تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې عایشه خُرم وایي، دوی د یوې سروې له لارې له ټول افغانستان څخه د سولې په اړه د ځوانانو نظرونه اخیستې دي.
نوموړې نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې غونډې ته وویل، افغان ځوانان له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې د تحمیل شوې جګړې په اور کې سوځي او د دوی یوازینۍ هیله په هېواد کې اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې سولې ته رسېدل دي.
د خرم په خبره، د جګړې دواړو لوریو ته د ورځې په سلګونو هغه ځوانان وژل کېږي چې د ناچارۍ او بې کارۍ له لاسه د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره له دواړو لوریو سره یو ځای شوي دي.
د اغلې خرم په وینا، د جګړې اصلي قربانیان ځوانان او ماشومان دي او روانه جګړه له تېرو نسلونو موږ ته په میراث پاتې شوې ده: ((په ټوله کې افغانان له بې ګناه وژنو ستړي شوي دي او په هېواد کې د تلپاتي سولې غوښتونکي دي.))
خُرم زیاته کړې، که څه هم سوله یوه پېچلې پروسه ده خو دا پروسه، تحمل او یو بل منلو ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړې، افغانان په تېره بیا ځوانان باید د سولې مذاکراتو څخه باخبره وي او په وینا یې له ځوانانو څخه یې هدف یوازې په ښار کې مېشت ځوانان نه؛ بلکې ټول هغه ځوانان دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي.
خُرم د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د سولې لپاره باید هیڅ فرصت له لاسه ونه وځي: ((لکه څنګه چې په ښاري سیمو کې تېرې لاسته راوړنې خلکو ته مهمې دي په هغې اندازه، کلیوالي سیمو کې د مېشتو ولسونو غوښتنې هم مهمې دي او باید ورته پوره پام وشي. ))
خُرم وایي، یوه ستره ازموینه د هېواد د سیاسي رهبرانو لپاره پر لاره ده او د ټولو ځوانانو سترګې همدوی ته دي چې باید په پوره صداقت او رېښتینولي د سولې برخه کې هلې ځلې وکړي او یو ځل بیا اجازه ورنکړي چې دا نسل راتلونکو هغو ته جګړې او بدبختۍ په میراث پرېږدي.
عایشه خرم سږ کال لپاره د یوې ازموینې له لارې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې ټاکل شوې ده.