بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳

دعامه پالیسۍ جوړوني مشخصات

د دولت او ملت دواړو لپاره د عامه پالیسۍ د جوړولو بهیر یوه حیاتي چاره او پروسه ده ، پالیسي که عمومي یا مشخصه وي ، که پراخه یا محدوده وي که وړه یا پراخه وي یو لړ مشخصات لري چي دغه بیلونکي نښي یې په لاندي ډول سره وړاندي کوو :

یوه محرکه پروسه : پالیسي جوړونه یوه محرکه پروسه او روانه کړنه ده چي په یوه جوړښت او جوکاټ کي رامنځته کیږي او په دوامدره توګه منابعو او انګیزې ته اړتیا لري چي په وخت او زمان سره تغیر مومي .

پیچلې پروسه : د پالیسۍ جوړوني پروسه ډیر ترکیبونه او برخي په بر کي نیسي چي یو لړ برخي یې ښکاره او په اسانۍ سره لیدل کیدلای سي خو یو شمیر برخي یې بیا پټي او ناڅرګندي وي چي د مخفي چینلونو لخوا مخته وړل کیږي چي زیاتره وخت چارواکي خپله هم په ډیره جزیاتو نه وي خبر .

د پالیسۍ د جوړوني په پروسه کي فرغي جوړښتونه : د عامه پالیسۍ د جوړولو په پروسه کي زیات شمیر فرعي جوړښتونه رول او ونډه لري او دغه جوړښتونه د سیاسي سیسټمونو او ټولنزو ارزښتونو د تفاوت له وجي سره بیل او جلا دي . دغه فرعي جوړښتونه د پالیسي په جوړول کي په مختلفو ډولونو سرته او کومک کوي .

د پراخو لارښونو وړاندي کول : عامه پالیسي د دولت د کړنو ، واکونو ، مسولیتونو او فعالیتونو په تړاو ډیر مهم او پراخ معلومات او لارښوني وړاندي کوي چي باید د عمل په وخت کي په نظر کي ونیول سي .

د دولتي جوړښتونو پنځونه : عامه پالیسي په اصل کي د دولتي ارګانونو لخوا رامنځته کیږي .

د سترو موخو لاسته راوړنه : په عمومي توګه دولت د لویو مقاصدو د لاسته راوړلو په موخه پالیسي جوړوي . په افغانستان کي د کلیو وده اوپراختیا ، د فقر کمول ، د فاسد ورکول او د زراعت پراختیا د دولت هغه لوی مقاصد دي چي عموي او پراخي پالیسي ورته جوړي سویدي .

د مهم کړیو برخه اخستنه : بیلابیلي کړۍ لکه سیاسي ګوندونه ، فرهنګي ټولني ، مدني بنسټونه ، قانون پوهان ، بیورکراټان ، اجرایه چارواکي او قضایې مامورین د پالیسي په جوړولو کي ونډه اخستلای سي او کولای سي چي د پالیسي د جوړوني پروسه تر اغیز لاندي راولي او یو شمیر تغیرات ، زیاتوني او کموني پکښي رامنځته کړي .

د پالیسۍ جوړولو سطحي

که چیري د دولت جوړښت او فعالیتونه تر څیړني او کتني لاندي ونیول سي دا به څرګنده سي چي د پالیسۍ جوړوني پروسه د دولت په بیلابیلو سطحو کي په مختلفو ډولونو او طریقو سره مخته ځي . د دولت ټولي پالیسي او فیصلې په یوه مشخصه نقطه کي صورت نه نیسي ، بلکه د مراتبو یوه ډول سلسله لري . په لوړه کچه چي کله پالیسي جوړیږي نو ډیره عمومي بڼه لري او چي څومره کښته پوړیو ته راځي په هغه اندازه مشخصه کیږي . دلته به موږ او تاسو د پالیسۍ جوړوني پر څلورو بیلابیلو سطحو وږغیږو چي عبارت دي له :

سیاسي پالیسي : سیاسي پالیسي د وخت یا حاکم حکومت مخته وړونکي او لارښونکي پالیسي ، سیاسي پالیسي د هغه ټیم او ګوند پالیسي ده چي د خلګو رایه او تاید په ټاکنو کي ترلاسه کړی دی . دا هغه پالیسي ده چي د حکومت او پارلمان لخوا رامنځته سوې تر څو عملي سي . سیاسي پالیسي تر ډیره د هغه افکارو ، غوښتونو ، مشورو او وړاندیزونو څخه سرچینه اخلي په رسنیو ، غونډو او مجالیسو کي په مرور د زمان د پوهانو ، نظر د خاوندانو ، روشنفکرانو او نورو کړیو او سړیو لخوا مطرحه سوی وي . په اولسواکۍ کي د ټولني هر وکړی کولای سي چي د سیاسي یا عمومي پالیسۍ په جوړولو کي په مستقیم یا غیري مستقم ډول ونډه واخلي .

اجرائیه پالیسي : کله چي سیاسي پالیسۍ ته د حکومت لخوا د عملي کیدو اوپلي کیدو لپاره شکل ورکړه سي دي ته نو بیا اجراییه پالیسي ویل کیږي . اجراییه پالیسي ته د کابینې پالیسي هم ویل کیږي او کابینه ده چي د سیاسي پالیسي راخلي او زیاتره پلانونه ترې جوړوي او عملي کیدو او پلي کیدو ته یې اماده کوي . دا چي اجراییه پالیسي زیاتره وخت په قوانینو کي تغیر او بدلون ته اړتیا لري نو له همدې کبله زیاتره وخت پارلمان ته مقننه وړاندیزونه ترسره کیږي . د اجراییه پالیسي د پلیي کیدو مسولیت په همدې سطحه کي معلومیږي او د یوې سیاسي پالیسي د یوې برخه عملي کول یو وزیر یا یو ګروپ ته ور د غاړي کیږي .

اداري پالیسي :   کله چي د سیاسي پالیسۍ د پلي کولو مسولیت د کابینې په سطحه پر وزارتونو یا وز یرانو وویشل سي نو کله چي وزیر یا وزارت د نوړي پلان یا پالیسۍ په چوکاټ کي د حکومت موخي ترلاسي کوي دې ته اداري پالیسي وایې .   دلته نو سیاسي مشر یا وزیر د نوموړي پالیسي د پلي کولو لپاره پر خپلو اداري کارپوهانو او مامورینو   تکیه کوي دا د وزارت اداري کارکوونکي دي چي چي نه یوازي د موخو تر لاسه کول باید یقیني کړي بلکي دا هم په ګوته کړي چي د موخه د ترلاسه کولو ګټوره طریقه یي کومه یوه ده . دلته همدا اداري مامورین دي چي باید د نوو قوانینو جزیات اماده کړي او قانون جوړونکو ته د نوموړو قوانینو ممکنه نتایج ور په ګوته کړي .

تخنیکي پالیسي : تخنیکي پالیسي هغه روزمره پالیسۍ دي چي دمسولینو لخوا د اداري پالیسۍ د مخته وړلو لپاره رامنځته کیږي . ټولو اداري جوړښتونه او اشخاص په خپل مسلک او مسولیت کي د خپل واک سره سم تخنیکي پالیسۍ ټاکي .

په عمومي توګه که راسو د پالیسي جوړولو سطحو ته نو دوه ډولونه لرو چي عبارت دي له سیاسي پالیسي او اداري پالیسۍ څخه چي اجراییه او تخنیکي یې نو بیا د لمړیو هغو هغه بڼه ده چي په ډیرو جزیاتو سره وړاندي کیږي . نور بيا…

One thought on “عامه اداره\بريالی هلمند\(۵) برخه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *