د کعبې شریفې پر امام سربیره د مسجد النبوي( ص) امام هم د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله. که څه هم له طالب مشرانو سره د خپل جنګ د مشروع ګرځولو منطق پاتې نه دی خو په افغانستان کې د   جنګ لمبې تر بل هر وخت زیاتې بلې دي. عام طالبان وژل کیږي او د خپلې ډلې کسان یې شهیدان بولي خو هغه اسلام چې نور مسلمانان یې مني، د افغانستان پر خلاف دغه جګړه ناروا ګڼي.

 د اختر په ورځو کې اوربند وښودله چې په افغانستان کې دننه طالبان نه د سولې مخالف دي او نه له نورو افغانانو سره د دښمني ارزو لري. درې ورځنی اوربند د افغانستان د داخل طالبانو ختم نکړ، بلکې د افغانستان له سرحدونو ورهاخوا د جنګ له میدانه ډیر لرې، د کوټې شورا غړیو د جنګ د دوام غوښتنه وکړه. متل دی وایي، ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي. د افغانستان په داخل کې عام طالبان د نورو عامو افغانانو غوندې د روان جنګ اصلي متضررین دي او طبعا د سولې اوعزت ژوند غواړي خو هغوی چې په قطر کې د امریکایي اډو په خوا کې ناست دي او یا په کوټه کې د آی، ایس ، آی په لمن کې پراته دي، د هغه جنګ په اور کې نه سوځي چې دوی یې د بل ساتلو هڅې کوي.

 په وروستیو ورځو کې د افغانستان ملي اردو د هیواد په مختلفو سیمو کې پر طالبانو باندې یرغلونه کړي دي چې ګڼ طالبان پکې مړه او زخمیان دي خو دا حقیقت باید هیر نکړو چې د دغو طالبانو په مرګ باندې د طالب مشرانو چورت خراب نه دی.

 نه یوازې اوسنیو طالب مشرانو بلکې ان ملا عمر او نورو طالب چارواکو د خپلو مقصدونو لپاره د خپل تحریک غړي په ډیرې بې باکۍ او بې رحمۍ سره د جنګ میدانونو ته استولي دي. دوه لسیزې پخوا په شمالي کې د زرګونو طالبانو قتل او په دشت لیلي کې د طالبانو بې شمیره مرګونه تر ډیره حده د طالب مشرانو د بې پروايي نتیجه ګڼلای شو.

 کله چې طالب مشران د اسامه په خاطر د خپلو زرګونو غړیو وژلو ته تیار شول نو دا خبره یقیني شوه چې طالب مشران نه یوازې د افغانانو او افغانستان پروا نلري بلکې د طالب مرګ هم ورته بې اهمیته دی.

  د طالب مشرانو تاریخچې ته په پام سره باید د روان جنګ په طرز کې بدلون راشي. مطلب دا چې که عام طالبان هر څومره وژل کیږي، مشران یې په غم کې نه دي. دوی صرف دې ته خوشحاله دي چې اور بل وساتي، نور نو که هر څوک پکې تباه کیږي، دوی یې غم نلري.

 زما وړاندیز دا دی چې د افغانستان د اسلامي جموریت دولت او د افغانستان نړیوال دوستان باید عام طالب جنګیالي نه بلکې د قطر شورا او د کوټې شورا په نخښه کړي.

 تر هغو چې د کوټې شورا غړي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي د جنګ له اوره لرې وي، دوی به د خپلو شخصي ګټو په خاطر د جنګ ادامه وغواړي. د افغانستان اسلامي دولت او د افغانستان نړیوالو دوستانو ته پکار ده چې عام طالبان نه بلکې طالب مشران خپل هدف وګرځوي. یقینا که د کونړ په درو کې د پاکستاني طالبانو مشران پیدا کیدای او د څو ورځو په فاصله کې وژل کیدای شي نو د ملاهیبت الله اخوند او نورو طالب مشرانو ادرس هم پټ نه دی. دغه راز د قطر طالب مشران باید افغانستان ته رانقل او د لسګونو زره افغانانو په قتل کې د برخه اخیستلو ځواب ووایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *