عامه ادارې نن سبا ډیر زیات اهمیت پیداکړی دی او د یو دولت ناکامي او کامیابي تر ډیره په عامه یا دولتي ادارې پوري تړلې ده . په اوسني عصر کي پرمختللو دولتونو ته اداري دولتونه وېل کیږي او لامل یې همدا دی چي په پرمختللو دولتونو کي عامه اداره د خلګو ډیریو ستونزو او کارونو ته پر وخت باندي په ښه توګه ځان رسوي .

کله چي په یوه هیواد کي په سیاسي کچه پریکړه کیږي چي باید په یوه ټاکلې سیمه کي خلګو ته ښه صحي خدمات وړاندي سي ، نو دلته بیا د نوموړي سیمي د عامه ادارې کارکوونکي مهم رول لري، که چیري د نوموړي سیمي د صحي مرکزونو مامورین صحي کارکونکي د مقرارتو خلاف دوه ساعته مخکي د روغتون څخه کورته ولاړسي او یا د سلو ناروغانو پر ځای شل ناروغان تداوي کړي ښکاره خبره ده چي دهغې سیمي خلګ به له دولت څخه شکایت کول شروع کوي او که چیري نوموړي کارکوونکي ښه او پر وخت خدمات وړاندي کړي، نو د دولت په بریاليتوب او د خلګو په ژوند کي مهم رول ادا کولای سي .

عامه اداره په ټولو هیوادونو کي یو عام څیز دی مهمه نده چي د یو هیواد سیاسي نظام ریاستي ، پارلماني ، شاهي او یا هم دیکتاتوري وي خو د دولت د پالیسیو د پلي کولولپاره یوه ماشین ته اړتیا وي چي په هیوادونو کي دغه عامه اداره د مرکزي دولت، سیمیزو ادارو او محلي اداري واحدونو او نورو بېلابیلو اداري واحدونو لخوا عملي کیږي . په انفرادي ډول په هیوادونو کي د یوه دولت د بیلابیلو واحدونو تر منځ د اړیکي د عامه یا دولتي اداري یو عمومي ستونزه ده .

د بیلګي په توګه په افغانستان کي زیاتره وخت والیان شکایت کوي چي زیاتره واکونه په مرکزي اداري کي وزیرانو ته وړکړل سویدي او په ولایاتو کي والیان هغه واکونه نلري چي باید ویې لري! په همدې ترتیب بیا ولسوالان له ولایتي ادارې سره ستونزي لري .

اوس به راسو او د عامه ادارې اهمیت به لاندي څو ټکو کي وړاندي کړو :

عامه اداره یا حکومت د عمل په ډکر کي

په ننني عصر کي په پرمختللو هیوادونو کي عامه اداره د عمل په ډکر کي د حکومت بڼه ده، نن له عامه ادارې څخه د خلګو هیلي پر ډېرېدو دي. د ژوند په هر برخه کي که وغواړو که ونه غواړو له عامه ادارې یا دولتي ادارې څخه چاره نه لرو، هغه که صحي خدمات وي ، که تعلیمي خدمات وي ، که زراعتي چاري وي ، که اقتصادي مسایل وي او که ټولنیزي چاري. په یو نه یو ډول د دولتي ادارې سره لاس او ګریوان کیږي . که پوهنتون ته ځو ، که ښونځی ته ځو ، که شرکت جوړو ، که شخصي روغتون جوړو یا د ژوند په بله برخه کي څه کول غواړو نو حتمي ده چي له دولتي ادارې سره به مخ کیږې . په دې اساس نو د خلګو د روزمره ژوند د ښه کولو په برخه کي د عامه اداره مهم رول لري .

په ټولنیز بدلون کي د عامه ادارې رول

عامه اداره د انکشاف او ټولنیز پرمختګ د پروسې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د ملي انکشاف او ودي په پراخه پروسه کي مهم رول اداکولایسي . دا د عامه ادارې مسولیت دی چي په ټولنه کي اجتماعي نابرابرۍ ته د پای ټکی کښیږدي او د ټولني خوارو او وروسته پاته خلګو ته د ټولنیز عدالت زمینه برابره کړي . عامه اداره د علم په خپرولو کي او د ټولنیز حیثیت په تامینولو کي مهم او حیاتي رول ادا کولای سي .

په یوه پرمختللي افغانستان کي د بیوزلۍ له منځه وړل ، د فقر کمول ، د بېسوادۍ د کچي راټیټول ، د صحي خدماتو قوي کول او د سیاسي برابري د رامنځته کول ډیر مهم دي او ښکاره خبره ده چي دغه دروند بار د عامه یا دولتي ادارې پر اوږو دی .

که چیري عامه اداره کمزورې وي نو پورته اهداف او موخي تر لاسه کول مشکل دي او د دولت د پرمختګ ، انکشاف او ټولنیز تغیر پلانونه بیا مشکله ده چي عملي جامه واغوندي .

د یوې ټولني د کلتور په ساتنه او پرمختګ کي د عامه ادارې رول

عامه اداره نه یوازي داچي د دولت د پالیسیو او پروګرامونو د پلي کولو او عملي کولو یوه ښه وسیله ده بلکي د یوې ټولني د کلتور په ساتته او پرمختګ کي هم مهم رول لري . د یوې ټولني ارزښتونه کیدای سي ډیر لوړ او مهم وي خو د هغو تایر بیا پدې پوري اړه لري چي په څه ډول پلي کیږي او عملي کیږي .

د بیلګي په توګه په افغانستان کي په یوه خصوصي تلویزیون کي کیدایسي زیاتره خپروني د افغاني کلتور د ارزښتونو په چوکاټ کي نه وي او تر ډیره تجارتي اړخ ولري او مادي ګټه پکي په نظر کي نیول سوې وي خو په ملي تلویزیون کي بیا کلتوري ارزښتونه په نظر کي نیول کیدایسي ځکه د ملي تلویزیون د نشراتو هدف ګټه نه بلکي تلویزیوني خدمات وړاندي کول دي .

عامه اداره د دولت د څلورمي قوې په توګه

تر ۱۹ مي عیسوي پیړۍ پوري کوم وخت چي د حکومتونو دندو او وظایفو تر ډیره تنظمونکې او کنترولونکې بڼه لرل نوعامه ادارې د خلګو په ژوند کي کوم خاص او مهم ځای او رول نه درلود او په هغه وختونو کي عامه اداره یوه کومکي او د خدمت وړاندي کوونکي نه بلکي تر دیره د تحمیل او مخ نیوني یوه وسیله وه . د ساینس او علم د پرمختګ او د دولت د پرمختګ په پایله کي د عامه ادارې په رول او اهمیت کي یو ناڅاپي تغیر او بدلون رامنځته سو .

په دغه پروسه کي زیاتره لیکوالان او پوهان لکه ویلوغ بای هڅه او کوښښ کوي تر څو دولتي ادارې یا عامه ادارې ته یو خاص او ځانګړی موکف ورکړي نور بيا…

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *