تاند، شنبه، د جدی ۲۸مه: د ایران د باندنیو چارو وزیر پر هند غږ کړی چې د چابهار بندر د بریا ته رسولو لپاره د اورګاډي د پټلۍ غځولو او په دغې برخه کې د وسایلو د اخیستلو چټکتیا ته اړتیا ده چې دواړه هیوادونه دا کار باید ترسره کړي.
جواد ظریف ویلي، سره له دې چې په ۲۰۱۸ کال نومبر کې دغه بندرد امریکا له بندیزونو مستثنی وګرځول شو، خو لا هم د دغه بندر پر وړاندې ستونزې او خنډونه شته: (( چابهار د منځنۍ اسیا لپاره ډیر مهم دی، موږ یې د ستونزود حل په برخه کې زیات پرمختګ کړی دی، تر ټول مهمه دا چې زموږ پارلمان دا یو ازاد زون اعلان کړ.))
نوموړی وايي، چابهار باید له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي تر څو د دغه بندر چارې بشپړې شي: (( اړتیا ده چې هند د بندر لپاره د وسایلو په اخیستلو کې پوره همکاري وکړي.))
ظریف ټینګار وکړ چې چابهار یو داسې کمپیلکس بندر دی چې چې د خلیج عمان تر منځه د افغانستان له لارې له هند او منځنۍ اسیا سره لویه سوداګریزه لار پرانیزي.
د افغانستا ن حکومت کارونه تبلیغاتی بنه لری۰
یوه ورڅ کنړ سیند برشنا قباییلو ته ورسیږی
بله ورح ګوادر بندر له لاری چین سره وصل شو
چی د کمپاین وخت راشی ننګرهار یادشی
چی ګمپیان تیر شی ننګرهار هیر شی
د کنړ سیند د برشنا د پروزی په هیله
رازمحمد کامه وال