پلاستيکي څپلکې یې پر پښو وې، د اوو اتو کالو به و. تورو ښنګرو یې ویل چې سرۀ لمر ته یې په خاورو او ګردونو کې خاپوړې کړې دي. ببرو او غیر منظمو ويښتانو یې د نېستۍ او غربت چیغې وهلې. جامې خو یې تر څپلکو هم خیرنې وې.
په کتار کې زما نه مخکې ولاړ و. چې د تالاشۍ نوبت یې شو، څوکیدار ورته وویل: ته دلته څه کوې؟ جامو ته دې وګوره! سړی به په داسې جامو کې پارک ته راځي؟ لکه څوک چې چاته پېغور ورکوي.
ماشوم شاته راوکتل، سترګې یې تر بندولو وروسته بېرته پرانستې. ما یې په سترګو کې څپانده سمندر ولیده. لکه چا یې چې د زړه زوړ زخم راتازه کړی وي، لکه د غیرت جنازه یې چې وځي، لکه د Self Respect او واړۀ خو درانۀ، شخصیت پر تابوت یې چې وروستی مېخ ټک وهل کېږي.
په پارک کې زما ملګرو نورې نورې خبرې کولې خو زه په خپل تصور کې تر اخره له هماغه ماشوم سره پاتې شوم چې ژوند پرې خپله داېره راتنګه کړې وه.
نتیجه: طبقاتي ژوند یوازې د سوشلېزم او کیپېټلېزم له کبله نه رامنځته کېږي، کله کله د ټولنې واړۀ افراد هم په دې ناوړه چاره کې برخه اخلي او ځینې خو یې لا د تقویې سبب ګرځي.