ماښام له دفتره کورته راغلم ، مېرمنې مې ډوډۍ تياروله ،زه څوشېبې په کټ پرېوتم ، زړه مې بې واکه وو ژر را جګ شوم د هغې لاس مې ونيوه ، ورته ومې ويل : بايد يوڅه درته ووايم ، هغه کېناسته او د ډوډۍ په خوړلو يې پيل وکړ، په سترګو کې يې غم او خپګان له ورايه ښکارېدل .
يو ځل پو نشوم له خولې مې ووتل : غواړم طلاق واخلم !؟
مېرمن مې خپه راته ښکاره شوه خو په آرامه يې يوازې دومره وويل : ولې ؟
د پوښتنې د ځواب لپاره يې ما وغوښتل کيسه لږ اوږده کړم مګر دې کار په غوسه کړه . د ډوډۍ خوړلو لوښۍ يې هيسته ګزار کړ او په قهر يې زياته کړه ! ته هېڅ زړه نلرې ، تا ټول عمر له ماسره ښه ندي کړي …او په ژړا شوه .
غوښتل يې پدې و پوهيږي چې څه يې په سر راغلي ، خو! نه توانېدم چې يو قانع کوونکی ځواب ورکړم ، نوره مې ښه نه اشېده او يوازې زړه مې ور باندې خوږېده .
د ګناه له درانه احساس او د وجدان له يوه سخت عذاب سره مې د طلاق اخستو لپاره يوه پاڼه تياره کړه ، په هغه کې مې دا هم وليکل چې له طلاق وروسته به کور، موټر او د کارخانې ۳۰ سلنه برخه ورکوم . پاڼو ته يې وکتل او هغه ټوټې ، ټوټې کړې.
مېرمنې مې د خپل عمر لس کاله له ماسره تېر کړي و ، خو ماته بېګانه او پردۍ ښکارېده ، زه نه توانېدم چې خپل مخکني ژوند ته ور وګرځم ځکه چې زه په يوبل چا مين شوی وم ؛ د هغې ژړا ورو ورو په زوره شوه او دا هغه وخت وو چې ما يې انتظار درلوده . د هغې ژړا زما لپاره د تېښتې يو ډول وو ، �� طلاق فکر چې له څو اونيو راسره وو نور هم پياوړی شو.
په بله ورځ ډېر ناوخته کورته لاړم ، ومې ليدل چې مېرمن مې د ميز شاته په څوکۍ ناسته ده او څه ليکي ، ډوډۍ مې هم نه وه خوړلې خو سيده لاړم په کټ کې پرېوتم دا چې يوه ورځ مې له معشوقې سره په خوښۍ تېره کړې وه ژر خوب يوړم ؛
له خوبه چې را ويښ شوم ومې ليدل چې هماغسې ليکل کوي ، باک مې رانه وړ بيرته ويده شوم . د بلې ورځې په سهار هغې د طلاق لپاره خپل شرطونه ليکلي ول : له مانه يې هېڅ نه وو غوښتي بلکې يوه مياشت وخت يې غوښتی وو ، هغې ويلي ول چې پدې يوه مياشت کې به دواړه هڅه وکړو چې بېرته يو نورمال ژوند ولرو ، ددې يوې مياشتې وخت غوښتلو بل دليل دا وچې د زوی ازموينې موهم وې ممکنه وه چې فکر يې ګډوډ شي او په ازموينو کې ښې نومرې وانخلي شي .
خو هر څنګه چې وو دا شرطونه يې زما لپاره د منلو وړ وو ، مېرمنې مې يو بل شرط هم اېښی وو چې د واده ورځ ياد ته راولم هغه ورځ چې کله د هغې کوټې ته ورغلم ؛ هغې له مانه دا هم غوښتي ول چې پدې يوه مياشت کې به هغه هره ورځ په غېږ کې اخلم او له کوره بهر به يې وړم .
فکر مې وکړ لېونۍ شوې ده ، دا چې د ژوند آخري ورځې مې ورسره تېرېدې دا عجيبه غوښتنې مې ټولې ورسره ومنلې . د مېرمنې د طلاق او د هغې د غوښتنو په هکله مې له معشوقې سره هم خبرې وکړې ، هغې په زوره زوره وخندل ويل ويې ډېره جالبه ده ، وروسته يې په طنزي انداز زياته کړه : خواره لېونۍ شوېده .
له کوم وخت نه چې له مېرمنې سره مې د طلاق خبره ياده شوې وه هېڅ جنسې اړيکې مونه وې ، مګر کله مې چه هغه په لومړۍ ورځ د شرط په آساس په غېږکې ونيو ه او له اوطاقه مې بېرون يوړه دواړه له يوه ښه احساس برخمن شوو ځانونه تازه راښکاره شول ، زوی مې ټېله کړم او په ملنډو، ملنډو يې وويل وګوره پلار مې مور په غېږه کې اخستې هههههه …
هغه مې اول د ناستې او طاق ته يوړه او له هغه وروسته مې بهر ته ويسته ، د لسو مترو په اندازه مې په غېږه کې نيولې وه ، خو لږ ناخوښ وم ، له کور بهر مې خوشې کړه له هماغه ځايه د خپل کار دفتر ته روانه شوه ، زه هم يوازې په موټر کې سپور شوم او خپلې کارخانې ته لاړم .
په دويمه ورځ دواړو له يوبل سره ښه چلند وکړ ، هغې مې سينې ته تکيه کړې وه ، هغه عطر مې بوی کړل چې مېرمنې مې وهلي وو ، فکر مې شو چې زيات وخت مې په دقت ندي ورته کتلي ، د مخکې په شان ځوانه، نه وه ، په مخ يې خاپي پيدا شوي وو ، په وېښتانو کې يې سپين ښکارېدل … يو دقيقه مې له ځان سره فکر وکړ ددې ښځې لپاره مې تر اوسه څه وکړل ؟؟
په څلورمه ورځ مې چې کله هغه په غېږه کې واخسته ، د مينې ، راحت او صميميت احساس مې وکړ. [ دا هغه ښځه وه چې خپل لس کاله عمر يې زما د خوښيو په خاطر له ماسره تېر کړی وو .] په پنځمه او شپږمه ورځ مې حس کړه چې زموږ دواړو تر منځ مينه په غزېدو ده . [خو معشوقې ته مې دا هرڅه نه ويل ] لدې وروسته به مې چې هره ورځ هغه په غېږه کې اخسته د راحت او خوشالۍ اوحساس به مې کاوه او دا تمرين مې ډېر په شوق او علاقه تر سره کاوه .
يوه ورځ يې غوښتل چې زما د غوښې جامې واغوندي ، څو کميسونه يې را واخستل مګر ښه ورته ښکاره نشول، له ځان سره يې وويل ټولې جامې مې زړې شوې دي ؛ زه يې بدن ته ځيروم ډنګره شوې وه او له همدې سببه وه چې په دومره آسانۍ مې پورته کوله . زړه مې ټکان وخوړ ، له ځان سره مې وويل دا هرڅه زما له لاسه ، بې ارادې له ځايه جګ شوم خواته يې ورغلم او هغه مې په تندي ښکل کړه .
همدا شېبه مې زوی کوټې ته راغی ، ويې ويل : پلاره هماغه وخت راغلی چې مور مې په غېږه کې واخلې او له باندې ېې وباسې [ زوی مې لدې تکرارېدونکي کار سره عادت شوی وو هغه لدې شېبې خوند اخيست چې مور يې په غېږه کې واخلم او بهر يې وباسم.] مېرمنې مې اشاره ورته وکړه چې خواته يې ورشي ، زوی مې ورغی په غېږه کې يې ټينګ ونيو . ما بلې خواته وکتل تر څو ويې نه وينم ځکه ورېدم چې خپل تصميم بدل نکړم .
له معمول سره سم مې په غېږه کې واخسته له کوټې مې بهر يوړه ، لاسونه يې په عادي ډول په غاړه کې را اچولي وو ، ماهم کلکه په غېږ کې نيولې وه لکه هاغه د واده په ورځ . لدې وروسته به مې چې کله په غيږه کې اخيسته د هغې سپکوالي ( کم وزن ) خپه کولم ، خو هغه مې چې په آخري ورځ غېږه کې واخسته په زحمت مې قدمونه اخستل ، زوی مې ښونځي ته تللی وو ، په غېږ کې مې کلکه ونيوه ، هېڅ مې داسې ونه انګېرله چې له يوبل سره مينه او صميميت نلرو ، کله مې چې هغه له کوره بهر ويسته ، سست ګامونه مې د موټر خواته واخستل ، د کارخونې پر خوا مې حرکت وکړ ، له موټر ښکته شوم رانه هېر وو چې بايد د موټر در وازې بندې کړم.
خپل شرکت ته دننه شوم ، سيده دويم پوړ ته وختم ، معشوقه مې [چې د شرکت حسابونه به يې راته کول ] . راغلې وه ور يې راته خلاص کړ ، بې اختياره مې له خولې ووتل : بښنه غواړم ! نشم کولی له مېرمنې مې طلاق واخلم .
په رډو رډو يې راته وکتل ، حيرانه وه ،لاس يې په تندي را کېښود ويې ويل تبه دې ده ؟ لاس مې يې لرې کړ ، زياته مې کړه : (نه غواړم له مېرمنې مې طلاق واخلم) ، معشوقې مې انګېرله چې ګواکي خوب وينم او يا نوی له خوبه راويښ شوی يم .
يوه ښه څپړه يې په مخ راکړه ، په پښو کې مې ولوېده او ژړايې پيل کړه ؛ هغې ژړل، زه له دويم پوړ ښکته شوم ، په موټر کې شپور شوم ،سيخ لاړم يوه ګل پلورنځي ته او د مېرمنې لپاره مې د يوې ګېډۍ ګلانو سپارښتنه ( پرمايش) ورکړه ، ګل پلورونکي رانه وپوښتل په کارت څه وليکم ؟ يوه نرۍ موسکامې وکړه او ورته ومې ويل وليکه : ( ترڅو چې مړ نه يم له تانه به جدا نشم او هر سهار به د په غېږکې اخلم او له کوټې به دې بهر وړم . )
ماښام چې کورته لاړم ، د ګلانو ګېډۍ مې په لاسو کې نيولې وې ، خوشاله د اوسېدو کوټې ته روان وم . د کوټې ور مې پرانيست مېرمن مې په کټ پرته وه ، نږدې ورغلم غوښتل لاس ترې تاوکړم، په تندي يې ښکل کړم او د تېرو غلطيو بښنه ترې وغواړم …
خو ! ګورم چې بې سېکه ده ، بدن يې يخ وو؛؛؛؛ هغې له ژوند سره خدای پانې کړې وه .
له ماسره داوخت هېڅ نه وو يوازې په چېغو چيغو مې وژړل… وروسته معلومه شوه چې مېرمن مې د سرطان ناروغۍ لرله او زه له خپلې معشوقې سره دومره بوخت وم چې آن د هغې په ناروغۍ نه وم خبر . پای
د راډيو دفتر ۱۳۹۳-۶-۴