د۱۹۸۵ع چاپ  –

طب نامه دخوشحال خان خټک لیکنه ده چي واردواره د کابل پښتو ټولني له خواپه ۱۹۶۶ع کال کي په چاپي بڼه خپره سوې ده اوماپه لومړي ټوک کي خبري پرکړي دي. دغه حاضرچاپ د پېښور یونیورسیټۍ پښتو اکیډیمۍ، خوشحال ریسرچ سِل په ۱۹۸۵ع کال د یوزر ټوکو په شمېر خپور کړی دئ.  د ترتیب چاري ئې سید محمد تقویم الحق کاکاخېل سرته رسولي او د اهتمام کارئې مېرمن یاسمین پرویز احمدخان بشپړي کړي دي. کتاب “د خوشحال بابا د کورنئ د یو نامتو غړی شاعر،ادیب اوپه خوشحالیاتو مئین مرحوم محمدنوازخان خټک په نوم” انتساب سوی او د چاپ ځای ئې (جدون پریس) دئ. کتاب د خطاط په لاس خطاطی سوی او بیا چاپ سوی دئ  او د خطاط نوم ئې په(۶مخ) کي ” لطف الله خوشنویس” ښوول سوی دئ.

د دغه چاپ په سرکي د پښتواکیډیمۍ ډایرکټر محمد نوازطائردرې مخه یادونه لري او په هغې کي دطب نامې پراهمیت او بیا چاپولوباندي ږغېدلی دئ اوهم ئې د طب نامې دهغې قلمي نسخې یادونه کړې ده چي پښتواکیډیمۍ ته د مرحوم محمدنوازخان  خټک له خوا د هغوی تر مړیني پنځه ورځي مخکي له نوروزیاتوکتابوسره یوځای بخښل سوې وه. ددغي نسخې په باب ئې دلته صرف دونه ویلي دي چي” دانسخه مکمله اوخوشخطه ده”( ۵ مخ).

تردغي یادوني وروسته دسیدمحمدتقویم الحق کاکاخېل خبري راځي ( ۵مخه) اوپه هغوکي دطب نامې، زاړه طب اوپه طب نامه کي دشمسي میاشتونومونه اودهغوعیسوي معادل راوړل سوي دي. دغه راز دخوشحال دوخت داوزانویولیست هم راوړل سوی دئ چي پرڅنگ ئې دهغونني معادل وزنونه لیکل سوي دي.

تردې وروسته په یوه مخ کي د(کتابیات) ترنامه لاندي هغه ماخذونه

 ښوول سوي دي چي دمقدمې اوفرهنگونوپه کښلوکي ورڅخه استفاده سوې ده.

له دیارلسم مخ څخه دکتاب متن شروع کیږي اوتر۱۲۹ مخ پوري رسیږي. ترمتن وروسته (فرهنگ مصطلحات) اوترهغه وروسته (فرهنگ مفردات) راغلی دئ چي لومړی ئې درې مخه اودوهم ئې ( ۴۱ مخه) نیولي دي. دواړه فرهنگونه دالفبې پرترتیب اوډل سوي دي.

ټول کتاب له سریزواوفرهنگونوسره یوځای (۱۷۴مخه) دئ.

د طب نامې دغه متن د کابل پښتو ټولني چاپ طب نامې او د مرحوم محمد نوازخان خټک د کتابتون د خطي نسخې له مخي ترتیب سوی دئ. په متن کي ئې د کابل چاپي نسخه (م ــ ک) او د محمدنوازخان مرحوم نسخه (ن ــ خ) بللې ده. د دغودوونسخواختلافي ځایونه ئې د هراړوندمخ په حاشیوکي راوړي دي. خوپه (۱۴مخ) کي ئې ” ځنه نسخوکښې ….” اشاره یوڅه گونگه ده او لوستونکي ته داسي فکر ورلوېږي چي دا متن پرپورتنیو دوونسخو برسېره له کومي بلي نسخې سره هم مقابله سوی دئ. له مرتب څخه د خطي نسخې تفصیلي پېژندنه پاته سوې ده اویابه ئې دهغې معرفي کول مهم نه وي گڼلي. خودمتنپوهني داصولوله مخي داصل نسخې همدانه معرفي کول ددغه چاپ ستره نیمگړتیاده.

لکه وړاندي چي مي هم اشاره ورته کړې ده، دغه متن دخطاط په قلم خطاطي سوی دئ اوکاتب ئې دلیکدودتجانس په پام کي نه دئ نیولی.

په( ۱۵مخ) کي ئې “کشم” اوپه (۲۳مخ) کې” کشلی” لیکلی دئ چي دابه ئې غالباً دخټکولهجوي تلفظ گڼلی وي خوداقاعده ئې ترپایه پاللې نه ده .په (۱۳مخ) کي ئې بیا” هوشیار” په شین لیکلی دئ خوپه (۲۸مخ او۸۷مخ) کي ئې” هوښیاران” په ښین کښلي دي. که لهجوي تلفظ ته اعتبارورکول په پام کي وي، باید” هوښیاران” په دغه شکل لیکل سوي نه وای. په (۵۵مخ) کي ئې “غښی” په ښین کښلی دئ چي مطلقه غلطي ده اودپښتوپه هیڅ یوه لهجه کي (غشی) د(غښی) په شکل نه ویل کیږي.

د(ژ) او(ږ) توپیرهم ځای ځای ځني گډسوی دئ. په (۹۸مخ) کي” پرېږده” لیکي خوپه (۱۱۵مخ) کي”کیژده” کاږي چي یابایددواړه ( پرېژده، کیژده) وای، یاهم ( پرېږده، کېږده) وای.

ــ په (۹مخ) کي دوزنونودپرتلې په وخت یووار( راتئ) اوبل وار(رتئ) کاږي. ددغه رنگارنگۍ پرڅنگ داخبره هم دیادولوده چي د(رتئ) مفهوم به په پاکستان اوهندکي عام وي خودوزن دااندازه نورو لوستونکوته معلومه نه ده. بهتره به داوای چي ددې وزنونومقایسه په ملي گرام یاگرام سره سوې وای چي دیوڅه عصریت نمایندگي ئې هم کړې وای.

ــ کاتب ( دي) د(د) په شکل لیکي اوکله خوئې اعراب ئې هم نه وي ورکړی (۲۲مخ). په (۴۹مخ) کي” اشتهابه دکه ډېره” چي له (دکه) څخه مطلب (دِکه = دي که) دئ اوددال اعراب پاته سوی دئ.په (۲۵مخ) کي ئې (سمه) د(سم) په شکل کښلی دئ چي دمیم پرسرفتحه هم نه لري. په (۲۶مخ) کي ئې( واړه ګړدي) د(واړګړد) په شکل کښلی اواعراب ځني پاته سوی دئ. په (۲۷مخ) کي ( اووه ځله) د( اوڅله) په شکل لیکلي دي اوداعراب نه ورکولوله امله دمعناورانی پېښ سوی دئ. دغه راز مواردنورهم زیات دي. دمثال په توگه (همدم) د( همدمه) پرځای ، (اکرم) د(اکرمه) پرځای، ( پرغم) د( پرغمه) پرځای (۳۵مخ) اونور. په (۵۵مخ) کي داعراب نه ورکولودلغت شکل بیخي اړولی دئ اوله” خدای دِ روغ کړه” څخه ئې دبې پروایۍ له امله” خدای دروغ کړه” جوړ کړی دئ (العیاذبالله)،

د( ۶۷مخ) په یوه بیت کي یووار( نبات) لیکي اوپه ورپسې بیت کي بیا(نابات) کاږي.

په ( ۳۸مخ) کي (شنوبې) لیکي خوپه ( ۱۱۷مخ) کي بیا( شلومبې)

 کاږي.

له دغومثالوڅخه څوک ویلای سي چي دغه چاپي متن دقلمي نسخوپه شان دکاتب دبې پرواییوښکارسوی دئ اومرتب اوناشردواړو ددغو ځایودیادوني تکلیف لاهم پرځان نه منلی. نه ئې سمون لیک ورته کښلی دئ اونه ئې دغه لیکدودي مسئلې ته اشاره کړې ده.

هغه ځایونه چي دمرتب له قلمه وران سوي دي، یوڅوئې دادي :

په (۱۵مخ) کي یوبیت بیت داسي دئ :

هـــــــــــــــــــلیله که مردبه شي

په عسل کښې هم لاښه شي

په کابل چاپ کي د(مردبه) پرځای (پرورده) ثبت دئ. زه فکرکوم چي (مردبه) به دکاتب سهوه وي اصل به ئې ( مره به = مربا) وي.

په (۱۶مخ) بل بیت :

که تازه ماهی څوک واخلي

که روی وی له بــــــــــــــــهتر

په کابل چاپ کي د(روی) پرځای (روهو) ثبت دئ.

اصل به ئې (رودي) وي. ځکه د رود(سیند) ماهی دولاړواوبوترماهي ښه وي. خوشحال وایي چي تازه ماهی ښه دئ خو(که رودي وي لابهتر).

دلته بیاخبره له کاتبه ورانه سوې ده اومرتب هم ډېردقت ورته کړی نه دئ.

په ( ۱۷مخ)کي بل بیت :

که هغه مهی څوک اوخوری

ســـــــــــــــود دبادلري بیشتر

مرتب دوهم نیم بیتي ته په حاشیه کي کښلي دي :” م ــ ک (باه) ـ دازیات صحیح ښکاري”. رشتیاهم د(باد) پرځای (باه) سهي دئ . دمرتب له پاره په کاروه چي دغه”زیات صحیح” شکل ئې متن ته لوړکړی وای اودمتن ثبت ئې حاشیې ته راکښته کړی وای.

په (۲۰مخ) کي دابیت :

په داشان کـــــــــړه درې ایامه

ګونه روغ شې نیک فرجامه

ماته ” ګونه روغ شې …” پرځای” ګوندي روغ شې …” سهي ایسي. (ګوندي) د(ښایي، امکان سته)معناوي لري. په (۳۶مخ) کي بیاسم راغلی دئ” ګوندِ وي چه رنځ دِ ورک شي”.

په (۱۱۶مخ) کي ئې (تروه = ترش) د(تاروه) په شکل کښلي دي چي که سم هم وي، دخټکو لهجه ئې نه بولم.

په ۱۲۶مخ کي دابیت :

زړه ئې ډک وی له اخلاصه

له کلبئ له ټکئ خـــــلاصه

دوهم نیم بیتی به ” له کلپۍ له ټګۍ خلاصه” سهي وي.

دغه رازیاداښتونه ماډېراخیستي دي چي دبحث داوږدېدوله بیري ټول نه لیکم.

د طب نامې فرهنگ (لغتنامه) دستایني وړتحقیق دئ خودتلفظ ستونزي ته ئې پاملرنه نه ده کړې. دفرهنگ په برخه کي زه دایو دوې خبري لرم.

د۵۲مخ ( کانگه) ئې په فرهنگ کي ” پیچش،دکلمودرد” معناکړې ده. ترکومه ځایه چي ماته پخپله لهجه کي معلومه کي ده، کانگه وچ استفراق (خواگرځېدلو) ته وایي. هغه رازاستفراق چي دناروغ زړه پورته پورته کیږي مگرله خولې څخه ئې څه نه خارجیږي. دغه حالت ته کانگه وایي چي جمع ئې (کانگي) دي. کانگي ته (باکۍ) هم وایي. “دپلاني وچي باکۍ کیږي”.

د۵۵مخ ( جفرات) په لغتنامه کي نسته. ددې لغت سم شکل (جغرات) دئ چي تورکي لغت راته ښکاري اومعنائې ( مستې) دي.

(خرجنګ) لغت به (خرچنگ) سهي وي.

دطب نامې بیاچاپول اوپه هغه کي دپورتنیونیمگړتیاوواونورو متني تېروتنوسمول دپښتوادب په خیرتمامیږي.

د استاد نورې لیکنې:

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

دېوان کاظم کان شیدا 

په پښتونخوا کې د میرزاخان انصاري…

په پښتونخوا کې ….

تاریخ مرصع

دېوان د سکندر خان خټک

د منلي صاحب په تایید….

د حافظ الپوري دېوان

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه

غریب المنصف

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې

دېوان د قنبر علي خان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *