د افغانستان په لنډ تاریخ کې دطریق المنحوس (شمال) له لیارې زموږپرخلکوپنځه ناورینونه وتپل شول، چې زموږخلک یې دبدمرغۍ کندې ته وغورځول ، او له دې لارې پنځه سترې بدمرغۍ زموږ پر خلکو رانازلې شوې چې په لنډه توګه ورته نغوته کوو:

الف : دشمالی له لوری دقلعه ی بلند دملا عبدالغنی اوغله حبیب الله (بچه سقاو) بغاوت دشاه امان الله غازی پرضد (لیندۍ ۱۳۰۷)

د Shamali online .com په حواله (د سقاو زوی او صاحبزاده عبدالله جان د۱۳۰۷کال دلړم په اوومه (جمعې ورځ) د بزرګ جان مجددی د شاه قیوم زوی سره ولیدل او حبیب الله هغه ته داسې وویل ((حضرت صاحب تاسو ته به څرګنده وی چې امان الله کافرشوی اوشریعیت یې تر پښولاندې کړی، تاسو روحانیونو اوملایانو باندې واجبه ده چې د هغه پر ضد جهاد وکړی او زه هم غواړم ددې لاتی حکومت پرضد جهاد وکړم، کوم بل مقصد نه لرم ،بې سواده اونالوستی یم ، پادشاهی هم نه غواړم ، یواځې آرمان مې د خدای (ج) رضاء ده))

مولوی عبدالغنی د قاضی عبدالحکیم زوی زوکړه ۱۲۶۰دپروان ولایت نامتوملا چې مشهوردقلعه ی بلند په مولوی وو، له دوونوروملایانوهریو ملارفیق اوملایونس سره یو ځای دحسین کوټ جامع جومات ته لاړل اوهلته یې دجمعې په لمانځه کې خطبه دحبیب الله په نوم ولوسته ، برسره پردې ملا محمد شریف (میاګل جان آغا) دتګاب اخندزاده هم دوی سره یو ځای شو.

ب :د روسانو او سره پوځ یرغل دحیرتانو اوترمز دبندرونو له لیارې په همدغه میاشت اوشمال له لوری ۱۳۵۸کال.

کله چې د۱۳۵۸کال دمرغومی په شپږمه شپه حفیظ الله امین دکابل په تاجبیک ماڼۍ کې دروسانوله خواووژل شو-دروس هوایی ځواک چې لا له وړاندې دهوا له لیارې بګرا م ته راغلی وو ، پلې شوبلې یې دحیرتانو اوترمز بندر له لارې زموږپر هیواد یرغل وکړاوسترناورین پیل شو.

ج : د شمال ټلوالې چلوټه او د ملی مصالحې د نوښتګر(ډاکتر نجیب الله پرضدبغاوت) :

ماجنرال مومن اندرابی چې په نیمروزولایت کې دڅلورمې سرحدی لواء قومندان وواورتبه یې هم ډګرمن وه ،پیژانده ، دی دجمعیت دوسلوالې ډلې غړی اودایران دولت لاس پوڅی ووپه نیمروزکې یې د۹۳۶م سرحدی کنډک له لارې دافغانستان پراخه اوځنګلی سیمه په (کنګ) ولسوالۍ کې ایران ته وسپارله چې دده لومړی خیانت اووطن پلورنه وه (۱۳۶۴) کال چې لیکوال هم په نیمروز کې وو، وروسته له هغه مومن په حیرتانو کې د۶۱مې لوا قومندان شو- او همغه ووچې د۱۳۶۹کال دډیر سخت ژمی په شپو کې یې کوپونی مواد (اوړه – غوړی ) چې له شوروی دحیرتانو له لارې دکابل غریبو خلکو ته راتلل ، دمومن له خوا وګرځول شول اودوړو له بوجیو او دغوړیو له بیرلو نو نه یې مورچلې اوسنګر دنجیب پر ضد جوړ کړل – حال داچې په کابل کې خلک له سختې قحطې سره مخامخ شول اوله دې سره جوخت دجمعیت اونظار وسلوالې ډلګۍ ددوستم په پلوی بغاوت پیل کړ .

د :بیاهم د۱۳۸۰کال دژمی په سر کې دجمعیت ،نظاراودوستم وسلوالو ډلګیو دامریکایی ځواکونونه دلکهاوو ډالروپه لاس ته راوړلوسره – دې ځواکونوته لاره پرانیسته اوزموږ هیوادته ددوی دهیواد پلورنې له امله را داخل شول .

ه :بیاهم هماغه ناولی اوشوم موسم اوشپې: دا ځل بیاهم دجمعیت وسلوالې ډلې یو ښکرور،هوډ کړی چې بغاوت اواړودوړ جوړکړی اوغواړی چې درې میلیاره ډالره حرام کنګل شوې پانګه یې بیرته راژوندۍ شی – اوپه دې حساس وخت کې زموږ دخلکو پام په اصطلاح دجهاد په لور وګرځوی ، که تاسې جهاد کولو نوله لمړی سره نه به مو هغوی سره لاس نه یو کولو .

عبدالرووف لیوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *