تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د افغان ځوانانو استازې شوه.
د حکومت د رسنیو مرکز وايي، عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازولۍ لپاره په دویمه مناظره کې نن دوشنبه د پوهانو او د جرمني د ډپلوماټانو لخوا انتخاب شوه.
د حکومت د رسنیو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغې مناظره کې له عایشه خرم سره رشاد هامر او پښتنه درانۍ هم نوماندان او د مناظرې د سیالۍ وروستي پړاو ته وتلي وو: (( دغو دریو ځوانانو په سوله کې د افغانانو د سرو کرښو په تړاو د داورانو په وړاندې خپلې ویناوې واورولې.))
په دې مناظره کې د ملګرو ملتونو د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان، د المان سفیر پیټر پروګل، په المان کې د افغانستان سفیر او د افغانستان د فکري مرکز مشره صوفیا رامیار د داورانو په حیث ناست وو.
عایشه خرم د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله او د ۲۰۱۹ کال لپاره به په ملګرو ملتونو کې د افغنان ځوانانو د ستونزو د حل لپاره له نړیوالو همکارانو سره ګډ کار وکړي.
تېر کال په ملګرو ملتونو کې د افغانان ځوانانو استازولي رامز بختیار کوله.