له شيانو سره د انسان تړاو دوه ډوله دى، چې يوه تړاو ته علمي او بل ته عاطفي تړاو وايي. علمي تړاو راته د يوه څيز په اړه معلومات راکوي، چې د دې څيز جوړښت څرنګه دى، تاريخچه يې څه ده، څرنګه کارېږي، څومره اهميت لري او….مثلا: له مېز سره د انسان تړاو عموما علمي وي. اوس چې موږ مېز يادوو، نو د مېز جوړښت، کارونه او نور اړين اړخونه يې راياد شي.
علمي تړاو پر مادي او معنوي ګټه ولاړ وي. که په يوه څيز پورې تړلې ګټه ختمه شي، له استفادې وغورځېږي، چې داسې بيا له ىوه څيز سره د سړي علمي تړاو پاى ومومي يا هغه څيز ختم شي. مثلا: له څراغ سره-چې اوس ترې استفاده نه کېږي- زموږ علمي تړاو نشته.
د انسان تړاو له ټولو شيانو سره علمي وي، ځکه چې د انسان لومړنۍ اړتيا رانغاړي، چې په دې توګه، علمي تړاو بنسټ جوړوي. مثلا: له ګلاب او باران سره زموږ لومړنى تړاو علمي تړاو دى. مطلب موږ د ګلاب رنګ و بو ته د ځان لپاره او باران ته د خپلو کروندو لپاره اړ يو.
له شيانو سره بل تړاو ته عاطفي تړاو وايي، چې تر علمي تړاوه وروسته پيدا کېږي. اساس همغه علمي تړاو وي، خو موږ شيانو ته له مادي اړتيا سره سره عاطفي اړتيا هم لرو او د خپل رواني تسکين لپاره ترې استفاده کوو.
عاطفي تړاو د علمي تړاو غوندې له هر شي سره نه وي، له محدودو شيانو سره وي، خو دا خبره جوته ده، چې يواځې شاعر نه، هر انسان له څو شيانو سره پر علمي تړاو سربېره عاطفي رابطه هم لري، خو د شاعر له دې رابطې نه د استفادې چل زده وي.
مطلب دا چې عاطفي تړاو په شاعرۍ کې کارېږي. له شيانو سره عاطفي تړاو احساساتي تړاو دى او له بېلابېلو شيانو سره زموږ احساساتي ربط ښيي. مثلا: غاټول چې يادوو، نو په ذهن کې يو ډول مرموزه خوږلني احساسوو، ځکه چې غاټول ښکلى دى، په احساساتي مواردو کې ترې استفاده شوې او تر ټولو لويه خبره دا چې د يار شونډې-چې زموږ تړاو ورسره احساساتي دى- رايادوي. يا د کاروان په شاعرۍ کې د چينار زياته ىادونه، له چينار سره د ده عاطفي تړاو ښيي.
عاطفي تړاو ته په زغرده د ښکلا زېږنده نه شو ويلى، ځکه چې د يار کوڅه به ډېره کږه وږه او کچه وي، خو خوند به کوي. چينار تر سروې ښکلى نه دى، خو کاروان ته خوند ورکوي. بل دا چې د ښکلا پيمانه يوه نه ده. د شيانو د ښکلا د تللو لپاره له هر سړي سره خپله تله ده. يوه سړي ته به ىو شى خوند ورکوي، بل ته به يې نه ورکوي. دا هم ده، چې د ټولو شيانو د ښکلا د معلومولو لپاره يوه تله نشته. مثلا: په کومه ښکلاييزه تله چې موږ نرګس تلو، په هغې غاټول نه شو تللى. اوس نو که غاټول ښکلى شي، په مارانو کې هم ښکلي شته، خو له مارانو سره زموږ تړاو د غاټول غوندې نه دى او بل دا چې شيان يواځې مادي نه دي، چې سړى دې يې پر بڼه د ښکلا مهر ولګوي، معنوي هم دي. سوله او مينه خوند راکوي او کرکه مو بده ايسي، نو د دې شيانو ترمنځ به د ښکلا پرېکړه څرنګه کوو؟ نو د ښکلا پرېکړه سخته ده، خو عاطفي تړاو معلوم دى.
د عاطفي تړاو بنسټ احساسات دي. له يو څيز سره به په وړوکوالي او ځوانۍ کې زموږ تړاو احساساتي پاتې شوى وي، لکه له ټکنده غرمې او د يار له کوڅې سره چې د سايل او د شاتو له مچيو، نښترو او چينارونو سره چې د کاروان عاطفي تړاو دى. يا به مو يو شى په عاطفي کارونه کې ليدلى وي. لکه له ګودر، شمعې، سپوږمۍ سره زموږ غوندې د اوسنىو خلکو تړاو چې دى، ځکه چې اوس دا شيان تقريبا ختم دي، يا ترې استفاده نه کېږي؛ خو په پخوانۍ شاعرۍ کې مو لوستي، نو چې راياد شي، خوند راکړي.
له شيانو سره له علمي تړاو نه په نثر او عاطفي تړاو نه په شاعرۍ کې استفاده کېږي. نثر چې لولو، عواطف مو نه راپاروي، ځکه چې د شيانو عاطفي تړاو ته نه، فکر ته مو رابولي، خو شاعري چې لولو، له شيانو سره زموږ عاطفي تړاو راژوندى کوي، يا يې جوړوي.
په شاعرۍ کې له مادي او معنوي شيانو سره پر تړاو سربېره پخپله د دوى د نومونو(کلمو) بڼې هم مهمې وي، چې منظمه استفاده ترې موسيقي پيدا کوي او موسيقي زموږ عاطفي کيفيتونه انځوروي او راپاروي.
په شاعرۍ کې د الفاظو مجازي کارونه له حقيقي او مجازي څيز سره د شاعر عاطفي تړاو ښيي او له کومو شيانو سره چې دا عاطفي تړاو زىات شي، هغه د شاعر سمبولونه شي. مطلب، له منصور، حسين او بلال سره د غني خان عاطفي تړاو تر نورو زيات و، ځکه يې دا د سمبولونو په توګه بيا بيا کارولي دي.
پايله دا راووځي، چې که ليکوال دقيقه ليکنه کوي، د شيانو پر علمي اړخ دې فکر وکړي او شاعر ته پکار دي، چې د خپل عاطفي تړاو دايره پراخه کړي. د شاعر په عاطفي دايره کې چې شيان څومره ډېر وي، هغومره به يې ډېرو کلمو ته پام وي، د الفاظو زېرمه به يې لويه وي او داسې به د موضوعاتو د تکرار له عيبه بچ وي او د موضوعاتو دايره به يې پراخه وي او لويه خبره دا چې همدومره به يې شاعري خوږه وي، ځکه چې پر عاطفي تړاو به ولاړه وي.
د هر شاعر عاطفي تړاو زياتره له بېلو بېلو شيانو سره وي. ټول شاعران له يو راز څيزونو سره عاطفي تړاو نه لري. د يوه شاعر به له غره، چينې، ځنګل، پرښې سره عاطفي تړاو وي، د بل به له لمر، شفق، رڼاوو سره. يو به په کلي کې اوسېدلى وي، بل به په ښار کې.
وخت و ځاى له شيانو سره په عاطفي تړاو کې لاس لري. شاعر چې په کوم/څرنګه چاپېريال کې اوسېدلى وي، د همغه/همغسې چاپېريال له شيانو سره يې عاطفي تړاو وي، د واورينو هېوادونو شاعر ته واوره، يخني، کنګل خوند ورکوي او د تودو سيمو والا ته ټکنده غرمه، سيوري او اوبه.
د زمان له پلوه هم په عاطفي تړاو کې توپير راځي. د پخوانو خلکو عاطفي تړاو له بېلو شيانو سره و، زموږ له بېلو سره دى. يو وخت مو يو شى په عاطفي تړاو کې راته، اوس نه راځي. پخوا مو ماښام ته فکر نه و، عاطفي تړاو مو ورسره نه و، خو تر يوې پېښې وروسته مو اوس ورسره عاطفي تړاو پيدا شوى.
له عاطفي تړاوه په کره کتنه کې هم ګټه اخيستى شو. د عاطفي تړاو پر بنسټ د يوه شاعر د شاعرۍ خوښ شيان جوتولى شو او دا معلومولى شو، چې له دغه څيز سره د ده عاطفي تړاو څومره رښتينى او غښتلى دى.
په يوه شعر کې راغلي ټول شيان د شاعر د عاطفي تړاو په دايره کې نه راځي، څو پکې د شاعر عاطفي تړاو ښيي. پر دغو شيانو په شعر کې تاکيد وي، يا په بېل اۤهنګ وړاندې شوي وي. رحمان بابا وايي:
شهيدان ستا د غمزو دي، لاله نه دي
چې په سره کفن له ځمکې رابېرون دي
په دې بيت کې له (شهيدان، ستا، غمزې، لاله او سور کفن) سره د رحمان بابا عاطفي تړاو ګورو، چې په ډېر شد ومد او سرور يې ويلي. داسې د هر شاعر شعرونه درواخلئ، دغسې به پکې له ځينو شيانو سره د شاعر علمي تړاو او ځينو سره شديد عاطفي تړاو ووينئ.
عاطفې ته پوهان د شعر روح وايي. په شعر کې چې عاطفه نه وي، که هر څومره سينګارلى وي او هر څومره پکې صنعتونه ډېر وي، بې خونده دى، لکه بې بويه ګل.
عاطفه د خوښۍ، خپګان، هيلمنۍ، نهيلۍ، ويرې، خواخوږۍ، تلولۍ(اضطراب)، اندېښنې او…هغه احساساتي حالت ته وايي، چې په شاعر کې له بېلابېلو پېښو او شيانو سره په مخېدو رامنځته کېږي او شاعر يې د خپل انساني فطرت له مجبورۍ د شعر له لارې له لوستونکو سره ګډوي.