دا ډول خلکو سره یوازې زه نه بلکی ډیری به ورسره مخ شوي وي، مونږ که په ځینو مسایلو کې پښتانه ملامت ؤ باید دوی ته هم دا ووایو چې د پښتون دښمن د تاجک او هزاره دښمن دی، د تاجک او هزاره دښمن د پښتون دښمن دی.
د افغانانو دښمن ته د افغان قومونه تاجک، پښتون، هزاره مطرح نه دي.
پارلمان له پښتنو ډک دی خو بیا هم په پارلمان کې یو لوی قوم ته سپکاوئ کیږي.
عارف رحماني واوره
د پارلمان په دروازه کې ولاړ پښتون، تاجک او هزاره د تاسو د ناموس ساتنه کوي. هره لحظه د تاسو غوندې متعصبو پرديپالو لپاره قرباني ورکوي.
د یو پښتون ولسمشر په امضاء پارلمان کې حق درکړ شوئ دی. که دا ټول ترهګر دي نو بیا د دی ترهګرو خوا کې څه کوې؟
دا ډول خلک اصلا پښتنو ته سپکاوئ نه کوي بلکی هزاره او تاجک قومونو ته خپل پښتون ورور دښمن معرفي کوي. د عارف رحماني غوندې ډیرئ نور هم شته چې په همدې قومي او ژبني تعصبونو له هغه همسايه هیوادونو معاشونه اخلي کوم چې هره ورځ ترهګر تربیه کوي هيوادوال مو پرې وژني.
د عارف رحماني غوندې اشخاص د نظام د ننه همدې ترهګرو ته دا زمینه برابروي چې د قومونو ترمنځ شخړې واچوي او افغانان همیشه بې اتفاقه وساتي.