تاند – د پاکستان د علماوو د شورا رییس، مولانا طاهر اشرفي، وایي چې د مولانا سمیع الحق په وژل کېدلو سره به د افغانستان جهاد کمزوری نه بلکې لا نور قوي شي.

ښاغلي اشرفي د پاکستان نیوز تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، وویل، «هغه خلک چې وایي چې د افغانستان جهاد به د مولانا سمیع الحق په شهادت سره پای ته ورسیږي هغوی په غلط فهمۍ کې دي. په خدای قسم چې د مولانا سمیع الحق شهادت به د افغانستان جهاد دومره پیاوړی کړي چې هلته به هېڅ باطل پاتې نشي،»

طاهر اشرفي په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې تر اوسه پورې کومې ډلې د سمیع الحق د وژنې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان د علماوو د شورا مشر په داسې حال کې په افغانستان کې د جهاد د پیاوړي کېدلو خبره کوي چې ویل کیږي پخپله د دوی په ملک، پاکستان، کې د انګرېز قانون چلېږي، فحشاوې په کې ازادې دي، یوازې یوه د شرابو فابریکه یې په کال کې ۱۰ میلیونه لیتره شراب تولیدوي.

داسې ادعاوې هم شته چې وایي، پاکستان ګڼ شمېر طالب چارواکي او د هغوی عربي ملګري د پیسو په بدل کې په امریکایانو خرڅ کړل.

په دې سربېره ویل کیږي، چې پاکستان د دغه هېواد د شمسي او جیکب اباد هوایي ډګرونه امریکایي ځواکونو ته د پیسو په مقابل کې په واک کې ورکړي وو چې په افغانستان ترې بمباري وکړي، اوس یې پوځیان له روسي عسکرو سره یوځای تمرینات کوي خو ښاغلي اشرفي په خپل هېواد کې د جهاد اعلان ونه کړ.

د پاکستان د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام ډلو (ف) او (س) ډلو په هکله ویل کیدل چې دواړو په ترتیب سره په افغانستان کې په پخوانیو تنظیمونو او طالبانو د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پروژې تطبیق کړي، او اوس داسې ښکاري چې ښایي اشرفي د دغه رول ترلاسه کولو ته زړه ښه کړی وي.

6 thoughts on “طاهر اشرفي: د مولانا سمیع الحق مرګ به د افغانستان جهاد پیاوړی کړي”
  1. اشرفی که خیر وی دتا وارهم راځی چه جهنم دځای شی الله ج لوی ذات دی ، موږ دخدای له ظالمانو خلاص کړی هغه ظالمان چه دافغانانو خیر نه غواړی او د ای -اس – ای په اشاره افغانستان خرابوی او په افغانستان کی شراچوی

  2. دغه اشرفي دووس څو کاله مخکې په پاکستان کې د امریکا له سفارت څخه په شرابو نشه راوتلی ؤ او په سرک باندې ګنګس کرزیده

  3. عبرت په کار دي فکر مه کوي هغه خالق به دخپل مخلوق حساب ورسره وکړي او دخپل حق دین حساب به ورسره وکړي چه د خپل نفسي خواهیشاتو لپاره به يي د سیاست قربان کړي وو دا مخلوق او دا دین او شریعت
    حقیقي مالک لري هیځوک دي درغلي نه ورسره کوي د تیښتي لار نه لري

  4. داخو ډیره ښه خبره ده چه په افغانستان کي هیڅ باطل پاته نه سي او الله جل جلاله دي همداسي نیک بختي افغانانو ته ورنصیب کړي، خو د افسوس خبره داده چه تاسو به پر همدي بطلان اوپه تور مخ د الله جل جلاله حضور ته ورځي او دمظلومو افغانان حساب به هلته ورکوي

  5. کوهي مه کنه د بل سړی په لار کی + هسی نه چی ستا به د همدی کوهی په غاړه لار شی
    اشرفیه ستا به هم همدا حال وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *