا رسول اخوند د ملا منصور له مشرتابه سره سخت مخالف دی او وايي چې نوموړي د شورا د غړیو په اکثریت مشري نه ده ترلاسه کړې.
ملا رسول اخوند شاوخوا لس ورځې وړاندې په یوه مرکه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هلې ځلې د پاکستان له لوري دېکته شوې هڅه بللې وه.
ده د بریتانیا د سلطنتي خدماتو متحد انستیتیوت (RUSI) ته په مرکه کې وویل:«مخکې موږ فکر کاوه چې د افغانستان حکومت له ټولو طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوال دی، خو ومو لیدل چې حکومت یوازې له ملا اختر محمد منصور سره سولې ته لېوالتیا لري ځکه چې پاکستان دغسي دېکته کړی دی. موږ پرېکړه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه شو پیلولی.»
رسول په خپله مرکه کې همداراز په څلور اړخیزه ډله کې د ایران او هند د ګډون غوښتنه کړې وه.
طالبانو تاسو تر اوسه پوری تور مخی پنجابیان ونه پیژندل ددی سخه داسی معلومیژی چه تاسی به تر قیامته خپل دوست او دشمن ونه پیژنی !! راشی خپل وطن ته که جنگ کوی او که سوله په عزت کی خو به یاست٫ هلته ددوی سره خو سپی لاولاکه ژوند وکی زه نه شوم پوه چه تاسی ددوی سره سنگه ژوند کوی؟؟
Dalta sabita swa se Pakistan hes Kala ham pa Afghanistan ke Aman Na ghware aw her hagha kas che de Afghan sole ta mayal we doe ba ye ya nese ya ye Ham wajne che zwande missal ye mula Akhtar Mohammad Aw deer dase noor sta De Allah pa khatir zan wa Pejane Aw Tor Lenge wa Pejane Aw Khpal Watan Ta de Soli Aw Meni Zwand ta rase
یو پاتې مکړې چې بل ته اوبه ورکړي، که منځلاری وای دا څوارلس کاله یې والله که پدې مردار چکړي کې غوټې وهلی وای، داسی ووایی چې خپل دین خپل ولس او خپل هیواد ته یې سپک کتلي وو خدای پاک ذلیل کړ دا نه یوازي ملا عمر وو، نه یوازي ملا برادر وو، نه ملا عبید الله وو او نه ملا رسول دی، دا هر یو به د خپل هیواد سره د خیانت بیه پری کوي، دا ځای دی نښه وي، قسم که نه ملا منصور پاتی شی، نه حقاني پاتي شی نه بل پاتي شي. کمونستانو خپل ولس ته په سپکه وکتل، حال یی څه شو، مجاهدینو خپل ولس او وطن ته سپک وکتل، څه تري جوړ شو، همدي پتنګانو خپل ولس او وطن ته سپک وکتل اوس یي حال څه دی؟؟؟؟ خبره داده چي ګرانو افغانانو هر چیرته چی یاست، لدی حالته عبرت واخلئ هر څه چي کوي دی ملک ته په سپکه سترګه مه ګورۍ، د دوو ورځو موقف خو څه چې دا ژوند والله که پدي ارځي چې سړی دې خپل وجدان ، خپل ولس او خپل تاریخ ته ځان خاین ثابت کړي. نور مو خوښه
ددی ړنړ نه دطالبانو را وتل ددوی په خوښه نه بلکه د پاکستان او یاهم دخپل بادار په خوښه به دا هر څه کوی . کنه څنګع چه ملا عمر او ملا رسول او همدا شان نور که نور څوک د پاکستلن مخالفت کوی انجام به ئ ددوی څخه مختلف نه وی.
زه طالبانو ته داسی وایم چی ولی خپل وطن د تور مخو او منفورو پنجابیانو په اشاره ورانوی او ولی ددوی ساز او سرود ته تر قیامته نڅاه ګانی کوی ددی خپلو مشرانو پند نه اخلی مشران او قوماندانان په اول کښی په امریکایانو خرڅ او په ګوانتانامو کښی وراسته شول څوک یی د زهرو په پیچکاری لکه مرحو م ملا ربانی له منځه یوړل هغه نه غوښتل چی دد دیورند د کرښی اسناد لاسلیک کړی، بیا ملا عمر خوارکی یی مړ کړ او بهانه یی توبر کلوز کړه چی په اوسنی پر مختللی طبابت کښی ډیر کم خلک له ټی بی مری، بیا ملا برادر چی مړی او ژوندی یی ورک دی، بیا ملا حسن اوس رسول آخونزاده هغه نور به نه ښیو چی د چټلستان په لارښوود کفارو مړه کړل او س یی یو ډیر ښه غښتلی آی آیس آی درته مشر کړی چی صرف د افغانانو د وژلو تکل لری او یو نامتو قاچاقبر دی . که ریښتیا پښتون او په خدای عقیده لری نو یو قدم دی پرته د آی ایس آی له پنجابیانو پورته کړی خو پروژه یی دا ده چی تاسو ټول مړه او دا نوی اوردو بیا ړنګه کړی خو دا خوب به تاسو او ستاسو پنجابی بادارن ګورته یوسی ځکه خپل عزت د خوار اوولس په زلت کښی وینی
د ملارسول نیول په پاکستان کی د پنجابیانو د مداخلی بل ثبوت دی ، ځکه دوی د افغانستان د دولت مخالفینو ته د اوسیدو او له هغه ځایه د دهشت ، ویرې ، ترور او وژلو پلانونه او زمینه برابروی.
طالبانوله خداي نه موهمداسي زليله اوشرميدلي غوارم يو يو به له خيرهمداسي دپنجابيانولخوامرداريژي . دافغانستان د دي مظلوموخلكو دعاگاني به آخرقبولي شي كوم چي ستاسولخواپه بي رحمي سره هره ورز شهيدان كيژي. داخلك خوخداي پيداكري تاسوخوندي پيداكري چي داسي يي هره ورز وژني. حال موله دي هم بدترشه.