تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، سږ کال یې د معتادانو د درملنې لپاره د ۱ ملیارد افغانیو بودیجې څخه نیمايي پیسې هم چا نه دي ورکړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فېروز نن دا خبرې د ولسي جرګې عمومې غونډې ته کړې دي او ویلي یې دي، د معتادانو درملنه ډېره ګرانه تمامېږي، خو سږ کال ورته د معتادانو د درملنې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې څخه چا نیمايي پیسې هم نه دي حواله کړي.
په همدې حال کې له مخدره توکو سره د مبارزې معین هاشم اورتاق وايي، سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ۳۰ سلنه راکم شوی او له ۱۰۰ زیاتې د پوډرو کارخانې له منځه وړل شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معین نن ولسي جرګې د مخدره توکو د کښت او قاچاق د زیاتېدو او د معتادانو د وضعیت پوښتلو په اړه عمومي غونډې ته ورغوښتي وو.