دا د هغو ټوکو د لړۍ یوه کړۍ ده چې د ټولنیزو رسنیو له لارې افغانانو د طالبانو د ډلې د یوه مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په وروستۍ مرکې پسې جوړې کړي دي.

ښاغلي ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو په واک ته رسېدلو سره به د افغانستان ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت منحل کړي. د ده دې څرګندونو د ګڼو افغانانو غوسه راوپاروله خو یو شمېر فعالانو د عباس ستانکزي ترهشټګ لاندې ټوکې او مسخرې جوړې کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعال حکمت حسن د ملي اردو د عسکرو د یوې ډلې له عکس سره لیکلي«چې په وينه کې يې د اصيلې مور وينه بهيږي ايا هغه به د دغه قهرمان پوځ د انحلال خبره وکړي؟»

د هلمند د سولې د کاروان یوه غړي باچاخان مولاداد خفګان ښودلی او لیکلي یې دي، «دا خبرې ډېرې خطرناکي دي دا خبرې فاصله جوړوي او دا خبرې وېره رامنځته کوي او دا خبرې د مجاهدينو په وخت کې د ټانکونو د اره کولو، د شپږسوه جنګي الوتکو ليلامولو، په کوټه، پېښور او کراچۍ کي د افغان جنرالانو د مزدوري کولو، د ابرو عزت پت پلورلو، د ناهيد د راغورځولو او د ټولو تاريخي ارزښتونو ويجاړولو تصوير راکوي.»

خو مطیع الله احمدزي لیکلي،

«د ګولپي خوراک د کوټې په حرارت کې اغېز لري،

عباس ستانکزی»

وطنپال کوچي لیکلي، «داسې کړی يم چې توخېږم پاس او غرتا مې لاندې خيژي.
عباس ستانکزی،»

ځیرک فهیم لیکلي، «مفتي کرنیل عباس ستانکزی وایي، د الکوزي انرژۍ پر ځای پاکستانۍ پيپسي وڅښئ، په دې سره به تاسو مستقیما د افغانستان اقتصاد ته ضربه او پاکستان ته ګټه ورسوئ.!!!»

فضل الربي شېرزاد لیکلي، «شین شیشه بخمل یاره دومره مې لېدلی چې نغمې ترې کمیس کړی دی
او شین شیشه بخمل. #عباس #ستانکزی،»

طاهرهڅاند پرله پسې څو پوستونه کړي او لیکلي یې دي، «پنجابیان بې غیرته نه دي بې غیرته زه خپله یم #عباس ستانکزی. د ښځو د فوټبال ټیم روزونکی به زه پخپله یم. #عباس ستانکزی،»

زلمي حقیار لیکلي، «که غواړئ تازه هګۍ نوش جان کړئ، خانګي چرګې وساته. عباس ستانکزي،»

طائر ځلاند لیکلي، «کجورې جنسي قوت زیاتوي
#عباس #ستانکزی،»

عبدالفتاح خاکسار لیکلي، «خبريال: ستا او د خر څه توپير دى؟
عباس ستانکزى: په خداى که هيڅ توپير وي دا خوشي تبليغات دي.»

میر زمان زمري لیکلي، «میوه کې مې دال خوښېږي.

#عباس_ستانکزی،»

او لطیف ظفرزي لیکلي، «د شپې له خوا مومپلي او د کامې ګوړه خوړل مو ایشک بازۍ ته مستوي
#عباس_ستانکزی»

«چی باران وریږي ځمکه لمدیږي

#عباس_ستانکزی

One thought on “عباس ستانکزی: د ګولپي خوراک د کوټې په حرارت کې اغېز لري”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *