تاند- اجمل عبید عابدي د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال وټاکل شو.
عابدي د فبرورۍ له لومړیو څخه د ولسمشر غني د ویاند دنده اجرا کوله. ده تر دې مخکې د اریا تلویزیون د اجراییه رييس په توګه کار کړی دی.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني په یوه جلا امر کې سید ظفر هاشمي خپل مرستیال ویاند ټاکلی دی.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم سید ظفر هاشمي نن د ولسمشر غني په فرمان رسماً کار پيل کړ.
نوموړی مخکې په واشنګټن کې د امریکا ږغ اشنا راډیو او تلویزیون د ویاند په توګه کار کاوه.
هاشمي د امریکا له جان هاپکنز پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې ماستري اخیستې او لیسانس یې د متحدو ایالتونو په مريلنډ پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ترلاسه کړې ده.
دواره خوانان ،تحصيل يا فته اشخاص دي دوي ته اول تبريكي وايم بيا دوارو ته موفقيت به دنده كي غوارم .