تاند- د پاکستان صدراعظم شاهدخاقان عباسي د کابل د سفر په درشل کې وویل، په افغانستان کې سوله د جګړې له لارې نه؛ بلکې د خبرواترو له لارې راتلای شي.
ښاغلي عباسي، چې نن / پنجشنبه/ په اسلام اباد کې «د تروریزم ضد نړیوال فورم« په نوم یوې غونډې ته خبرې کولې، ادعا وکړه چې نړیوال له تروریزم سره په مبارزه کې پاتې راغلل خو پاکستان بریالی شو.
خاقان عباسي به سبا /جمعه/ کابل ته په یو ورځیني سفر کې له ولسمشر اشرف غني سره وویني.
شاهدخاقان عباسي د خپلو خبرو په دوام کې وویل “په پاکستان کې فعاله ورانکاره ډلې په افغانستان کې مېشتي دي.”
عباسي وویل د افغانستان ناامني د پاکستان په تاوان ده او هېواد یې تر بل هر چا زیات په افغانستان کې سوله غواړي.
«جنګ به افغانستان ته سوله رانه ولي؛ سوله یوازې د افغانانو ترمنځ د دیالوګ له لارې رامنځته کېدای شي. پاکستان او نړۍ باید یوازې اسانتیا ورته برابره کړي»
د افغانستان حکومت چې پاکستان د طالبانو په ملاتړ او ورته په پناه ورکولو تورنوي، وايي چې د جمعې په ورځ به د ښاغلي عباسي د کابل د سفر په ترڅ کې له پاکستان سره په ستونزو، سولې او له تروریزم سره په مبارزې جدي خبرې وشي.
پاکستان که څه هم د هغو تروریستي ډلو په ملاتړ تورن دی چې په افغانستان بریدونه کوي خو صدراعظم یې نه یوازې دا مسله ردوي بلکې وايي چې پاکستان د تروریزم ضد جګړه په داسې حال کې ګټلې چې په خبره یې ټوله نړۍ پکې پاتې راغلې.
ده د تروریزم د ریښو د وچولو لپاره بنیادی اقدامات ضروري وبلل، ویې ویل چې هیڅوک د پاکستان په شان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی نه دی.
پاکستان له کلونو راهیسې دا خبره کوي چې په اغفغانستان کې سوله د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري خو عملاً په خپله خاوره کې یې افغان طالبانو ته پناهځایونه ورکړي او وايي چې په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره له طالبانو سره نه شي جنګېدای.