تاند – ټولنیزو رسنیو ته د یوه طالب مشر، چې نوم یې نه دی یاد شوی، راوتلې یوه آډیو وایي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د ناستې پاستې او یو ځای کېدلو عکسونو، ویډیوګانو او مجلسونو سخت ټکان ورکړی دی.

طالب مشر، چې ادعا کېږي د بلوچستان ایالت په یوه جومات کې خبرې کوي، په خپله ۱۱ دقیقه یي آډیو کې وایي، چې د ویډیوګانو او عکسونو په لیدلو یې وژړل او په زړه کې یې چړې ښخې شوې.

هغه وایي چې «زه د دغو طالبانو له کارونو بېزاره یم،» او زیاتوي، «د اسلامي امارت مشران، قران او حدیت د دغو خلکو له عملونو نه بېزاره دي.»

تر دې وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د اوربند په موده کې ښارونو ته د طالبانو تګ او له ولس او چارواکو سره د هغوی لیدنو – کتنو طالب مشران بېرولي او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی کسان به له سختدریځۍ لاس واخلي.

د همدې اندېښنې له کبله طالب ویناوال وایي، «دغو خلکو (طالبانو) له مجاهدینو سره خیانت وکړ. دوی منافقان دي. زه نه پوهېږم چې الله تعالی به د دوی توبه څنګه قبوله کړي.»

دا طالب مشر، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، زیاتوي«دوی د اسلامي امارت د غړو سره جفا وکړه. دا خلک په غلطه لاره لاړل. د هغو مجاهدینو توبه به الله تعالی څنګه قبوله کړي چې د مجاهدینو د کونډو له قاتل سره یې لیدلي او ډوډۍ یې ورسره خوړلې ده.»

یوه افغانه مېرمن ښار ته ورغلي یوه طالب ته د عزت پګړۍ ور په سروي

طالب چارواکی چې له خبرو څخه یې قهر او غضب څرګندېږي، وایي،«د دغو طالبانو ضمیرونه خراب دي، منافقان دي، دا خلک شرم، حیا نه لري او مونږ یې جهاد ته ضرورت نه لرو.»

هغه په خپله وینا کې طالبانو ته په خطاب کې وایي، «تاسو د بدر او حنین غزوې دریادې کړئ چې څنګه تاسو فکر کاوه چې لږ یئ او مرسته یې درسره وکړه او چې په حنین غزا کې مو فکر کاوه چې ډېر یئ او الله تعالی کفار درباندې غالب کړل.

آیا الله، د الله رسول، امیرالمؤمنین تاسو ته ویلي چې له حکومتي عسکرو سره په موټرسایکل سپاره سئ او ډوډۍ ورسره وخورئ.»

په اخر کې هغو طالبانو ته چې له حکومتي چارواکو،‌ عسکرو او خلکو سره یې لیدلي دي د «خرکوسانو» خطاب کوي.

ویل کیږي چې د طالبانو د وژل شوي مشر، ملا محمدعمرمجاهد، زوی مولوي یعقوب له دې نه هم ترخې خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د حکومت او د وسله والو مخالفانو تر منځ د اوربند په نافذېدلو سره ډلې ډلې طالبان په ښارونو را ولوېدل، حکومتي مامورین او د ښارونو اوسېدونکي کلیو او بانډو ته د خپلو او خپلوانو د لیدلو لپاره لاړل، کېناستل، پخلا شول او د افغانانو په جلا کولو کې د یو شمېر استخباراتي ادارو د کالونو کالونو هڅې یې په اوبو لاهو کړې.

دفاع وزارت: نیمايي طالبان له ښارونو بېرته نه دي وتلي

د افغانستان دفاع وزارت وليي چې په تېرو درو ورځو کې یوازې پلازمېنې کابل ته ۲۵۰۰ طالبان ورغلي چې نیمايي یې لا هم په دې ښار کې دي.

په کندوز او ځینو نورو ښارونو کې هم په سلګونو طالبان، چې د اوربند له فرصته په استفادې د خپلوانو او دوستانو لیدو ته تللي وو، لا هم په دغو ښارونو کې پاتې دي.

دفاع وزارت تاییدوي چې له نورو ښارونو څخه هم شاوخوا نیمايي طالبان بېرته نه دي وتلي.

 د دې وزارت ویندوی محمد رادمنش وايي«موږ راپورونه لرو چې نیمايي طالبان په ښارونو کې پاتې دي ځکه چې له جګړې ستړي دي او سوله غواړي.»

په همدې منځ کې طالبانو ویلي، هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې له دې وروسته ښارونو ته لاړ شي یا په ښارونو کې پاتې شي.

6 thoughts on “طالب مشر: هغه طالبان چې له حکومتي چارواکو سره یې لیدلي منافقان دي”
  1. منافقان خو تاسو یاستی چه خپلواکه نه یاست یوازی په قتل عام باور لری دی پردو ملکونو دی استخباراتو لپاره کار کوی ورور وژنه کوی او خپل ملک‌ ورانوی الله ج مو‌ جهنم دوزخ زای کره تاسو سره باید دی توپک په خوله خبری وشی نه دی مینه په لهجه

  2. دا هغه منافق او غلام طالب دی چې په سترګو او زړه یې د پاکستان د غلامۍ مهر لږیدلی. الله تعالی دې دداسې جاهل او وحشي طالب څخه طالبان او افغانان خلاص کړي چې جنګ او وژنې ته په اوربند او صلح ترجیح ورکوي. دا د هغو طالبانو له جملې یو دوس دی چې خپله میاشتې په غرو کې تیروي او خپله کورنۍ یې پنجابیانو ته پریښې چې هر څه پرې کوي.

  3. دا حتما کوم پنجابی دی چې داسی خبری کوی یا د کوم پنجابی د ای اس ای بچی دی

  4. ان شاء الله د ظلم زوال شروع شوه اوس وهی چغی افغانان ټول سره ورونه دی او مسلمانان دی

  5. اول خو ته منافق یی چه تر پردی شاته ناست یی او غژیګی کیدای شی چه یا به پنجابی وی یا یا انګلس یا اسرایل نوامریکایی نواول ته خو ددی ګلانو بلا چه موږ ولیدل ستا په پنجاب په امریکا په انګلس پروسانو او اسراییلو وګرځوی چه ستاسو پنجابیانو اقارب او تل خپل پاته شوی دی۔دوهم داچه ګرانو طالبانو ورونو الله ج پخاطر دالله کلام او دنبی ص احادیثو ته مخه کړی انشاالله نه به قاتلان شی نه به مو مرګ خراب وی او نه به آخرت تاسی ته معلومه ده چه په دی خاوره کی صحابه خش دی او دوی ایمان او داسلام مرکز اوس هم په انګلستان کی ده۔

  6. دغولیدلو طالبان دی راویښیدلو لړی انشاالله پیل شووه او دپکیو دغلامانو دزوال لړی انشاالله پیل شووی.اثرات به انشاالله په راتلونکی اوونیو او میاشتوکی ولیدل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *