هغه څه چې د هېواد د طبیعي منابعو د احیا ساتنې او له هغه څخه د سالمې او قانوني ګټې اخستنې لپاره اړین وو، په تېرو دولسو کلونو کې د حکومت لخوا تر سره نشول، نه د هغو غیرې قانوني کړنو مخه ونیول شوه چې؛ دا سترې طبیعي زیرمې یې د نابودۍ تر بریده ورسولې او نه تر د ولس د ژوند بدلون لپاره سالمه استفاده وشوه.
که څه هم حکومت په وار، وار د متعددو فرامینو په صادرېدلو سره له ځایي چارواکو غوښتنه کوي چې؛ د هغو زورواکو او غیر مسولو وسله والو مخه ونیسي چې؛ د هېواد په معدنونو او د ځنګلونو په قاچاق کې لاس لري، خو د حکومت فرمانونو تر اوسه کومه مثبته نتیجه نده ورکړې.
د فرمانونو او عملونو ترمنځ ځمکه او اسمان توپیر شته، په افغانستان کې کوم فرمان تراوسه عملي شوی دی، چې د طبیعي منابعو په اړه سړی پرې حساب وکولای شي؟
اوس چې د دغه حکومت په شمار ورځې پاتې دي، دې چور نور هم زور اخیستی او هر سیمه ییز چارواکی د جیب په ډکولو بوخت دی، د کونړ له ځنګلونو نیولې د بدخشان تر کانونو پورې بارېږي او ګویا پدې هیله له هېواده بهر اېستل کېږي، چې هسې به هم ګډوډي راځي او څوک هم د پوښتنې نشته.
د افغانستان خلاص سرحدونه او ناپامي ددې حالت لوی دلایل دي چې؛ ان له هوایي ډګرونو طبیعي منابع له افغانستانه اېستل کېږي، خو د مخې نیولو څوک نشته.
د هېواد دا ملي شتمنۍ هم لکه د موسم هوا داسې الوځي او د سترګو په رپ کې د سیمه ییزو ځورواکو لخوا بهر ته انتقالېږي، هره ورځ ورڅخه په غیر فني او غیر مسلکي ډول پریمانه ملي سرچینه اېستل کېږي او دا کار هم له بهره او ګاونډ څخه په راوستل شویو جاسوسانو کېږي، چې له شک پرته د افغانستان د طبیعي منابعو د لوټلو له پلان پرته بل کار نه لري، خو سیمه ییز ځورواکي ورسره په په شریکۍ د هېواد د ملي شمتنیو بربادۍ کې برخه اخلي.
د کونړ په ځنګلونو کې ان لا شنه چنارونه هم خوندي ندي او لکه کربوړي د مافیایي ډلو مخ پټي وسله وال او سیمه ییز زورواکي د ځمکې په لاندې معدنونو پسې خپړې لګوي.
په دې وروستیو کې د یو شمېر همدغو منابعو په اړه په رسنیو کې راپورونه خپرېږي چې د طالبانو په ولکه کې دي او اوازې داسې دي چې؛ ګویا طالبان د همدغو منابعو له لارې د خپلې جګړې مصارف برابروي؛ اما کیسه داسې نده.
هېڅ طالب نه په ملي شتمنیو په دومره پراخ ډول ولکه کولای شي او نه یې توان لري، بلکې دا هماغه د لیوال صیب خبره د شلو میلیونرانو ډلې دي چې د مخ پټو وسله والو په واسطه وضعه نا امنه کوي او ملي شتمني د خپلو کورنیو لپاره تاراج کوي.
د بادغیس پسته چې په سیمه کې له ښه کیفیت نه برخمنه ده، د دغه ولایت د پستو ځنګلونه هم هر ورځ له منځه ځي او د مخنیوی لپاره یی تر اوسه کوم قوي اقدام ندی ترسره شوی، همدا راز د هېواد تر ۱۴۰۰ زیات کانونونه د نابودۍ له جدي بحران سره مخ دي، خو په چارواکو کې خیر، خیریت دی.
د راتلونکو ټاکنو لپاره یوه نومانده هم ولس ته دا وعده ورنکړه چې؛ د کومې قوي برنامې په اساس به دوی د دغو منابعو ښه مدیریت کوي، ځکه افغانانو ته خو اوس یوازې همدغه څه پاتې دي. افغانستان نه په بشري ځواک کې پر ځان تکیه دی، نه په کومه بله برخه کې داسې تخصصي ځواک لري چې نړیوال ورته محتاج وي. د ځمکې سر خو ددې ځورواکو له لوري چور شو، نو اوس نوبت د ځمکې تل دی چې د قارون ملګري پسې شپه او ورځ ستړي دي.
د ملي شمتینو د ساتنې په موخه د هېڅ کاندید په مناظره کې تر اوسه ولس داسې قانع کوونکی ځواب ندی ترلاسه کړی چې دوی ډاډمن شي او په واقعي توګه د هېواد دغه راتلونکي مسوولین ملي شتمني تضمین کړای شي.
په موږ خو تېره ده؛ اما زموږ د بچو د راتلونکي تضمین په همدې برخې پورې تړلی دی او دا اوس د خبریالانو دنده ده چې؛ له کاندیدانو څخه په اقتصادي مناظرو کې دغه پوښتنې مطرح کړي، څو ولس وپوهېږي، چې زموږ راتلونکي مشران دې برخې ته هم توجه لري او کنه؟