تاند، سه شنبه د چنګاښ ۲۵ مه:  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، که امریکا خپل بندیزونه ایسته کړي، د تهران لخوا د خبرو دروازې ورته خلاصې دي.

ظریف له این بي سي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، که مو د اټومي وسلو ترلاسه کولو هڅه کولی، نو اوس به مو دا کار وخته کړی و.

نوموړي دغه راز د ایران پر وړاندې د ټرمپ د نظامي برخورد امکان رد کړ خو زیاته یې کړه د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو او د ملي امنیت مشاور جان بولټن غواړي پر ایران جګړه ونښلي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي وو، که امریکا برجام تړون ته بېرته غاړه کېږدي او خپل بندیزونه پورته کړي، نو ایران کولی شي ورسره خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *