د څیړنو له مخې هر انسان د خپل چاپیریال، کورنۍ، ټولنې څخه ذهنیت اخلي د دریو واړو اغیزې د انسان پر ذهنیت حتمي اغیز لرلی شي ، عامه ذهینت د هر انسان په فردي سلیقو او علاقو پورې تړلی دی .
یو هیواد د ټولنو مجموعه ده نو د یو هیواد د وګړو ذهنیتونه ممکن توپیرسره ولري زموږ د هیواد د پښتنو سیمو یو شمېر رواجونه ډیر بد او یو شمېر بیا ښه ګڼل کیدای شي چې د همدې بدو او ښو رواجونو ذهنیتونه هم درک کولی شو کله چې عامه افکار د ښوونې په ګاڼه سمبال شول بیا حتمآ مثبت ذهنیت زیږوي .
تاسې بې سواده او باسواده سره پرتله کړی که دا دواړه ډله خلک د یوې مسلې په اړه وپوښتی ممکن ډیر ژر یې په توپیر پوه شی ، زموږد خلکو عامه ذهنیت په تیرو څو کلونو کې په بیساري ډول تغیر کړی دی ،په پښتنو سیمو کې په لومړیو کلونو کې خلکو د نجونو په زده کړو ډیره بده منله خو د وخت په تېریدو په اکثرو سیمو کې اوس ډیره برخه خلک د نجونو د زده کړو مخنیوی نه کوي .
ځوانه طبقه مو تر بل هر وخت نن د وطن دوستی ، زده کړو ، پرمختګ په اړه قوي مثبت عامه ذهنیت خپل کړی دی دا چې دې عامه ذهنیت د مثبت لور ته بیولو په اړه څه شوي یا څه کول په کار دي بیل بحث دی خو دا هم باید ووایو چې زموږ د ډیره برخه خلکو عامه ذهنیت په هغه کچه نه دی برابر چې ټولنه له بدبختیو خلاصه کړي او پر سم لور یې بوځي.
په کار ده په دې برخه حکومت ، مدني ټولنې، رسنۍ ځانګړی کار وکړي موږ لا هم د خوښی په ورځ د ټوپک غږ اورو د هغه څه غږ د خوښی په پار اورو چې انسان وژني موږ یې بدبخته کړي یو لسیزې یې وژلي یو نسلونه مو یې ختم کړي دي .
د افغانستان ډیره برخه وګړي لا هم دې ته اړتیا لري چې هیوادني مینې ذهنیت ورپیچکاري او د یو بل زغملو ذهنیت یې پیاوړی شي، میندې او پلرونه باید دا درک کړي چې خپل راتلونکي نسل ته څنګه مثبت عامه ذهنیت ورکړي .
د افغانانو عامه ذهنیت په سیاسي لحاظ ورځ تربلې غوړیدونکی دی که حالاتو ته ځیر شو نو څرګندیږي چې ځوانه طبقه ورځ تربلې باسواده کیږي او سیاسي شعور یې پیاوړی کیږي .
که اوس هم د کومې سیمې خلک د خپل حکومت او هیواد په مخالفت کې دي لامل به یې یواځې هلته پردي مزدوران ، نه پرمختګ او بې سوادي وي دا خلک یوازې ذهنآ پوهول غواړي .
د افغانانو دخلکو ذهنیت ډیر ژر رنګ اخلي او ډیر ژر تغیر کوي دلته ده چې زموږ سیاسي درک کمزوری اسلامي جذبه قوي او فهم کم دی ، د هیواد پالنې احساس دې سړی د یو شمېر هیوادونو له وګړو زده کړي که هندوستان نن پر خپل بد ګاونډي برلاسی دی یوازینی لامل یې د خلکو سیاسي پوهه او د خپل خاورې سره مینه ده .
هلته عامه ذهنیت ته کار شوی دی هغوی خپل نسل ته ورښایي چې څنګه د پردیو د پلانونو ښکار نشي او څنګه خپل وطن وساتي، موږ لا هم اړتیا لرو چې د خپلوخلکو پر اذهانو کار وکړو زموږ د ولسونو ذهنیت او سیاسي شعور لا هم پر هغې کچې نه دی برابر چې پول او ښوونځي ورانولو ته جهاد ونه وایي ، موږ لا هم د خپل اولاد د ښوونځي په ورانولو کې جنت لټوو.