سبناری

تاند- امریکايي او بریتانیايي څېړونکي وايي، خلک باید سهارنۍ حتماً وخوري ځکه چې سهارۍ د زړه لپاره ډېره ګټوره ده.

د امریکايي څېړونکو له څېړنې سره سم، چې په ۲۷ زره نارینه وو باندې یې کړې ده، هغه کسان چې سهارنۍ نه خوري د زړه په ناروغیو د اخته کېدا زیات چانس لري.

د هاوارډ پوهنتون د عامې روغتیا د پوهنځي د څېړونکو ډلې وویل، سهار مهال د ناشتا نه کول د انسان پر بدن اضافي فشار راولي.

په همدې حال کې د بریتانیا د زړه د ناروغیو مرکز (هارټ فونډېشن) ویلي هغه کسان چې سبناری کوي تر هغو کسانو چې نه یې کوي د شکر یا قند د ناروغۍ په وړاندې زیات مقاومت لري.

د بریتانیا په دغه مرکز کې دا څېړنه د ۱۶ کلونو په مخه د ۴۵ او ۸۲ کلونو ترمنځ کسانو باندې شوې ده. په دې موده کې د زړه یو نیم زر حملې ثبت شوي چې ګڼو کسانو یې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.

یوې څېړونکې ډاکترې لیه چیل د بي بي سي نړیوال سرویس ته وویل:«زما پیغام خلکو ته دا دی چې له خوبه له راوېښېدو وروسته خامخا یو څه وخورئ، غوره بولم چې له ویښېدو وروسته په نیم ساعت کې دا کار وکړئ.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *