د ارچي په بمبارۍ کې ټپي شوی ماشوم/ عکس د فرانس پریس عکاس اخیستی دی
د افغانستان د ټولني د سترګو تور نن بيا بمبار شوو. يو هم نه بلکي سل شخصيتونه يي د بمونو لاندي کړل
زه باور لرم چي دا پيښې په مکمله او پلان شوي ډول قصدا ترسره کيږي.
تر اوسه چي مي نړۍ کي کومه با احتياطه عمليات ليدلي تر اوسه پوري يو پيښه پکي داسي وجود نلري. خو زموږ دلته يا په واده، يا کور او کلي، يا خپله اردو عسکر باندي بمباري کيږي.
دلته هيڅوک د وژلو ندي، اوس خو په جومات او مدرسي حمله شوي، هغه چي د الله تعالی کور او د مسلمانانو د زدکړي ځاي دي.
که دا حمله په هر چا وه بيا هم د قبولولو وړ نده. دا حمله که په عوامو وه د قبول وړ نده، دا حمله که په ښار وه قبول وړ نده، دا حمله که په طالبانو  وه د قبول وړ نده، که په ارګ وه د قبول وړ نده، که په کليسا وه د قبول وړ نده، که د هندوانو په مندر وه د قبول نده، په يو بل معبد وه قبوله نده، ونو او ځنګل وه د قبول وړ نده، په غرونو او د افغانستان په طبيعت وه د قبول وړ نده، حتی د افغانستان په يو بيکاره خاوره وه د قبول وړ نده،
دا خاوره د جنګ ميدان نور مه ګرځوي، ددي وطن انسانان نور مه قتلوي
دا سپيره جګړه مو نور بس کړي. يو خوا د سولي نغاري ډنګول کيږي بله خوا جنګ روان دي. د سوريي غوندي ځاي کي هم چي کله د سولې خبري کيږي هغه ورځ اور بند وي. خو دلته سرچپه کومه ورځ چي د جوړي خبري رواني وي هغه ورځ جنګ نور هم زور واخلي چي نه بيا جومات ته ليدل کيږي نه مدرسي ته او نه هم شفاخاني يا بل څه ته  بس هغه ورځ مکمل لکه چي قتل عام وي.
په واضحه شکل يي وايم که هدف مو د سولي او د افغانانو تر منځ د يووالي مخنيوي وي نو بيغمه اوسي ټول زور وواهي ددي مخنيوي نور نشي کولاي ځکه ملت نور پوه شوي. که هدف مو د دين ډيوه مړه کول وي بيغمه اوسي هغه هم نشي مړه کولای ځکه د هغي د ساتلو او مکمله ښورولو دنده رب تعالی اخستي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *