د ۱۳۹۵د ثور پر ۲- مه په ناور ښوونېز مرکز کې د عامه پوهاوي لکچر ورکول شو.
د عامه پوهاوي دغه لکچر د استاد امان الله هوسا له خوا وړاندې شو. استاد امان الله هوسا پر دې ټینګار وکړ چې باید د روشنګرۍ په لکچرونو کې د برخوالو ګډون فعال وي، هره خبره په پټو سترګو و نه مني بلکي هغه خبرې چې دوی ته غیرعلمي ښکاره شي، نقد او خپلې تبصرې هم هرو مرو شریکي کړي.
عامه پوهاوی هغه څه، هغو شیانو او پدیدو ته ویل کيږي، چې انسان ته پرې پوهېدل اړین وي. عامه پوهاوی انسان په دې پوهوي چېحپل حق او حقوق لاسته راوړي او د هغه څخه دفاع هم وکړای شي.
ښاغلي امان هوسا وویل، هغه وخت چې انسان د خبرو کولو توان پیدا کړ، د نورو ژوندیو موجوداتو څخه جلا او په خپل منځ کې یې د یو او بل د پوهولو هڅې شروع کړې، چې عامه پوهاوی له همدې ځای څخه شروع شو.
د انسان د دماغ په چپه طرف کې د ژبې د زده کولو قوت شته او د ژبې د تکرار محصول په علم بدلیږي. جالاک هم همدې خبرې ته اشاره کوي (هغه تجربې چې انسان یې د ژبې په واسطه تکراروي په علم بدیليږي.)
ښاغلي استاد وویل (ځینې انسانان د دې پر ځای چې انساني فکر ولري، د انسان د نیکمرغۍ په هکله فکر وکړي بالعکس د هغه د تباهي په اړه سوچ کوي، انسان ته هغه وخت انسان ویل کيږي، چې انساني عاطفه، غوره اخلاق، ادب او صداقت ولري.)
د ناپوهنۍ تاوانونه:
۱- انسان ته بیره پیدا کيږي.
۲- انسان بې پروا وي.
۳- انسان د پېښو په مقابل کې بې تمیزه وي.
هغه کسان او ارګانونه چې د عامه پوهاوید خپرولو مسؤلیت په ټولنه کې لري:
۱- د مکتب یا پوهنتون استادان.
۲- رسنۍ.
۳- مدنې ټولنې.
۴- سیاسي احزاب.
۵- روشنفکران.
استاد وویل (عامه پوهاوی په یوه ورځ، یوه هفته او یوه میاشت کې نه رامنځته کيږي، بلکې دا د کلونو –کلونو کار دی. د ټولنې له نورو افرادو سره خپله پوهه باید شریکه شي ځکه هر شی د نور سره په شریکولو کمېږي خو علم د نورو سره په شریکولو سره نور هم زیاتېږي.د عامه پوهاوی یوه ګټه دا ده چې خلک د خپل حق غوښتلو جرئت کوي او نه پرېږدې چې نور یې پر بنسټیزو حقوقو تیری وکړي.)
په وروستیو کې د لکچر ګډونوالو په کابل کې د تېرې سه شبنې برید د افغانستان دښمنانو کار وبلله او د حکومت څخه وغوښتل چې نورو د افغانانو د وژلو مخینوی وکړي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د روشنګرۍ بحثونه په کابل، کندهار، هلمند، پکتیا او خوست ولایتو کې جوړېږي او پلان شته چې د لکچرونو دا لړۍ د هیواد کوټ- کوټ ته ورسول شي.