طبيعي شاعري هغه شاعري ته وايي، چې په لفظي او معنوي ډول طبيعي شکل ولري. د طبيعي شاعرۍ د لفظ نه مطلب دادى، چې د شعر الفاظ، ترکيبونه او وېيونه تر خپل وسې پورې د روزمره خبرو اترو يا معياري ژبې مطابق وي، ځکه چې هره ژبه او د هغې عامې خبرې اترې د هماغې ملک طبيعي ژبه ده او عوام پرې ښه پوهېداى شي، کومه شاعري چې د روزمره خبرو اترو نه لرې وي، هغه ته طبيعي شاعري نه شو ويلاى.
د طبيعي شاعرۍ د معنا نه مطلب دادى، چې په معنوي لحاظ په شعر کې دې داسې خبرې او موضوعات بيان شي، لکه چې تل په دنيا کې پېښېږي يا يې پېښېدل په کار وي، نو د کوم شعر معنا او مضمون چې د دې خلاف وي، هغې ته طبيعي شاعري نه شو ويلاى.
د هر شاعر شعر چې په لفظي او معنوي لحاظ کره، د خبرو اترو، روزمره خبرو او معياري ژبې باندې ليکل شوى وي، طبيعي شاعري ورته ويلى شو.
د اردو ژبې شاعر مير حسن وايي:
(چا ذنې ته لښته اړمه کړه او هغه لکه نرګس هسې حيران ودرېد- چا په غاښونو کې ګوته ونيوه او غږ شوه چې لاړو برباد شو)
د پورتني شعر ژباړه طبيعي شکل لري، الفاظ يې د روزمره خبرو په شان دي او معنا او مضمون يې هم طبيعي شکل لري.
بل ځاى کې وايي:
(د عشق په هکله زه د زړه سره داسې مشوره کوم، لکه يو اشنا چې د بل اشنا سره جرګه کوي.
انسان په هره سخته کې د زړه سره مشوره کوي، نو ځکه دا شعر هم طبيعي رنګ لري.
بل ځاى وايي:
(ستا د زلفو او مخ سره يې څنګه سم کړم، نه د ګل لاله داسې رنګ دى، نه د سنبل په پاڼو کې داسې خوشبويي شته)
عاشق په حقيقت کې داسې رنګ نه ويني، چې د هغې د معشوقې سره په ښکلا کې برابره وي او نه داسې خوشبويي احساس کولاى شي چې د هغې د مينې نه دې ډېر بوى وکړي يا د هغې سره مساوي وي، د پورتني شعر ژباړې ته هم طبيعي شعر ويلاى شو.
په هرې ژبې کې د طبيعي شاعرۍ شروع د پخوانيو شاعرانو ځينې شوې ده، پښتو ادبياتو کې د لرغونې دورې شاعري ټوله طبيعي بڼه لري.
خو وروستي شاعران بايد د پخوانيو لاره په نظر کې ونيسي او شاعري ته په طبيعي ډول وسعت ورکړي.
پخوانيو شاعرانو نقش قدم بايد ورپسې شاعران په نظر کې ونيسي، دوى بايد د پخوانيو ارزښتونو په نظر کې نيولو سره خپلو خيالاتو او احساساتو ته پراخوالى ورکړي.
که چېرې دوى د پخوانيو د تقليد نه ونه وځي او د هغه خيالاتو په دايره کې ګير وي، چې پخوانيو پرې کار کاوه او په طبيعي ډول کومه شاعري او کوم لفظي او معنوي اظهارات چې هغوى کړې ده سترګې ورنه نه پورته کوي او بل طرف ته نه ګوري، نو د هغوى شاعري ورو- ورو د طبيعي حالت نه مخ په ښکته روانېږي، تر دې چې هغوى د طبيعي شاعرۍ د لارې نه ډېر وروسته پاتې شي او ډېر لرې لاړ شي.
مثال:
پخواني شاعرانو په مجازي ډول د مئېنېدو په وخت کې خپلې ليلا ته زړه ورکولو، زړه بايللو يا زړه خرڅولو ياد ډېر کړى دى، نو ورو- ورو د هغوى نه وروسته شاعرانو د زړه نه داسې شى جوړ کړى، چې په مثال ديوې مرغلرې يا ميوې د لاسه اخيستل کېداى شي، ورکول کېداى هم شي، ورکېداى هم شي، بېرته لاس ته راتلى هم شي، کله چې معشوق د کوم عاشق نه واخلي چېرته يې تاخچه کې کېږدي او هير يې کړي، اتفاقاً د عاشق پسې ګرځي او عاشق لاس په پټه له هغه ځايه وتښتوي بيا معشوق د عاشق پسې ګرځي او عاشق لاس نه ورکوي، کله هغه د يارانو په ديره کې په سترګو- سترګو کې غايب شي، ټول کور ورپسې ولټول شي، هېڅ چېرې پيدا نه شي. يا:
پخوانيو شاعرانو معشوقې ته مجازاً صياد ويلى دى ا ود زړونو ښکار کوي خو وروستيو شاعرانو ورو-ورو د حقيقي صياد ټول خاصيتونه په کې ليدلي دي. يا:
پخوانيو شاعرانو د بدن کمزوري (نرى بدن) د عشق د غم يا جدايي د صدمې يوه لازمي نتيجه ګڼلې ده او په يوه زړه راښکونکي ډول يې ټولنې ته وړاندې کړې ده. خو وورستيو شاعرانو خبره دې ته راوستې ده، معشوقه جارو کوي د خزلو سره عاشق غريب هم جار وکړي او معشوقه چې سهار پاڅي نو د نري والي له کبله عاشق په بـستره کې نه پيدا کېږي، بستره څنډي چې څه شى ترې په ځمکه پرېوزي، دغه ډول د عاشق په لټه کې وي، خو د نري والي له کبله يې نه مومي، د محشر په ميدان کې هم فرشتې ورپسې ستړې شي خو پيدا کولاى يې نه شي، خو د عاشق د بدن د نريوالي له کبله نه موندل کېږي.
په حقيقت کې پخوانيو شاعرانو هر يو مضمون چې په طبيعي ډول بيان کړى وو، د طبيعي شکل نه بل طرف ته لاړه، د معشوقې خوله يې په راغونډولو راغونډولو داسې تنګه کړه، چې په دنيا کې داسې خوله به پيدا نه شي او ملا يې ورته داسې نرۍ کړه چې ورکه يې کړه، زلفې يې ورته په اوږدولو- اوږدولو د خضر د عمر نه هم اوږدې کړې.
لنډه دا چې وروستيو شاعرانو هغه مضامين په پخوانيو بيان کړي وو، اړوي رااړوي نو هغوى مجبوراً د طبيعي شاعرۍ نه بل طرف لاړ شي.
په شعر کې بايد طبيعي ريښتينولي موجوده وي، د عربي ژبې د (ميخاييل نعيمه) په قول، رښتونى اديب او شاعر هغه دى چې د ليکوال او لوستونکي ترمنځ د رسالت کار ترسره کوي، دغه فلسفي ليکوال انسان ته خطاب کوي او وايي، دغه ناطق حيوان تر نورو ډېرې پاملرنې ته اړ دى، دى په روحي او جسمي لحاظ په ادبياتو کې څرګندېږي. سم ليکوال هغه دى چې لوستونکي ته له زړه او عقله څه ورکړي، څو په دې ډول د انسان باطن کشف شي او حقايق رابرسيره شي. د (نعيمه) په باور انسان يو څه د زړه په سترګو ګوري او دغه څه هرڅوک نه شي لېداى، ليکوال ته طبعيت د درک او پېژندنې موهبه ورکړې ده، ځکه خو ادب د ژوند په څېر ژور دى او د ژوند اسرار په کې غبرګېږي، له دې امله (نعيمه) ته شاعر سپېڅلى غوندې موجود ښکاري، دى ورته د نبي، فليسوف، انځورګر او کشيش په سترګو ګوري ( د خداى جل جلاله استازى دى، ځکه چې روحي حالت په خپلو سترګو ويني او دا حالت ټول بشر نه شي لېداى، مصور دى، ځکه څه چې ويني او اوري د ژبې په ښايسته چوکاټونو کې يې راګير وي، شاعر کشيش دى، ځکه چې د يوې الهي خدمت کوي او هغه حقيقت او ښايست دى.)
(ميخاييل نعيمه) د شعر ليکلو علتونه څلور ګڼي:
١. دې ته اړ يو، چې نفسياتي علتونه روښانه شي.
٢. د نفس او هغو شيانو په حقيقت باندې پوهېدو ته اړتيا لرو، چې په نړۍ کې شته.
٣. په هر څه کې د ښايست احساسولو ته ضرورت لرو.
٤. موسيقي غواړو.