چامسکي

يادونه: دغه متن د نام چامسکي ((About this sound )) د ويناوو او ليکنو د هغه ناچاپ کتاب یوه برخه ده چې په وروستیو کې د (Seven stories Press) لخوا د کتاب په بڼه (د رسنيو کنترول Media Control) تر عنوان لاندې چاپ شو. ښاغلي چامسکي د عامه اړيکو مروج حالت ته په انتقادي انداز کتلي اوهڅه یې کړي چې د عامه اړيکو هغه انځور وړاندې کړي چې ځواکمن او شتمن يې کاروي. غټ قوسونه [] د اضافي وضاحت لپاره کارول شوي دي.

ژباړن


ليکوال: Noam Chosmky

ژباړه: حضرت بهار  

د امريکا متحده ايالات د عامه اړيکو په صنعت او نوښت کې له نورو مخکې دي. د دوی رهبرانو په وينا ژمنتيا يې د عامه ذهنونو کنټرولول وو. دوی د (Creel Commission) او (Red Scare) له رامنځته کولو برياو او رامنځته کولو ډير څه زده کړل او په دې وخت کې د عامه اړيکو صنعت ډير پرمختګ وکړ. په 1920مو کالونو کې يې د عامه ګټو پرځای د سوداګرۍ بڼه غوره کړه. کړنو يې په 1930مو کالونو کې د کانګريس [پارلمان] پام راجلب کړ او په اړه يې د پلټنو غوښتنه وکړه. دا هغه  وخت ؤ، چې موږ ته يې په اړه زيات معلومات لاس ته راغلل.

عامه اړيکې يو لوی صنعت دی. سوداګري يې له سلګونو ميلينو ډالرو اوښتې ده. لويه موخه او ژمنتيا يې د عامه ذهنونو کنټرول وه. په 1930مو کې د لومړي نړيوال جنګ پرمهال رامنځته شوي غټې ستونزې بيا رامنځته شوې. په لويه کچه د توکو بيې راولويدې او کارګره طبقه لامنظمه شوه. په 1935 کې د (Wagner Act) په تصويبيدو سره کارګران د منظم او منسجم کيدلو حق ترلاسه کړ، چې دوه لويې ستونزې يې رامنځته کړې. لومړی دا چې (لار ورکې رمه) [عام وګړي] به د قانوني حق په ګټې اخيستنې سره ډيموکراسي نامنظمه او بې کاره کړي [په غلطه به روان شي] او دويم دا چې له دې وروسته به خلک منسجم کيږي، ځکه قانون اجازه ورکړه.

[پاليسي دا وه، چې] وګړي بايد سره بېل، پاشل شوي او يواځي وي. دوی بايد سره منسجم او منظم نه شي، ځکه بيا په ډيموکراسۍ کې راګډيږي او د کتونکي [عام وګړي بايد يوازې د کتونکي رول ولري، او بس] له روله راوځي، چې دا يو لوی ګواښ دی. سوداګرو/ تاجرانو  په لوی پلان باندې کار پيل کړ، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي، چې ياده قانوني بريا د کارګرو وروستۍ بريا شي او ډيموکراټيکي بې لارۍ[!] پای ته ورسوي. دې پلان کار وکړ او نوموړې بريا وروستۍ بريا شوه. له هماغې شيبې وروسته، که څه هم د دويم نړيوال جنګ په لومړيو کې د يو څه وخت لپاره د اتحاديو [ټولنو] په تعداد کې زياتوالی راغی، خو وروسته ورو، ورو کمې شوې او هغه وړتيا او ځواک چې بايد يادې اتحاديې يې پرمخ وړې وای، کمزوری شو. دا تصادف نه ؤ. موږ اوس د هغه سوداګريزې او تجارتي ټولنې په اړه خبرې کوو، چې ډير فکر، پام او پيسې يې په دې لګولې، چې د عامه اړيکو صنعت او همدارنګه د نورو ټولنو لکه (National Association of Manufacturers)، (‌Business Roundtable) په واسطه څنګه د رامنځته شوي ستونزې حللاره پيدا کړي. دوی سمدستي پر دې کار پيل کړ چې څه ډول د ډيموکراټيکي بې لارۍ مخه ونيسي.

لومړی ازمايښت يو کال وروسته په (1937)  کال کې پېښ شو. د پېنسلوانيا (Pennsylvania) آيالت په جونزټاون (Johnstown) کې کارګرو اعتصاب (the Steel Strike) وکړ. سوداګرو د اعتصاب له منځه وړلو لپاره له نوي تکتيک [چل] څخه ګټه واخيسته، چې ښه پايله يې درلوده. په دغه تکتيک کې نه وژونکې ډلې وګمارل شوې او نه هم د چا پښې او لاسونه مات شول، ځکه دغه ډول کړنو نوره مثبته پايله نه شوای درلودلی، خو د پروپاګنډا وسيلو ترټولو ښه نتيجه ورکړه. تکتيک داسې ؤ، چې اعتصاب کوونکي، خلکو ته نفاق اچوونکي او د عامه ګټو پرضد او زيان رسوونکي معرفي کړي او په مقابل کې يې خلک راپورته کړي. عامه ګتې”زموږ “ دي او موږ تجاران، کارکوونکي [کارکوونکي (workers) عام دي او کارګر (labors) اعتصاب کوونکي وو.] او د کور ميرمنې يو. ټول”موږ “يو. بايد سره متحد شو. مشترکات لکه صميميت، امريکاييتوب او ګډ کار مو بايد غښتلي شي. له بلې خوا اعتصاب ګر تفرقه اچوي، زيان رامنځ ته کوي، ستونزې جوړوي، همغږي او صميميت مو له منځه وړي. موږ بايد د دوی مخه ونيسو ترڅو په مينه او صميميت کې ژوند وکړو. د کمپنيو مالکينو، اجرائيوي مشرانو او هغوی چې کورونه جارو کوي ګټې يې مشترکې او يو ډول دي. موږ په ګډه همغږۍ، صميميت او امريکايتوب ته کار کوو. اساسي پيغام همدا ؤ او د انعکاس او خپرولو لپاره يې په لويه کچه هڅې وشوې. دوی سوداګريز قشر ؤ، چې رسنۍ يې په واک او کنټرول کې وې، ډير امکانات يې درلودل او ښه پايله يې ورکړه. دغه کار وروسته د موهاک درې فرمول (Mohawk Valley Formula) وبلل شو، چې د اعتصاب په ماتولو کې ورڅخه تر ډيره ګټه واخيستل شوه. د دې ترڅنګ د تشو او پوچو مفکورو لکه امريکايتوب (Americanism) تر شعارونو لاندې په ماهرانه ډول د ټولنې تحريکول وروسته د اعتصاب ماتولو علمي ميتودونو (Scientific Methods of Strike-breaking) په نوم ياد شول.

څوک د دا ډول شعارونو په مقابل کې راپورته کيدای شي؟ او څوک د همغږۍ او صميميت خلاف کيدای شي؟  او يا هم د خليج جنګ [1990s] پرمهال څوک ”زموږ د پوځيانو ملاتړ وکړئ“ شعار مخالفت کولی شي؟ دا پرته له تش او پوچ فکر، نور هيڅ هم نه دي. دا څه مانا چې که څوک له تا پوښتي چې آيا د اييووا (IOWA) ايالت ملاتړی يې؟ که يې ملاتړی يې يا نه، نو څه؟ اصلي ټکی دادی، چې دا هيڅ پوښتنه نه ده او هيڅ مفهوم او مانا نه لري. د عامه اړيکو شعارونو لکه ”زموږ پوځيانو ملاتړ وکړئ“ اصليت دادی، چې بې مانا او بې مفهومه دي. د اييووا د خلکو د ملاتړ پوښتنه هيڅ مانا نه لري، دلته يو ټکی شته؛ هغه دا، چې آيا ته زموږ د پاليسيو ملاتړی يې؟ مهم ټکی دادی، چې دلته ته غواړې، چې خلک حتی ستا پر پاليسو فکر هم ونکړي. او د ښې پروپاګنډا اصلي موخه هم همدا ده. داسې شعارونه جوړوي، چې هيڅوک يې مخالفت نه شي کولی او هرڅوک به له تا سره وي. څوک يې په مانا نه پوهيږي، ځکه بې مانا دي. خو د دغو شعارونو ارزښت په دې کې دی، چې ستاسو پام له هغه څه راګرځوي، چې بايد ورباندې پوه شې: آيا تاسو زموږ له پاليسيو ملاتړ کوئ؟ او دا هغه څه دي، چې تاسو ته اجازه نه درکول کيږي، چې خبرې پرې وکړئ. آيا داسې کسان هم شته چې د پوځ د ملاتړ په اړه استدال او پوښتنې کوي؟ (امريکايتوب)، (صميميت)، (راځئ چې له نفاق اچوونکو او بدو خلکو ځانونه وساتو)، (برابري) او (موږ ټول متحد يو) تش شعارونه او د پاليسو يو ډول دی.

خو په عين وخت کې دا ډول شعارونه ډير اغېزمن هم دي او اوسمهال هم شته، ځکه چې په پوره پام او دقت سره پرمخ وړل کيږي. د عامه اړيکو کارکوونکي ساتيريو ته نه دي ناست، دوی په همدې کار کوي. دوی په ټولنه کې ارزښتونه تلقين (instill) کوي او له ډيموکراسۍ بېل برداشت لري: بايد داسې نظام وي، چې ځانګړی قشر په کې داسې وروزل شي، چې د واکمنو په خدمت کې وي، واکمن د ټولنې مالکان دي. پاتې وګړي بايد له ټولنو او اتحاديو څخه ګوښي او محروم وساتل شي، ځکه اتحاديې بيا ستونزې رامنځته کوي. دوی بايد يوازې په کورونو کې تلويزونونو ته کېني او هغه پيغامونه وګوري، چې په کور کې د ډيرو توکو لرل او متوسط شتمن کيدل ورته لوړ ارزښت ښکاري او د دې ارزښت ترڅنګ يې (امريکايتوب) او (صميميت) ارمان، هيله او ژوند دی. که فکر وکړئ، ژوند يواځې همدا نه دی، خو دا چې تاسو يواځې همدا تلويزون ګورئ ممکن فکر کوی، چې هرچيرته همدې ته ژوند ويل کيږي او که زه له دې ها خوا فکر کوم، ليونی به وم. څرنګه چې په اتحاديو او ټولنو بنديز دی او په عين وخت کې يې شتون ډېر اړين هم دی، ته حتی په دې هم نه پوهيږې، چې آيا زه رښتيا ليونی يم.

همدا موخه ده او د ترلاسه کولو لپاره يې ډيرې هڅې کيږي. ترشا يې د ډيموکراسۍ ځانګړې مفکوره شته، چې پخوا پرې خبرې وشوې [د کتاب په منځپانګه کې]. (لار ورکې رمه) ستونزه ده. موږ يې بايد د غړمبار او لګتو مخنيوی وکړو او فکر يې ور بدل کړو. دوی بايد ويروونکي، حيرانوونکي او ډاروونکي فلمونه وګوري. وخت پر وخت په دوی غږ کوو، چې د بې مانا شعارونو لکه ”زموږ پوځيانو ملاتړ وکړئ“ نارې ووهي. دوی بايد په ويره کې وساتل شي او و ويرول شي، که نه، دوی ممکن فکر وکړي او دا فکر کول يې ډير خطرناک دي. دوی بايد هيڅ فکر و نه کړي، ځکه وړتيا يې نه لري او ورته جوړ نه دي. نو په همدې خاطر اړينه ده، چې منحرف او منزوي شي. دا د ډيموکراسۍ يوه مفکوره هم ده.

د کارګرو وروستۍ بريا هماغه د (Wagner Act) قانون ؤ، چې په 1935 کې رامنځته شوه. ورپسې جنګ رامنځته شو، اتحاديې او د شتمن کاري قشر کلتور مخ په ځوړ او بيا له منځه لاړ. موږ د سوداګرو لخوا پرمخ وړونکې ټولنې ته ورګډ شوو. دا هغه د کاپيټاليسټ دولت صنعتي ټولنه ده، چې حتی د عادي ټولنو ټولنيز قراردادونه هم په کې نشته. له جنوبي افريقا پرته، زما په فکر، دا يوازينۍ صنعتي ټولنه ده چې د روغتياپالنې ملي پروګرام نه لري. د پايښت لپاره حتی وړو معيارونو ته هم ژمنتيا نشته. اتحاديې، ګوندونه او جوړښتونه هيڅ شتون نه لري. رسنۍ انحصاري شوې دي. دا دوه ګوندونه د سوداګرو دوه ډلې دي. ډيری وګړي رايې هم نه کاروي، ځکه وايې بې مانا دي. دوی قصداً همداسې منزوي ساتل شوي دي. د عامه اړيکو صنعت مشهوره او وتلې څيره اېډوارډ برنېز (Edward Bernays) په حقيقت کې د کرېل کميسون (Creel Commission) څخه راوتلی کس دی او هلته يې زده کړې کړي دي، وروسته يې د رضايت تخليق (Engineering  of Consent) نظريه رامنځته کړه، چې بيا يې”د ډيموکراسۍ اصليت “ نوم ورکړ. هغه خلک چې رضايت تخليقوي، شته او ځواک لري (د سوداګرو ټولنه)  او دا هغه خلک دي، چې تاسو ورته کار کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *