په طاهر پښتو او پښتنو کله هم احسان نه دي کړي ، بلکه رښتيا دا ده چي احسان ورباندي دده دي . موږ ټول جوړ کړلو ده، د ده د کراچي مهمان نوازۍ او دده د قدر وړ ادبي جريدې جرس . زموږ ناقدان بې ځايه لګيا وي او خپل علامه توب ثابتوي ، خو يو چا هم دا نه وکړل چي په دغه درانه مشر يو څو ټکي وليکي او د ده د افسانې په فن وږغېږي . بلکه دا ځاي خو زيات زور راکوي چي وايي په پښتو کښي يو افسانه نګار هم نسته ، حالانکه دغه ښاغلي به د افسانې په الف او بې نه پوهېږي . بله واورۍ واي اردو خو ښه ده منټو او احمد نديم قاسمي لري . ولي ظالمه قلندر څه سو ، مهدي څه سو ، زرين انځور سو ، زېتون څه سوه ، رشيد خان څه سو ، اسير منګل څه سو او داسي نور . کمال دا هم دی چي موږ په خپلو ادبي اتلانو لا نه يو خبر ، په ټالسټاې ، هېمينګوې او سارتر به څه خبر سو . زموږ کرامات دا دي چي مرده پرسته يو ، په ژونديو مو خلې ماتېږي يا مو لوي والي ته تاوان رسي او مړه هر وخت پرله رااړوو . منو چي مړه حق لري ، خو ژوندي قامونه ، ژوندي ستاي چي نور ښه تخليقات مخته راسي او په نړۍ کښي ددوي نوم نور لوړ سي . سته داسي تنظيمونه چي له اتل طاهر سره سيمينار وکړي او دده په نامه طاهر افريدي اېوارډونه ووېښي ؟