روح لامین حسن

د مُلا په ننګه ویل کېږي چې؛ مُلا مو په غوږ کې اذان کوي؛ د جمعې، جُمعې، جنازې او اختر لمونځونو امامت کوي؛ نکاحګانې راتړي او …دوی دا یاد مسؤلیتونه تر”مُلا ” محدودوي، په داسې حال کې، چې په شریعت کې د دې مسؤلیتونو سرته رسول تر”مُلا او مولوي” محدود ندي، بلکې محدودیت یې تر ایمان او اسلامه دی؛ یانې هر مؤمن مسلمان کولای شي چې ترسره یې کړي.

په ټولنه کې د “مُلا ” مسؤلیت تر دې محدودو کارونو خورا ستر دی. په مروجه اصطلاح کې “مُلا او مولوي” هغه لقبونه دي چې په ځانګړي ډول د دیني او شرعي علومو لوستو خلکو ته کارول کېږي، له پخوا دا ډول زده کړې د پوهنتون په پرتله په دیني مدرسو او جوماتونو کې زیاتې ترسره کېږي. دلته د “مُلا، مولانا، مولوي او عالِم په اړه یو مانیز تناقض شته هغه دا چې:د عالِم، مُولوي، مولانا او مُلا ترمنځ پرته له تفهیمه تفکیک وجود لري، که دا تفکیک د تفهیم په بنسټ رامنځ ته شي ښایي ستونزه له منځه لاړه شي. (عالِم) د عربي ژبې له (عِلم) د کلمې څخه راوتې لفظ دی، چې د “پوهې” او “پوه ” په مانا دی. ښایي په مانیزه توګه (عالِم) یواځې تر (دین پوهنې او دین پوه) پورې منحصر نشي؛ خو نن سبا د ټولني د مروجه ګړندود په بنسټ (عالِم) یواځې تر همدې مفهومه تړلی دی؛ عالِم یانې دین پوه!

” مُلا، مولانا او مولوي” :

د (مُلا) لفظ د عربي ژبې له (مَولی) له کلمې څخه اخیستل شوې؛چې”مولی” د مخور، مشر او بادار مانا ورکوي او “مُلا” د لوستي، معلم او روحاني شخصیت لپاره مروجه کارېدونکې نوم دی. په همدې اساس (مَوْلَوِي) هم هماغه له[مولی او ولي] عربي کلمې د (یا) توري په اظافت او نسبت راوتې کلمه ده، چې د ذاهد، معتبد او نیک شخص لپاره کارېږي.

د (مولوي او مَوْلَانَا) ترمنځ کوم بل ځانګړی توپیر نشته، بلکې د سیمه اییز کړدود په بنسټ یې همدا توپیر دی چې: مولوي؛ شرق میشته او په ځانګړي ډول افغانستان او ایران کې د یادو صفاتو لرونکو خلکوته ویل کېږي او”مَوْلَانا ” د (ن، ا) تورو په نسبت سره، هند او عرب میشتي خلک د (مولوي) پرځای کاروي، چې عین مفهوم افاده کوي. په همدې اړه (ابن بطوطه) وایي:”موږ سره د حج په کاروان کې د قران کریم یو هندي حافظ وو، چې لیک یې هم په ښه توګه کاږه، نو په همدې اساس هغه ته مولانا ویل کیده”. همدا ډول ایرانیان/فارسیان د “اخوند ” ټکې هم کاروي، چې ددې ریښه هم د فارسي ژبې د (خواند) د کلمی څخه راخیستل شوې، چې د سبق خوان، درس خوان، لوستي او ملا لپاره یې کاروي.

اوس راځو دېته، چې هر مُلا، مولوي او مولانا به عالِم وي کنه؟ دا بیل سوال دی؛ خو په اړه یې دومره ویلی شو چې هر مولوي؛ عالم/ دین پوه ندی! او نه هم، ټول مولوي صاحبان عالمان ندي! په افغاني ټولنه کې پرته له کوم توپیره، مُلا، مولوي او مولانا ستاینومونه د عالِم (دین او شرعیت پوه) لپاره کارول کېږي. موږ تل دا ډول خلکو ته په خورا درنښت د مُلا، مولوي او مولانا صیب خطاب کوو، نه د عالِم صیب! ځکه دا یاد نومونه د عالِم مفهوم ورکوي او پرځای یې کارېږي،نو ځکه یې په خبرو کې نه کاروو. ښایي دا نظر وي، چې مُلا، مولوي او مولانا د علم د کچې په بنست سره بېل شي، خو په ټوله کې مُلا، مولوي، مولانا او عالم؛ دین پوهه، دینداره او د دین مظهرونکیو خلکو ته وایي.

داچې اوس مُلا یا مولوي داسې ندی دا د دین او د دین د مظهرونکي ملا ملامتیا نده، دا د هغه شخص ګناه او ملامتیا ده چې مولوي دی، یا ندې خو د مولوي په نوم د دین له ادرسه هغه څه کوي چې نن یې دین او د دین ټول سرلاري خلک (مولويصاحبان) بدنومي کړي. هر نامنظم، ږیره ببر او پاج پګړۍ په سر مولوي نه وي! د ورته ناسمو صفاتو په لرلو سره باید د ټولنې یو عظیم او دروند قشر ته په هاغه ټیټ نظر ونه کتل شي، کوم چې هغه نورو ته کتل کېږي.

 د ټولنې هر قشر بلا ستونزې لري چې په اساس یې ټول قشرونه محوه کولې نشو. که حل یې څوک د عالِم او مُلا په بېلوالې کې لټوي زما په اند به سمه نه وي. ځکه دا نشي کیدای چې د دینه ناسم یا کم پوهه لرونکی( د قدوري، نور الایضاح، کنز،شروط الصلاة  او … کتابونوپه مدرسه کې لوستونکی، د روانو ناخوالو زیږونکی او د( ای، ایس، ای) لوبونکی دی حتما مُلا وي، دادې د هرې ناخوالې زیږنده وي! او عالِم دې هغه وي، چې ژوره دین پوهنه او د تفسیر، حدیث، فقهې او تر اصولویې پوهنتوني زده کړی ولري او د ټولو ستونزو دې مبراء وي. ډیر دا ډول عالِمان شته چې همدا اوس د(ای، ایس، ای) په غېږه کې لوبېږي، هغوی یواځې د مدرسو ندي فارغ، بلکې د دکتورا ترکچې تخصصي زده کړې لري، دوی اوس هېواد ورانونکي او د ناخوالو او غمیزو زیږونکي ندي!؟ ځکه چې عالِمان (دکتوران) دي نو! له بلې لورې ډیری داسې مولوي صاحبان (د مدرسو فارغان)  وو  او شته چې د حکومت او نظام کلک ملاتړي وو او دي ملي ګرا او هېواد پاله وو او دي، له پخوا تر دې دمه ګڼې داسې هستۍ وې اوشته چې تراوسه  په خورا درنښت د مولويصاحبانو په نامه یادېږي. د بیلګې په ډول د ځینو نوموتو مولویصاحبانو یادوونه کوم. په پښتو ژبه کې د قران کریم لومړی مفسر (مرحوم مراد علی مراد، محمد ابراهیم، محمد هاشم، خادم، الفت، موسی شفیق، رشاد،رښتین…) چې دا هریو د هېواد په خړو مدرسو کې روزل شوي او د هېواد په ځلولو کې خاورې شوي.

خو اصلیت دادې چې باید هر مولوي صاحب ښه عالِم (دین پوه) وي، ترڅو د مولوي لقب پرې ښه صدق وکړي،د  ټولنې هراړخیزې شته ستونزې د شرعیت په رڼا کې تحلیلکړي او د ټولنې د راحت او هوساینې لپاره کارنده وي، چې همدا دشریعت اصلي موخه هم ده.افغاني ټولنه چې په طبیعي ډول متدینه، شریعت پلوه او اسلامي شعایرو ته په خورا درنښت قایله ټولنه ده، دلته په دا روانه توګه د مُلا ټکول او تحقیرول خورا بدې اغېزې لري، د مُلا ټکوونې روانه بې هوده لړۍ پرته له ګڼو ستونزو زېږولو بله لاسته راوړنه نلري. دا عدالت ندی چې یواځې  مُلا دې د ټولو بدبختیو مور وګڼل شي او نور ټول دې سپینې ملایکې شي!  مُلا د تشدد يه پایله کې متشدد شوی له پخوا په کلي ډول د مُلا د حذفیدو زیاتې هڅې شوي، چې ښې پایلې یې ندي لرلي. که غازي امان الله خان دا مثبت کار هم کړای وای چې مُلا یې په خپله غېږ کې رانیولای وای او پردو ته یې نه وای پریښي. که همدا لاره سردار داادود خان خپله کړې وای، نو نن به افغانستان د نورو اسلامي هېوادونو سیال وو! که له هغه وخته مو مدرسه خپله وای نن به مو مُلا خپل او هېواد ورانې نه وای! افغاني تاریخ د مُلا پرته د نورو او د نورو، پرته د  مُلا د حاکمیت د ترخو تجربو شاهد دی، اوس وخت د ویشلو او تقابل ندی اوس د تفاهم او یودبل منلو ضرورت دی، د ټولنې ټول قشرونه چې په ګډه دا هېواد اباد نکړي په یواځې ډول یې نه مُلا او نه نور ابادولې او هوسا کولې شي.


د ملا په اړه نورې لیکنې:

ملا څوک دی؟

د ملا او عالم توپیر

4 thoughts on “عالِم، مولوي، مُلا او مولانا/ روح الامین حسن”
  1. زما خو د عالم له کلمی ډیربد راغلی ځکه چی ما په خبل ژوند کی ولیدل چی تر جاهلو زمونږ علماو داسی کارونه وکړل چی له شیطانانو سره فرق نه لري

  2. زما خو د عالم له کلمی ډیربد راغلی ځکه چی ما په خبل ژوند کی ولیدل چی تر جاهلو زمونږ علماو داسی کارونه وکړل چی له شیطانانو سره فرق نه لري
    ……………………………
    همگی واړه طفلان دگهواري دي
    محمد نور

  3. سلامونه،
    روح الامین حسن ورور څخه مڼنه چې د ملا،مولوي،مولانا او ديني عالِم اصطلاحګانې ېې پوره تشريح کړي.
    افغاني ټولنې هر وخت د دین د عالمانو قدر،عزت او درناوی کړی دی او کوي ېې.
    خبره د عالمانو په عملونو او نفساني خواهشاتو کې ده چې که دوی په رښتیا د کریم قرآن عظیم الشان او صحیح نبوي احادیثو او پسې د راشدینو خلفاوو په نقش قدم ګام کیږدي ،فکر کوءم ،کوم مشکل د مقتدیانو له خوا دوی ته نه پیدا کیږي.
    هو، کله چې خبره د سیاسي اسلام وي او په جګه سویه دینی علماء د یو څو معدودو دراهمو مقابل کښې په حق او عدالت سترګې پټوي، چُپ پاتې کیږي او یا د خپلو خیټو غټولو لپاره د غریبانو او فقیرانو(کلیوالو ا.د.ن.) د خولې مړۍ هم د خیرات و صدقاتو ،ملا ناری ،لنګر … په نومونو ترینه اخلي او دا خو لا څه چې د وژنو فتواوې ورکوي نو دا حیات او ژوند خو دوی د الله بندګانو ته نه دی ورکړی چې بیرته ېې ترې واخلي؟…دوی د خپلو ژوندونونو او مرګ اختیار لري؟ . ؛البته د سمې او نړیواله ابلیسي جاسوسي کړئ دوی تطمیع کوي او آخرت پرې هیروي!!!.
    پخوا به مو اوریدل ” اختر دی بختور دی++– ملا ! کره چرګوړی خیټه ور دی!!”
    او ” ږیره زما، واک ېې د ملا!”
    ” الف.بې،تې،ثې، پې+++ ملا غواړي درې پیسې — که دې ورنکړې، تر قیامته درپسې!!!”
    د ټولو دیني علماوو د پوره عملونو په هیله. په درناوۍ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *