عاقله اصفي

تاند- د (ورکي) په نوم نړیوال بنسټ، چې مرکز یې په لندن کې دی، د افغان کډوالو ښوونکې عاقله اصفي د ورکي بنسټ د ښوونکو د نړیوالې جایزې د فهرست په سر کې راوسته.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لویې کمیشنري د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې لیکلي:«عاقله اصفي په ۱۳۷۱ لمریز کال د افغانستان د کورنیو جګړو په مهال له افغانستانه د پاکستان پنجاب ایالت ته مهاجره شوه او هلته یې افغان نجونو ته، چې له زده کړو بې برخې وې، تعلیم پیل کړ.

دې په دې موده کې هیڅکله افغان ماشومانو ته د زده کړو له ورکولو ډډه نه ده کړې.

د بریتانیا «ورکي» بنسټ هر کال د نړۍ په ښوونکو کې یو تن د نړۍ د غوره ښوونکو په توګه اعلانوي.

د دې جایزې ارزښت یو ملیون ډالره دی. ۴۹ کلنې اصفې تر دې پخوا د ملګروملتو د (نانسن) جایزه هم ګتلې ده.

د نانسن جایزې ارزښت یو لک ډالره دی او د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري یې په کال کې یو ځل یوه خدمتکار ته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *