نن یوه کس ته بښنه وکړه او د زړه بنده دروازه د هغه پر مخ خلاصه کړه. بې ځایه او غیر ضروري اندېښنې پرېږده. داسې به د ارامتیا احساس وکړې ځکه چې يو ساده او اسانه کار دې کړی او همدې کار دې په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی.
د کور په هر کونج کې دې د مینې زړي وشينده څو په ټولو ځایونو کې مینه او محبت را زرغون شي.
که غواړې چې له ژونده خوند واخلې نو ټول اړخونه یې له خونده ډک دي. د خوند او رنځ کيلي ګانې ستا په لاس کې دي. یو وخت مې فکر کاوه چې هر څه زموږ له خوښې پرته کېږي، خو نن په دې پوه شوی یم چې هر څه زموږ په خپل لاس کې دي. د ژوند بېړۍ موږ چلوو نه بل څوک.
پر خپلو شتو شکر وباسه، خبرې د نېک نيت له مخې کوه، هر کار ته په پوره مينه، شور او شوق سره اوږه ورکوه. له نورو سره په مرسته کولو کې مخکښ اوسه. د خلکو د احساساتو درناوی کوه. په ورزش سره دې د وجود عضلې پیاوړې کړه.