بې رنګه په لوړه کچه د اور اخیستونکې وړ هایدرو کاربن ګاز ده په اساسي توګه میتان (methane) او ایتان (ethane) پکې شامل وي. د پیټرولیم یو ډول ګڼل کیږي کوم چې له خامو تیلو سره ګډ پیدا کیږي. طبیعي ګاز امکان لري چې د فشار له امله د خامو تیلو په ذخیره کې له خامو تیلو سره حل شوی پیدا شي او یا هم د خامو تیلو له پاسه پیدا شي. کله کله له خپل ځان سره پروپېن او بېوټېن مایع هم لري او له همدې امله ورته لوند ګاز نوم اخلي دا ډول ګاز ډېر وخت دخامو تیلو په ذخیره کې موجود وي او (associated gas) په نامه یادیږي. کوم ګاز سره چې تیل نه وي د (Nonassociated gas) په نامه پېژندل کیږي. د داسې ذخیرې ګاز ته چې له تېلو سره نه وي نښتې د وچ ګاز نوم اخیستل کیږي.
طبیعي ګاز په لمړي ځل په ایران کې له زېږېدیز کال د ۲۰۰۰ او ۶۰۰۰ کاله وړاندې ترمنځ موندل شوی. ډېرو پخوانیو لیکوالانو لیکلي چې طبیعي پېټرولیم په منځني ختیځ کې او یا په باکو کې چې اوسمهال ازربایجان ده پیدا شوي. پوهان ګمان کوي چې ممکن پخوانیو اور پرسته ایرانیانو له ګاز څخه د دایمي اور لګونې په توګه د عبادت لپاره کار اخیستی وي. په چین کې داسې اسناد موندل شوي چې د چین خلکو له زېږېدیز کال څخه ۹۰۰ کاله وړاندې د ګاز په اړه لیکل کړي او د ګاز د ذخیرې لپاره یې تر ۱۵۰ متره پورې ځای ژور کړی وو.
په اروپا کې خلک له طبیعي ګاز سره تر هغه وخته پورې نا اشنا وو کله چې په ۱۶۵۹ کال کې انګلستان کې کشف کړ خو بیا هم په پراخه کچه ونه کارېده او د طبیعي ګاز پر ځای به له کاربنایز شوو سکرو ګاز اخیستل کېده کوم ته چې انګرېزانو د ټاون ګاز (town gas) نوم اخیسته. ټاون ګاز په اروپا کې لمړی سونګ توکي وو چې له ۱۷۹۰ څخه را په دېخوا یې د اروپا کوڅې او کورونه روښانه کول. سوداګریز طبیعي ګاز په لمړي ځل په ۱۸۲۱ کې په شمالي امریکا کې سوداګریز شو کوم ګاز چې د نیویارک په فرېډونیا کې په یوه ژوره څاه کې موندل شوی وو او د وړو کانالونو له لارې کورونو ته د رڼا او پخلنځي لپاره انتقال شوی وو.
مننه ښه په زړه پوری معلومات وه خدای ج دي تاسی ته آجرونه درکړی.
خدای دی وکړی چه ځمونږ د وطن د ګاز ذخیری هم یو وخت فعاله او ګټی اچونی ته ولویږی
مګر ماته یو ورور چه د لغمان د قرغی اولسوالی اوسیدونکی دی. د خپل کور د پخلنځی د ګاز په هکله لاندی تجربه را زده کړه.
نوموړی ورور وویل چه د څلورو غواګانو دیوی ورځی خوشایان یا فضله مواد کولای شی چه د خپل کور د پخلنځی ټول ورځنی ګاز پوره کړی. البته په داسی طریقی سره چه لمړی به په کور او یا دکور څخه د باندی په ځمکه کی دڅلورو مترو په ژوروالی او یو متر مربع په عرض یا سور کنده اوباسۍ او بیا د دغی کندی سر داسی پټ کړی چه د ۳۰ سانتی متر مربع یو سوری یا داسی کړکۍ ولری چه کله غواړی د دغه څلورو غواګانو خوشایان کندی ته وغورځوی او واپس کړکۍ کلکه بنده کړی ، خو په عین وخت کی به یو پلاستیکی پایپ د کندی څخه خپل پخلنځی ته تیر کړی. په نتیجه کی به د کندی څخه ګاز په پایپ یا نلکه کی ستا د پخلنځی ګازی منقل یا نغری ته راځی او ته به خپل خواړه پری پخوی
نو اوس که چیرته ځمونږ په وطن کی څوک څلورڅاروی یا حیوانات ولری نو کولای شی چه د لرګو، تیلو او بازاری ګاز دقیمت څخه ځان بج کړی.
اګر چه نن سبا نړی د ځمکی لاندی ګازونو او اتومی بریښناو یا برقونو څخه استفاده کوی، خو په ډیر ژور خفګان سره با ید ووایم چه په مونږ تپل شوی جنګ مونږ نه پریږدی چه د خپلوګازی ذخایرو، اوبو بندونو یا داوبو بریښنا او اټومی بریښناوو
( یورانیمو) او نورو معدنی موادو څخه استفاده وکړو.
یو ګرام یورانیم کولای شی چه یو غټ فامیل ته د یو کال لپاره پریمانه بریښنا یا برق ورکړی، دا چه مونږ د هلمند، پکتیا ، کنړ او نورو ولایتونو کی د ځمکی لاندی د غنی یورانمو ذخیری لرو مګر دغه اقتصادی تپل شوی جګړه مو ورته نه پریږدی، حتی داسی خبری او اوازی هم شته چه د هلمند څخه یورانیم په پټه سره دامریکا او بریټانیا انجنران استخراجوی.
او دوی غواړی چه مونږ بیچاره ګان اوس هم د خوشایانو په زمانه کی ژوند وکړو.
په اخر کی د الله ج څخه غواړم چه نور بس ده نور مونږه مه تباه کوه نور پر مونږ مسکینانو رحم وکړه، بس دی په خپلو سترګو مو مخامخ ولیدل چه د وطن ورونه می په خپل مخکی وژل کیږی، ذخایر می مخامخ په چل ول تالا کیږی، دوطن جغرافیه می مخامخ په آغزن، خیرن او شیطانی تار قطع کیږی او لنډه داچه مخامخ راته ویل کیږی چه افغانستان نه منم.
بښنه ډیره غواړم تبصره را څخه بی حده اوږده شوه
دخدای په امان