د ملګروملتو امنیت شورا

تاند- په ملګروملتو کې د افغانستان استازی وايي چې افغانستان د طالبانو، څه باندې ۷۰۰۰ بهرنیو ترهګرو او نورو جګړه مارو، چې د اسلامي دولت ډله هم پکې شامله ده، له بې ساري یرغل سره مخامخ دی.

په م.م. کې د افغانستان دایمي سفیر ظاهر طنین دا څرګندونې مخکې تر دې وکړې چې د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان پر ولسي جرګې تروریستي برید وغندي.

ده وویل چې یاغي ډلې هڅه کوي چې ولسوالۍ یا ولایتونه ونیسي او هلته د خپلو فعالیتونو لپاره مرکزونه جوړ کړي.

طنین وویل چې سختدریځي ډلې له انتحاري بریدونو، د سړک د غاړې بمونو، چاودېدونکو موادو، برمته ګرۍ او هدفي وژنو زیات کار اخلي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازی نیکولاس هېسم د م.م. امنیت شورا ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې دي او ازمویل کېږي خو دوی د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو او د ټولو امنیتي مسوولیتونو له منلو وروسته په ګڼو عملیاتو کې بریالي شوي دي.

د ملګروملتو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر ملي شورا ډله ییز انتحاري برید وغانده.

One thought on “طنین: په افغانستان کې ۷۰۰۰ بهرني ترهګر جنګېږي”
  1. Hi;
    It is a grand pity that Afghanistan`s ambassador to UN since 2001, just says a statistic of 7000 foreign extrimists inside the land now!. What did he do against pakistani rockett attacks on Kunar?, Does he know how many Afghans specially pashtoons are killed in Dasht-e laily, & how many are jailed , Can he defend the Human Rights in Afghanistan?/ for Women & Children??? . No, as I heard he or they are just getting millions of $ by the Poor-undeveloped countrymen laws & serving for warlords aswell!.
    I hope that Mr. dr. Ghani should think ( as the II. motafakkir of the world ) to change those ex-examineerd war-lords supporters & who doesn`t serve for homeland ; just giving statistics can not solve the Great Game war in Afghanistan & the region. Regards.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *