تاند- یوه نوې ټکنالوژي جوړه شوې چې عادي عینکې په ځیرکو هغو بدلوي. د دې ټکنالوژۍ په مرسته د عینکو کاروونکی بې له دې چې موبایل ټېلفون یا خپل ځیرک ساعت ته وګوري، نوټیفیکېشنونه او همداراز اپلیکېشنونه لیدلی شي.

د ډیلی مېل بریتانیايي ورځپاڼې د ویبپاڼې د راپور له مخې، دا ټکنالوژي بوش کمپنۍ جوړه کړې ده.

دا سیستم (Bosch Smartglasses Light Drive) نومېږي او د هر ډول عینکو په چوکاټ کې یې نصب کولی شو.

بوش کمپنۍ ادعا کوي چې دا سیستم ستاسو لاس ته اړتیا نه لري او د هغه په وسیله رامنځته شوی تصویر تل روڼ او د لیدونکي د سترګو مخته ښکاري.

دا ټکنالوژي، چې پر عادي عینکو یې نصبولی شئ، تر ۱۰ ګرامه لږ وزن لري، چې ډېر کم دی.

ټاکل شوې ده چې دا ټکنالوژي د راروان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په شلمه په (CES) نندارتون کې نندارې ته کېښودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *