تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر طیب اغا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ستایلې او دا یې یوه تاریخي بریا بللې.
د نوموړي په اند د دې ټولو مخلصانه هلوځلو او هڅو کريډيټ د طالبانو د مؤسس او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد دی، چې لس کاله وړاندې يې په لومړي ځل دوی ته له امریکا سره د سیاسي حل او خبرو له لارې د جګړې د ختمولو اجازه ورکړه.
طیب اغا همدا ډول ویلي دي، چې تر دې یو بل مهم پړاو د بین الافغاني مذاکراتو هم پاتې دی، چې باید په پوره دقت او ځېرکتیا سره بریا ته ورسول شي، ترڅو د جګړې ټغر په بشپړ ډول ټول شي.
ښاغلي طیب اغا د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې له ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول له طالب مشرانو هم غوښتي، چې د شخصي او تنظیمي ګټو پر ځای ملي ګټو او د ښه عوض ورکولو ته ترجیح او باید سیاسي قرباني ورکړي.
د نوموړي په اند « په کار ده چې خپل سرښندونکي ولس ته ښه عوض ورکړو او هغه عوض به دا وي چې د هغوی د امنیت، سوکالۍ او پتمن ژوند لپاره تحریک او نور افغان لوریو مشرتابه سیاسي قربانۍ ورکړي او هر طرف په خپل لور کې نرمښت او انعطاف وښيي او د تنظیمي او شخصي مصالحو پر ځای ملي مصالحو ته ترجیح ورکړو.»
ښاغلي طیب اغا پر طالبانو غږ کړی، چې د خپل مرحوم مشر ملا محمد عمر مجاهد په لار د هېواد او هېوادوالو د ناموس، عزت ،استقلال، مال او امنیت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو او نور هم را وړاندې شي.