تاند- د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر وايي، دا ډله په دې شرط د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي چې په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړل شي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، شېرمحمد عباس ستانکزي د مسکو د غونډې په ترڅ کې د تنظیمونو له مشرانو او سیاستوالو سره په خبرو کې وویل، په کابل کې د طالبانو د رسمي دفتر له پرانیستل کېدو پرته د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو امکان نشته.

ده همداراز وویل، د افغانستان له حکومت سره د خبرو او د تماس د ټینګولو لپاره باید په کابل کې د طالبانو سیاسي دفتر موجود وي.

عباس ستانکزي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د وروستیو خبرو تر پایه د طالبانو د قطر د دفتر رييس و، وویل چې که په کابل کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو، دا دفتر به د سولې اړوند مسایل هم خپروي او نړیوال مسایل به هم مطرح کوي.

د افغانستان حکومت پخوا په ځلونو ویلي و چې طالبان دې په کابل یا د افغانستان د خاورې په کومه بله برخه کې دفتر پرانیزي.

4 thoughts on “عباس ستانکزی: په کابل کې د دفتر د پرانیستلو په شرط د افغانستان له حکومت سره خبرې کوو”
  1. د پستو انسانانو پست شرطونه وی. هم به د په کابل کی دفتر وی او هم به د هره ورځ بی ګناه افغانان په وینو لړلی وی او له نږدی به یی تماشه کوی. د ای اس ای غلامه.

  2. نه دپستو انسانانو خواص هیواد فروشي او دالر خوړل وي طالبان په کابل کې دفتر نه بلکې ارګ غواړي ‍

  3. Or may be a middle ground between ” Rasouli ” and ” Patang ” spread the facts for better fit:

    A nation can not be run smoothly, authorities from top to bottom holding the title of Mullah. None of them likely pass through 10 books, all the same content.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *