د چهارشنبې په ورځ مازيګر مهال د کندوز ولایت له خان اباد ولسوالۍ څخه امام صاحب ولسوالۍ ته د ملکیانو هغه موټر، چې د واده مراسموته روان وو، د امام صاحب ولسوالۍ ایخم چال کلي کې د وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین پرې وچاودېده، چې له کبله يې ۱۵ کسان شهیدان او دوه نور ټپيان شول.
په شهیدانو کې 6 میرمنې، 6 کم عمره نجونې 2 هلکان او يو نارينه شامل دي.
د کندوز والي ښاغلى عبدالجبار نعیمي د طالب جګړه مارو دا وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندي، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د غمرازۍ مراتب وړاندې کولو ترڅنګ، د الله (ج) له دربار څخه شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.
طالب جګړه مارو تل د عامو ولسونو خوښۍ په غم بدلې کړي، له کورونو يې د سنګر په توګه ګټه اخلي او د ژوند پر اسمان يې د وير او کړاوونو وريځ خوروي.
وسله والو طالبانو حتى’ په جوماتونو کې عالمان او ولسي وګړي د خدای (ج) د عبادت پرمهال شهیدان او ټپيان کړي دي.
۱۳۹۸/۹/۶
د کندوز ولایت مقام د رسنیو او اړيکو دفتر