شریف الله دوست – هلمند
هغه افغاني، ځانګړي توګه هلمندي ذهن او ماغزه چې د جګړو متواترو لمبو یې د مخ پوست سوځلی، د جنګ – وژنو تور انځور يې فکري مرکز اشغال کړی، د جګړو دود يې پر دماغ پروت، د تپل سوې جګړې پر مړو ایرو یې لوبې کړي او رالوی سوی، بیا هم د ایرو دې غمي (بسم الله عارف) په خپلو غوره انساني او اسلامي اخلاقو، روڼ استعداد او ذهني لیاقت، د هند نیمي وچې وګړو سرونه د ځان په وړاندي خم کړه.
دا يې ثبوت کړه چي د افغان بشري اخلاقو او وړتیا بشپړه فلسفه لاژوندۍ ده او د نړۍ داسي ټولنو ته د اخلاقو، وړتیا او لیاقت د شکست چلنج ورکوي چي ځانونه په نړۍ کې د تمدن سالاران ګڼي.
دا منو چي په موږ کې سیاسي ړوندوالی سته، خو په خوښۍ چې اخلاقي او استعدادي ړوندوالی مو ندی مېلمه سوی، افغاني فطرت او زموږ کلتوري ماهیت هم دا وښودل چي افغانان دا استعداد لري چي د نړۍ پر خاورینه کُره علمي او اخلاقي سیالۍ په اسانۍ سره وګټي.
دا څرګنده ده چي زموږ د اسلامي اعتقادي تقویت تر څنګ مو کلتوري روزون او سمون هم نړۍ کې مثبت اغېز لري او د متقابل درنښت دا شریف او نجیب آریایي دود لا افغانانو کې خوندي دی.
هلمند مېشتی (بسم الله عارف) چي دا مهال د هندوستان پلازمېنې ډیلي ته نږدې د اوترپردېش ایالت په (امیټي پوهنتون) کي چي شاوخوا څلرویشت زره محصلین پکښي په زده کړو بوخت دي د انجینرۍ څانګي دماسټرۍ په برخه کي په لوړو زده کړو بوخت دی. تېره اونۍ پکې د کال (غوره محصل سیالي) جوړه سوې وه ، چي هرکال داکتوبر په لومړی نېټه دا ډول سیالي جوړیږي، یاده سیالي په پنځو پړاوونو کي د څارونکو تر ژور نظر تېريږي، د پروسې د شفافیت په موخه څارونکي د هند له ممبی څخه ورته راځي ، سیالۍ ته د ولاړو محصلینو ټولي خواوې(علمي، کلتوري، اخلاقي، استعدادي، جرائت ، ټولګي کې چلند ، له استادانو سره چلند، حاضري ، صنفي فعالیت او لیاقت، ټولنیزه ګزاره، سپورټي وړتیا او نورو…) برخو کي محصلین ازمویل کیږي.
په نیکمرغۍ سره چي دې سیالیو کي د نارینه وو په برخه د افغانستان له هلمند ولایت څخه ( بسم الله عارف) لومړی مقام خپل کړ په په دې ویاړ سره يې د سلطان محمود غزنوي ، سلطان محمدغوري ، شیرشاه سوري او احمدشاه بابا روحونه خوښ او افغانستان يې سرلوړی کړ ؛ په ښځینه برخه کي شل کلني هندۍ (ونیتا) لومړی مقام تر لاسه کړ.
دښاغلي بسم الله عارف دا بریا دي لومړی ټولو افغانانو ، هلمندیانو او د عارف صاحب درنې کورنۍ ته مبارک وي.