خبریال: ابوبکر جبارخېل:-  د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د تیرې جمعې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د یوې مصوبې په خپرولو سره له پاکستان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دې په خپل سیاسي اراده کې ژور بدلون راولي.

عالمانو شورا په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر هر کلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې ښې پایلې به له ځانه سره ولري.

یادې شورا په خپلې مصوبه کې زیاتوي: (( موږ د دې هيله لرو چې د افغان ولسمشر او پاکستاني چارواکو ترمنځ په ليدنو کتنو کې به په افغانستان کې د دايمي سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د پاکستاني مقاماتو په سياسي اراده کې ژور مثبت بدلون رامنځته شي او پاکستان ته د ولسمشر کرزي د تيرو ۱۹ سفرونو او په تيرو وختونو کې د سيمې د امن د جرګې او په بېلابېلو هيوادونو کې د درې اړخيزو ناستو  برعکس به ښې پايلې ولري.))

عالمانو شورا همداراز د کونړ ولایت پر دانګام او ناړۍ ولسوالیو پر سیمو د پاکستان له لوري د لسګونو توغندیو وریدل وغندل او له دغه هیواده یې وغوښتل ترڅو په عمل کې دا ثابته کړي چې له افغانستان سره د ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب او په دواړو هیوادونو کې د سولې او امن د ټینګښت لپاره صادقانه اراده لري.

یاده دې وي، چې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې پاکستان ته  افغان ولسمشر حامد کرزي نولس ۱۹ سفرونه کړي، چې تر ډیره په کې له پاکستان څخه د سولې په برخه کې د همکارۍ د را جلبولو غوښتنه شوې، خو د کتونکو په اند پاکستان د خپلو موخو د ترلاسه کولو له امله تر دې دمه په خپلو کړنو کې صادقانه او عملي اقدامات نه دي ترسره کړي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *