شاهدالله انسان
د استخباراتي سازمانونو د فعاليت يو تکتيک دا دی چې په هره ټولنه کې خپله ډله د هماغې ټولنې د ټولنيزو، تاريخي، سياسي، ديني او نورو ارزښتونو په سپينه جامه کې نغاړي او د سياسي/وسلهوالې مبارزې ډګر ته يې داخلوي چې عيني بېلګه يې په افغانستان کې امارت يا طالبان دي چې د اسلام په نوم استخباراتي جګړه په مخ وړي.
طالب د نړۍ د لويو استخباراتي سازمانونو په اوږدمهاله پانګونه رزول شوې وسلهواله مذهبي استخباراتي ډله ده چې د افغاني ټولنې له ظاهر سره په ځان جوړولو له کلونو فعاليت کوي او ورته سپارل شوې موخې يې تر ډېره سمې تر سره کړې دي. دوی ځان د اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتونکي بللي، خو په عمل کې يې دې دواړو ته دومره زيانونه اړولي چې جبران يې ناشونی او تاريخ به تر ډېره پرې شرمېږي.
خو طالب نور اسلامي سنګر بايللی، اصلي څېره يې بربنډه شوې او نور به د خلکو په نظر هم په اصطلاح “اسلامي ساتونکي” نه وي. له مهاجرت څخه د لکونه افغانانو راستنېدل، د افغانان ځوانانو باسواده کېدل، وطني مينه، د واقعيتونو افشا او د امارت د غير انساني او غير اسلامي کړنو د دوام پر وړاندې د خلکو برحق غبرګون ثابته کړه چې د طالب د حقانيت دعوه باطله او له دې وروسته د چلېدو چانس نه لري.
ديني عالمانو، د اسلامي هېوادونو اتحاديې، د مکې معظمې امامانو په بېلابېلو ملي، سيمهيزو او نړيوالو کنفرانسونو کې د مسلمانانو پر وړاندې تشدد، ځانمرګي بريدونه، په ښارونو، بازارونو، جوماتونو او د ګڼې، ګوڼې په نورو ځايونو کې چاودنې، په بېلابېلو نومونو د مسلمانانو وژل، د عامه المنفعه ځايونو ورانول او هر ډول ترهګريز اعمال له اسلام په ټکر کې او حرام وبلل او د طالب له لاسه يې د اسلام په نوم د اسلامي ارزښتونو د نابودولو لپاره پورته شوې توره مردوده ثابته کړه، د افغان عالمانو وروستۍ لويه او سراسري فتوا د دې لړۍ تکميلوونکې کړۍ وه، چې له طالبه يې له ديني اړخه د جګړې مشروعيت واخيست.
امارت اوس يوازې د ملا ډيزل او څو نورو ورته پنجابي استخباراتي ملايانو په خوله، چې چندان اغېزمن ندي، د معصمومو انسانانو په وژنه پسې دی، چې ډېر دوام به ونکړي.
د افغانستان پنځه کلن ماشوم هم اوس په دې راز پوهيږي چې طالبان د ایايسای مستقيم نظامي ځواک دی، خو د دې سربېره ځينو نورو افشاګريو، لکه له روسيې سره د مسکو د سياسي او له سپاه پاسداران سره د اېران د اقتصادي ګټو لپاره د امارت د يارانې رسنيز کېدل او د هغوی د موخو لپاره په ځينو هدفونو بريدونو دوی لا رسوا او له ټولنيزه اړخه لعين کړل.
اسلام د ښځې، ماشوم، سپينږيري او مذهبي مشرانو ځورول هم سخت منع کړي، مرګ خو يې لرې خبره ده، له قوي او يقيني پلټنې پرته يې په هر نوم د مسلمانوژنه حرامه ګرځولې، د ديني عبادتځايونو، عامه المنفعه ځايونو، کورونو او باغونو ورانول يې ناروا بللي، خو د امارت تر سپين بيرغ لاندې د دې جاهلي حرکت پلويان هره ورځ پورته منع شوې چارې په وياړ تر سره کوي، بلکې له دې څو چنده زيات وحشت کوي، ځانمرداري بریدونه کوي او بيا د مسلمان په وينه سور لاس په ږيره راتېروي او ځان د اسلام ټېکه دار بولي…!
خو د افغانانو د مخالفت د غږ په پورته کېدو طالب خپل ټولنيز او مذهبي کاذب حيثيت بايللی او نور نهشي کولای د تېر په څېر د اسلام په نوم اسلام او انسان ضد فعاليت وکړي. د اسلامي ملت د سولې الهي غوښتنې ته په سپک کتو طالبانو ځان ته د هلاکت خندق کېندلی او په روان استدراج کې د مخ ته تلو په صورت کې يې تاريخي غورځېدل حتمي دي. طالب له سولې سرغړوونکي او ياغيان دي او پر وړاندې يې مبارزه د افغاني ټولنې د هر فرد فرضي مسوليت.