تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه په اصل کې د طالبانو بریا د امریکا ماتې او د دوی په ګټه جوړه شوې ده.

ستانکزي د طالبانو مجلې څرک سره په مرکه کې ویلي، د سیمې هیوادونه یې کلک ملاتړي دي او د دوی له امارت راګرځېدو سره کومه ستونزه نه لري.

په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره د تړون د ضمایمو لاسلیک رد کړی و خو ستانکزي دا خبره اوس تایید کړې او وايي، هوکړه ځینې ضمایم لري چې توافقنامه په کې تشریح شوې ده.

نوموړې ویلي، طالبان به په راتلونکي کې د امریکا ګټو ته خطر پېښوونکو ته اجازه نه ورکوي، خو په بین الافغاني مذاکراتو کې ورسره امریکا منلې چې مداخله به نه کوي: (( په دې مذاکراتو کې به د غلامې ادارې یوازې یو کس موجود وي چې د حکومت په ډول یې موږ نه پېژنو.))

نوموړی وايي، د افغانستان حکومت رسمي حیثیت نلري او امریکایانو په افغانانو تپلی دی او کوم قانوني حیثیت هم نلري نو ورسره کېناستل د ستانکزي په وینا بې ګټې او د وخت ضایع کول دي.
د ستانکزي په خبره سیمه په تېره چین او روسیه د طالبانو کلکه ملاتړې ده او دوی ورته قناعت ورکړی دی چې د اسلامي امارت راتګ دوی ته کوم زیان نه رسوي.
عباس ستانکزی په افغان ضد څرګندونو د ولسي توند غبرګون سره اکثره مهال مخامخ کېږي چې تر دې وړاندې یې هم ځینې خبرې کړې وې او خلکو هغه د افغانستان د بربادۍ لپاره د طالبانو مهم پلانونه بللي وو.

6 thoughts on “عباس ستانکزی: سیمه د اسلامي امارت د حکومت د راتلو ملاتړې ده”
  1. الله خو دې په کرونا ونیسه
    الله خو دې لومړی په کرونا ونیسه او بیا د الله مه ترې جوړوه

  2. عباس ستانکزی هغه لوی استخباراتی ناځکه ده چی د لاندی استخباراتی کړیو ډول ته ګډیدلی دی ۱ د ی شوروی اتحاد په وخت کښی د کا جی بی یو وفاداره کس وو۲ د هند د استخباراتو سره پوره همکار ۳ بیا دی آی ایس آی نانخکه چی تر اوسه پوری هم افغانان وژنی او د سولی د خبرو یوازینی مخالف ۴ اوس د سی آی اي او ایم آی سکس نوی مزدور چی ټول تحریک هڅه کوی چی لدی دندی یی لیری کړی ولی د پنجاب په واسطه یی زور نه رسی دغی ناولی څیری یوار د نجیب په وخت کښی د اوردو د ړنګولو هڅه وکړه او بریالی هم شوو.، اوس یی بیا هڅی روانی کړی تر څو د افغانستان امنیتی سکتورونه ړنګ کړی ولی دا هڅی به دده په مرګ سبب شی څکه د افغانستان هر وګړی خپل امنیتی قواو غواړی او حمایه یی هم کوی. او س بیا وایی چی د طالبانو تروریستی دله نړیوال ملاتړ لری چی دا هسی دده یو پروپاګند دی . دوی خو نادیده خلک وو یو څو ورځی په لوکسو هوټلو کښی د امریکا په ډالرو پاتی سول فکر کوی چی که دی او که ندی همدوی دی، پک چا په جومات کښی نه پریښوودو ده ویل زه لکڼه د خان کره ایږدم . د چا د خپلو عزیزانو ټوټی ټوټی بدن هیریږی حساب کیدونکی دی. او که افغانستان راسی هم نو والله قسم درته خورم چی په هره کوڅه کښی به ستاسی منفور خلک هلاک سوی وی.

  3. زه پداسې حال کې چې د ښاغلي اسلم دعا ته امین وایم ، اضافه کوم چې د پنجاب مالوم الحاله جاسوس چې کوم وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي معینیت کې مقرر شو ، له ملا حسن سره یو ځای یې د دغه ښکلي ظاهرشاهي یادګار وزارت د تشنابونو ټول کمودونه مات کړل او ویل یې چې دلته شیطان متیازې کوي.
    ټالبان او د حمارت غوښتونکي او ملاتړ کونکي یې د افغانانو ، مسلمانانو او ګران هېواد د آبادۍ دښمنان دي . په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي ، نه روغتون شته ، نه ښوونځی ، نه سرک اونه کومه بله عام المنفعه پروژه .
    اور اچول ، سوځول ، وژل ، ورانول او د نورې نړۍ لپاره افغانستان د زرګونو کلونو پخوا یا ماقبل التاریخ او د حجر د دورې بېرته پاته ساتل یا د تاریخ د یو موزیم په شان عقب او شاته ګرځېدل د ملا شیرګی او د عباس د کلا ستانیکزی د ملګرو اصلي هدف دی. ان شاء الله دا خوبونه به دې هېڅکله هم حقیقت او رښتیا نشي .
    سرور خان

  4. لکه چی په تیرو ۱۸ کلونو کی انګریزی ژبه د خارجیانو د ترجمانی د پاره بهانه ګرځیدلی او د بهرنه راتلونکو حاکمانو دخپلو دوستانو د استخدام لپاره دا ژبه اهم امتیاز ګرځولی، چی دا د ترجمان کار دی ،نه د هر لوړ رتبه مامور.
    قطرمیشتو ملکانو کی هم عباس جان د انګریزی ژبی نه همدا استفاده کړی او هلته بیا د آی-اس-آی او بیا پنجابیانو او نورو ذیربطو ډلو سره دی یواځینی کس وو چی د ترجمانی ژبه ورپوری وه او نورو ده ته غوږ نیوه،حال دا چی نه ملا دی او نه مجاهد وو او د طالبانو په دور کی د شرابو څښل یی ډیر شهرت لری ، ویل کیږی چی د ځینو حضراتو اولادوونه په اروپا کی درس لولی .
    خو خبره داده چی استخباراتو ولی د طالب نوم ورکړی؟
    لدی نه چی مسلمانان ،طالب العلم ته خاص احترام لری او د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    فسادالعالم فسادالعالم
    اوبل حدیث شریف مفهوم دادی چی،که دوه طبقی خلک فاسد شی ،ټول خلک فاسدیدای شی او که دا دوه طبقی خلک صالح وی ، ټول خلک صالح کیدای شی ،چی هغه امرا او علما دی.
    نو ځکه استخبارات هر مفسد ته عالم یا طالب العلم وایی تر څو عام مسلمانان یی ژر ومنی او خلک ژر فساد ته مخ کړی .
    صلح د خدای جل جلاله امر دی او د مؤمن د ایمان تقاضا ده
    خو عباس جان چی دا خبره کوی ،صلح نه منی ،جنګ ته دوام ورکوی او د بادارانو ګټه یی د جنګ په دوام کی ده ،ورنه د کامل ایمان تقاضا داده چی په هیڅ قیمت مؤمن دی ته نه حاضریږی چی خپل مؤمن بی ګناه ورور ووژنی ،نو دا دومره وژنی ،تخریب او پلمی د ایمان سره نه جمع کیږی،مؤمن تل نه استعمالیږی مګر چی مؤمن نه بلکی استخباراتی ملیشه وی
    وایی آزموده را آزمودن خطاست
    آیا تاسی حافظه نلری له ملا عمر ،ملا ضعیف او نورو مشرانو سره آی-اس-آی او بیشرف څه وکړل ؟
    افلا تعقلون؟
    د حکومتونو پر وړاندی وسله پورته کول هم په اسلام کی د هر چا کار ندی او ډیر سخت شرایط لری تر څو نظام ړنګ نشی او له اضرارو یی امت متضرر نشی،خو دا شر انګیزی آی-اس-آی او ملیشه تنظیمونو د کرایی علماوو په فتواوو ، آسان کار ګرځولی.
    خو زموږ د متخصصو دینی علماوو سکوت او کتمان حق ، دوی لا ادریون ګرځولی او دا حالت یی زموږ د ملت په ګټه ندی او د نورو جرأت زیاتوی او د هغوی د موقف د تایید معنی ورکوی .
    لازمی دا ده چی د عباس او نورو ځواب باید د دینی نصوصو اود فقهاوو د صراحت په رڼا کی ورکړ شی عینا لکه د کرونا په هکله چی کومه عام پوهنه ورکول کیږی ، خو د معتبرو علماو په خوله نه د ترجمان خوله او منطق.
    موږ هم باید خلاوی ډکی او صف مو مرصوص کړو ،ورنه د استخباراتی ملیشو او د ملی ګټو دښمنانو مخ بربنډول او تورول آسانه کار ندی مجرب ۵۰ کلن استاذان لری
    امید دی چی دا پیشنهاد درجه اول امرا او علما په دقت سره وګوری

  5. څومره بیسواده او د پردیو دغلام انسان خبره ده . عباس ستانکزی په حقیقت کی د پاکستان د چارواکو په لارښونه او د هغوی د خدمت او ارضا د پاره دا خبره کوی ، عام طالبان باید په دی و پوهیژی چه شیرمحمد عباس ستانکزی نه طالب دی او نه هم ملا ، نه یی مدرسه ویلی او نه هم کوم اسلامی تحصیلات لری ، په هند کی یی کورس ته لیژل شوی ؤ پخوانی صاحب منصب دی ، او هلته په انګلیس یو څه بلدیت پیداکړ .اوس د طالبان د تحریک په واسطه غواړی چه یو مقام ته ځان ورسوی ، د مجاهدینو په وخت کی نظر دده په خوخواهی او جا طلبی چه ورسره وه ډیر اهمیت ورنکړشو ، عقده یی پیدا کړه او بیا د طالبان سره د مجاهدینو په ضد یو ځای شو تر څو د طالبانوپه دفترونو کی ځان یو مقام ته ورسوی . دده سره د امارت ، جمهوریت او نظام خبری مهمی نه دی ، مهمه ده ته دا ده چه ځان و مقام او قدرت ته ورسوی ، هغه هم د پاکستان د استخباراتو په اوږو . نوموړی په طالبانو کی د پاکستان د استخباراتو تر ټولورانیول شوی او خرڅ شوی کس دی ، د طالبانو او د افغانستان د ملت دی دا خبره ښه په یاد وی ، که نه د اتحاد اسلامی د تنظیم نه دی دده د سوانحو او کارکردګی پوښتنه وشی ، آینده حالات به دغه حقیقت نورهم بربنډ کړی چه نور څومره کسان د طالانوپه لیکو کی د پردیو استخباراتو خلک دی چه د افغانستان د ملی منافعو په ضد مبارزه کوی او د جګړی تجارت په مخه بیایی

  6. ددوی نومونه مه اخلئ. یوازی او یوازی دوئ ته پاکستاني دلالان ووایاست. قسم دی که دوی دیوی بلی کلمي ارزشت هم ولري. د خدای له لوری رتبه شوی او حرموني پاکستانی دلالان و بس. بل مشهور دلال شاهین دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *