تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له دې پریکړې هرکلی کړی چې د جمعې په ورځ به د چمن دروازه د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره بېرته پرانیزي.

عاطف مشعل په خپل ټویټر کې لیکلي، دا تصمیم چې یواځې ډریوران په دې لاره تګ راتګ ته پرېښودل شي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د پراخو بحثونو وروسته نیول شو دی.

هغه زیاته کړې ده: ((د ښه نیت ښودلو دا ډول اقدامات به په داسې یو سخت حالت کې چې COVID19 په چټکۍ سره په سیمه کې د خپرېدو په حال کې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي))

د پاکستان حکومت د سپین‌بولدک- چمن لارې د بېرته پرانیستلو په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پاکستان دغه راز د افغانستان په ختیځ کې د تورخم دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو افغان سفیر د دغې دروازې د بېرته پرانیستلو په اړه په خپل ټویټري پیغام کې څه نه دي ویلي.

بلخوا عبدالله عبدالله ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر د هغه په غوښتنه د سپین‌بودلک- چمن لاره بېرته پرانیزي.

د عبدالله دفتر په یو بیان کې ویلي: ((له دوه اونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي لارې د تړلو له امله ۱۵۸۴ لارۍ چې په کې ۳۲۰۰ کانتینره د افغانستان د سوداګرو توکي او لومړني خوراکي مواد شامل دي د چمن-سپین‌بولدک په دروازه کې او د افغانستان د سوداګرو شپږ زره کانټینره ترانزیتي توکي د کراچۍ په بندر کې ودرول شوي وو))

خو د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې اړه غبرګون کې ویلي چې اوس افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ګڼې ترانزیتي لارې لري او په یوې لارې د دغه هېواد د تکیې وخت پای ته رسېدلی.

پاکستان د مارچ په دوېیمه د کوروناويروس ناروغۍ د مخنيوي په موخه د سپين بولدک – چمن لاره د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دغه لاره هره ورځ تر ۳۰زره زياتو کسانو او د سودګرو سلګونه موټرو تګ راتګ درلود، خو اوس عبدالله ادعا کړې چې دا دروازه د ده په غوښتنه پاکستان خلاصه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *