Public Administration
عامه اداره د حکومت د پالیسۍ پلي کېدنه ده او په ورته وخت کې یو اکادمیک دیسپلین ده چې همدا پلي کېدنه مطالعه کوي او د محصلینو روزنه کوي تر څو په عامه خدمتونو کې کار وکړای شي، موخه یې پرمختللی مدیریت او پالیسي ده تر څو حکومت فعالیت وکړای شي. بل تعریف یې د عامه پروګرامونو مدیریت ده، د سیاست په هغه حقیقت بدلول دي چې ښاروندان یې هره ورځ ویني. د حکومت د پرېکړو مطالعه ده، د سیاستونو څېړنه ده، دهغه څه مطالعه ده چې د حکومتونو پالیسۍ یې تولید کړي او یا د بدیلې پالیسۍ لپاره مطالعه ده.
د عامه ادارې چارې په مرکزي توګه د حکومت د پالیسۍ او پروګرامونو سازمان یا تشکیل وي همداسې د هغو چارواکو چلند په غاړه لري چې په رسمي توګه په دنده ټاکل شوي (د رایو له لارې نه وي ټاکل شوی). کوم کسان چې په رسمي توګه په اداره کې ګمارل کیږي عمومي مدیر (Public administrator) ورته وېل کیږي لکه د فدرالي څانګو مشران، دښارونو والیان، د شاروالۍ شاروال، د ښاري بودیجې ریس، دانساني سرچینو مدیر (Human resources)، دذهني روغتیا مدیر، د کابینې سکرتر. عامه مدیران عامه خدمت کوونکي دي او د حکومت په عامه څانګو کې په هره کچه کار کوي.