عبدالجبار قهرمان

د کابل خونړۍ جګړې

استاد شهسوار سنګروال

هغه مهال، چې نجيب اله سپارښتنه وکړه، چې د جبارقهرمان جنګيالي کابل ته راولېږدول شي، عظيمي له دې سپارښتنې ناوړه ګټه واخیسته او په دې پلمه يې لوبه سرچپه کړه… د دوستم ملېشا يې کابل ته دنجيب اله حکومت دنسکورولولپاره، د همغو الوتکوپه وسيله راولېږدوله …دا دا سې مها ل وو،

پخوا تر دې چې د ثور په پنځمه نېټه (۱۳۷۱ کال) د کابل د هوايي ډګر له لوري يو وسلوال حرکت پيل شي په ښار کې داسې اوازې خپرې وې چې ولسمشر نجيب الله غواړي له هېواد نه وتښتي دا ځکه چې کورنۍ يې د مخه له اولس بکسونو سره هند ته چې هلته يې «باجه» سفير و تللې وه.

د يولس (۱۱) بجو په شاوخوا کې د راډيو تلوېزيون په دروازه کې يو شمېر نااشنا کسان په داسې حال کې چې پخواني ساتونکي نه ول، تر سترګو شول. د ماسپښين شاو خوا چې تيت و پرک ډزې روانې وې يو شمېر وسلوال راډيو تلوېزيون (زه د ادبياتو اداره کې وم) ته را دننه شول.

دغه ډول وسلوال کسان تر دغه دمه د ببرک کارمل د ورور محمود بریالي، د وطن د ګوند مرستيال فريد مزدک، د ګارنېزيون د قومندان عظيمي او د لوی درستيز دلاور لخوا د کابل مهمو نقطو ته لېږدېدل.

له جبل السراج نه هم څو څرخي الوتکې چې د نظار شورا جنګيالي يې لېږدول کابل هوايي ډګر کې ښکته شوې. ډېر زر دوی په دريم مکرويان، شش درک، ان تر خير خانې پورې ولکه ټېنګه کړه.

بل لور ته د اسلامي ګوند جنګيالي هم د څو ورځو په موده کې د هېواد پلازمېنې کابل ته را ننوتي ول، چې تر دغه دمه پورې يې شمېر شاو خوا دوه زره وسلوالو ته رسېده او رهبري يې د عبدالصبور فريد لخوا کېده.

ولې د اسلامي ګوند سيال لوری د دوی په پرتله ډېر ځواکمن و، دا ځکه چې د نظار شورا، د زرو تنو په شاوخوا کې جنګيالي د ډاکتر عبدالرحمن په مشرۍ چې په سپکو او درنو وسلو سمبال ول، را دننه کړل.

د کابل د ګارنېزيون دوه زره وسلوال هم چې د عظيمي په قومانده يې سيال لوری تر ګواښ لاندې نيولی وه، او همدا رنګه د دوستم ځواکونه چې شمېر يې د اته سوه (۸۰۰) وسلوالو په شاوخوا کې وه د جنرال عبدالمجيد روزي په قومانده د اسلامي ګوند جنګيالي تر اور لاندې ونيول.

د اسلامي ګوند جنګياليو کوښښ کاوه چې د اريانا څلور لارې، شش درک، د مکرويانو او د کورنيو چارو وزارت شاوخوا سيمې تر ولکې لاندې راولي.

اسلامي ګوند پتېلې وه چې د ده سبز لخوا لومړی د خواجه رواش هوايي ډګر لاندې کړي بيا هماغسې د بي بي مهرو له لارې راديو نلوېزيون ونيسي. ولې د ملېشايي ځواکونو له سخت غبرګونه سره مخ شول.

د ثور په پنځمې نېټې د ورځې او شپې لخوا په ۴۰۰ بستريز روغتون کې چې کوم ټانګونه او زره پوښونه ځای پر ځای ول د اسلامي ګوند جنګيالي يې تر اور لاندې ونيول، چې په پای کې يې ماته وخوړه.

اسلامي ګوند د سيد نور محمد شاه له سيمې نېولې د مکرويانو تر پله پورې چې د جبار قهرمان جنګيالي هم ورسره مل ول، په دې لټه کې وو چې له پله نه را پورې اوځي، خوله دوه خوا وو (د مخ او شا) تر بريد لاندې راغلل. د شا لخوا د بالاحصار او مرنجان غونډۍ او مخامخ د بي بي مهرو او دريم مکرويان له لوري وګواښل شول…

دقهرمان ځواکونه په داسې وخت کابل ته راغلل،چې نوره پرې نا وخته شوې وه اودزړومکرويانواوزمان خان کلا ترمينځ دوه پنځوسمې قطعې ته څېرمه واړول …دی دېته اړشو،چې ديوه چا ترشا به هرومرودرېږي اودی ددوه بدوپه مينځ کې راغی.خوهغه يې غوره وګاڼه،چې ده ته ډېربد نه وه …!؟

د بي بي مهرو، د مکرويانو د پله، د شش درک، اريانان څلور لارې په بېلابېلو جګړو کې په سوونو انسانان چې ډېری يې ملکي وګړي ول ووژل شول.

درې ورځو پرلپسې خونړۍ جګړو له امله، له ارزان قېمت نه را واخله تر حربي پوهنتون، ان د کورنيو چارو وزارت پورې نه يوازې خلکو ته درنه مرګ ژوبله ورسېده بلکې ډېرې کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې.

اسلامي ګوند په دې پوه شو چې په مخامخ جګړه کې له نظار شورا، ملېشايي ځواکونو او د پخواني حکومت په پوځونو سره د جګړې وس نلري، نو پرېکړه يې وکړه چې د درنو وسلو، توپ او توغنديو له لارې په کابل بريد وکړي.

نظار شورا هم د خير خانې نه را واخله تر باغ بالا پورې چې کومې لوړې غونډۍ په ولکه کې وې په سيال لوري بريد وکړ، دغه جګړې دومره خونړۍ وې چې ان د دواړو غاړو توغندي به د کابل د ښار په فضا کې يو د بل سره ټکر کېدل.
د دواړو لورو توغندي د کابل په زاړه ښار، مکرويانو، شاه شهيد، سيد نور محمد مېنه، افشار، ده دانا، چهلستون، شيوکي او سهاک، چار اسيا، سنګ نوشته، دارالامان، سرای غزني، د شوروي د سفارت شاوخوا، علاو الدين او په لسګونو نورو سيمو کې لګېدل چې نه يوازې په لسګونو زره کابل ښاريان ووژل شول بلکې په زرګونو کورونه په کنډوالو بدل شول.
د دې جنګونو مسئوليت نه يوازې د حکمتيار په غاړه دی بلکې د جمعيت د ستر قومندان احمد شاه مسعود هم د دغو خونړيو جګړو مسئول ګڼل کېږي.

کوم وسلوال اوه ګوني او اته ګوني تنظيمونه چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې پخپل مينځي جګړو بوخت وه يو ستر لامل يې دا وه چې هر تنظيم کوښښ کاوه چې ډېره شتمني ترلاسه کړي او د غنيمت په نوم د خلکو او دولت شتمني لوټ کړي.

ولې د اسلامي وحدت ګوند او اتحاد اسلامي تنظيم، د لوټ تر شا يوه مذهبي خپل مينځي ستونزه هم درلوده. د وحدت تنظيم د عبدالعلي مزاري په مشرۍ، دغه شيعه ډله چې د ايران لخوا يې اقتصادي او پوځي ملاتړ کېده، د هغې سوني ډلې چې رهبر يې عبدالرب رسول سياف وه او د سعودي عربستان له هر اړخيز ملاتړ نه برخمن و پر وړاندې پر وسلوال بريد لاس پورې کړ، چې د دواړو ډلو د واک او ځواک سيمې يو بل ته ډېرې نږدې پرتې وې. د مزاري د وسلوالې ډلې يوه پياوړې جنګي مورچله په «دشت برچي» کې وه چې قلعه شهاده، پل سوخته، سرای غزني، افشار، د کوټې سنګي ځنې برخې، دهمزنګ،… او چندول د دوی د ولکې سيمې وې.

د اتحاد اسلامي ګوند مرکزي قرارګاه په پغمان کې وه او وسلوالو يې په قرغې، نيازبېک، د پغمان دوه سړکه، د کوټه سنګي ځنې سيمې، خوشال مېنه، د مامورينو کارته، سېلو، د پوهنتون ځنې سيمې… په واک کې وې.

د دوی د جګړو يو لامل د دغه سيمو د ولکو او د دولتي سيمو د موبلو فرنيچر چورول او لوټول وو، چې يوه ستره بېلګه يې د مېخانيکي انستيوت د ماشينونو لوټل ول چې د وحدت تنظيم لخوا چور او لوټ شول.

ولې بنسټيزه خبره دا وه چې دغو دواړو تنظيمونو له خپلو بادارانو (ايران او عربستان) نه الهام اخسته، خو د دوی د غې مذهبي، سياسي او پوځي سيالۍ له امله په زرګونو سوني اوشيعه افغانان په سرو وينو کې ولمبول شول، ډېرې کورنۍ بې پته او بې عزته شوې.

دواړو غاړو نه يوازې جنګي اسيرانو ته داسې سزاوې ورکولې چې په نړۍ کې يې لږ ساری درلود، بلکې د توکميزو ناندريو او ناروغيو له کبله هم د کابل ډېر ښاريان ووژل شول.

د دغو يادو جنګياليو تر مينځ دغه خونړۍ جګړې دومره ګواښمنې شوې چې په پای کې نورې تنظيمي ډلې هم په دغو جګړو کې د خپلو پلويانو د پيدا کولو لپاره ښکېل شوې. که څه هم نورو تنظيمو يوازې مذهبي رنګ نه درلود بلکې سياسي دريځ يې هم د پام وړ وه.

د ساري په توګه احمد شاه مسعود چې ځان يې يو بنسټپاله سوني ګڼه د سياف ملاتړ ته را ودانګل او په ډېرو سيمو کې يې په هزاره ګانو خونړي او مرګوني ګذارونه وکړل چې موږ کرغې ته څېرمه د افشارو خونړۍ جګړه د بېلګې په توګه يادولی شو.

همدا ډول حکمتيار هم د خپل سيال مسعود پر وړاندې له مزاري سره اړيکه ونيوله چې په ګډه د احمد شاه مسعود پر وړاندې ودرېږي.

احمد شاه مسعود پخپل پوځي ځواک دومره مغروره وه چې کله کله د خپلو پلويانو پر وړاندې هم درېده، ښايي د دې خبرې يو لامل د ده «خود خواهي» او ځان ستاينه وه چې له ځانه پورته ځواک ورته د منلو وړ نه و.

افغان ولس په ډېرې مېړانې د شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې ودرېد او د خپلو وينو په قربانۍ يې د روسي ښکيلاک بريد په شا وتمبوه.

ولې زاړه او نوي ښکېلاک او په ټوله کې د هر ښکېلاک يوه ځانګړه دا وي چې د خپلې ماتې په پای کې د خپلې ماتې وروستی ګذار کوي، چې هغه توکميزو، ژبنيو، اتنيکي او مذهبي ناندريو ته لمن وهل دي.

د شوروي ښکېلاک ماته او بيا وروسته چې له افغانستان نه (۱۹۸۹) ووت، د پښتنو، تاجکو، ازبکو، د سوني او شيعه مذهبونو او له ټولو ناوړه پېښه دا چې د شمال او جنوب په نوم تاوتريخوالي ته يې هم لاره پرانسته. نړيوال ښکېلاک دا ډول پېښې په کوريا، يمن، المان، وېتنام او په ډېرو نورو هېوادونو کې په بېلابېلو بڼو را غبرګې کړې وې. د لږکيو او ډېرکيو په نوم دغو توکميزو ناندريو ته په لمن وهلو کې شوروي اتحاد يوازې نه و بلکې پاکستان او ايران هم د سيمې او لوېديځې نړۍ په ملاتړ ناوړه کړو وړو ته لمن وهله.

يادو هېوادونو، هر يوه په افغانستان کې خپلې ډلې ټپلې لرلې او د هغو پرمټ يې نه يوازې نا امنۍ پيدا کولې بلکې د افغانستان وېش ته يې هم لاره پرانسته. پدغو ډلو کې يو شمېر داسې جهادي مشران ول چې تل به يې چغې وهلې چې اسلام سرحد نه پېژني، په اسلام کې توکمپالنې ته ځای نشته… دا ريښتيا ده چې په اسلام کې د تور او سپين خبره نشته، بنسټيزه خبره دا ده چې څوک ښه مسلمان دی، ولې همدغه جهادي مشران ول چې يو قوم يې د بل پر وړاندې ودروه. همدغه دوی وه چې د شيعه او سوني په نوم يې ډېر افغانان په خپلو مينځو کې وجنګول.

کمونستانو هم چې د خپل واک او ځواک په مهال دغه چغې وهلې چې زموږ تګلاره يوازې ملي نه بلکې انترنالوستي ده.
ولې کله چې خبره د توکمپالنې تر کچې را ورسېده، نو بيا همدغه شوروي پلو کمونستانو خپله کړنلاره چې په دغه لړ کې سلطان علي کشتمند د بېلګې په توګه يادولی شو چې له انترناسوناليزم نه تر سکټاريزمه پورې خپل لوری بدل کړ او په ډاګه يې وويل:

«زه يو هزاره يم.»

د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند يو شمېر هزاره غړو وويل: موږ ته لکه څنګه چې خپل ګوند ارزښت لري همدومره د «وحدت» ګوند چې مشر يې «مزاري» دی د پام وړ دی.

دا رنګه فريد مزدک، کاوياني، عظيمي، وکيل او په لسګونو نور چې تاجک توکمه وه د احمد شاه مسعود لمنې ته وغورځېدل او هغه هم د توکمپالنې پر بنسټ د جهاد ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او خپل تاجک ورور يې په غېږ کې ونيو، چې په پای کې د جبل سراج موافقه ورسره لاسليک کړه.

ګلب الدين حکمتيار چې له پاکستان سره يې د اسلام پر بنسټ کانفدرېشن غوښته، ولې کله چې اسلم وطن جار، سليمان لايق او جنرال رفيع ورته د خبرو وړانديز وکړ، ده ورته غېږه خلاصه کړه، دا ځکه چې دوئ پښتانه ول.

سلطان علي کشتمند خپل ورور ته چې په ايران کې د کابل د کمونست رژیم شارزادافير وه سپارښتنه وکړه چې په ايران کې مېشت شيعه ډلې په سر کې هزاره ګان له ځانه را تاو کړي او د «پښتون ملي ګرا» حکومت پر وړاندې وهڅوي.
دوی د خپلو هلوځلو په پايله کې د « اسلامي وحدت» په ملتيا بېلابېلې ډلې د «اسلامي يووالي شورا» کې را ټولې کړې، چې موږ د اسلامي نهضت، جبه متحد اسلامي، حرکت اسلامي سازمان نصر او نورې لويې او وړې ډلې د بېلګې په توګه يادولی شو.

کشتمند په خپلو هڅو کې دومره مخ ته لاړ چې د نجيب الله تر رهبرۍ لاندې ګوندي فعاليت د ځان لپاره، سپکاوی ګاڼه، نو ځکه يې د «وطن» له ګوند نه استعفا وکړه او له BBC سره يې په يوه مرکه کې وويل: «زه هزاره وم، هزاره يم، او هزاره به پاتې شم.»

له ښکېلاک نه را پاتې ناروغيو او سياسي لوبغاړو د يادو توکو تر سرليک لاندې د افغانستان له وياړلي او پياوړي ولس نه کسات واخست. لومړی يې د ملګرو ملتو د سولې پنځه فقريزه تګلاره له ماتې سره مخ کړه.

بيا د پرچم ډلې د توکمپالنې او سياسي ناروغيو پر بنسټ له احمد شاه مسعود سره د راتلونکي واک د وېش په سر معامله وه.

دريم د پاکستان او ايران سياسي، کلتوري او مذهبي لاسوهنې وې چې افغانستان يې د بدمرغۍ کندې ته وغورځوه.
تاريخ ښودلې ده، په هر هېواد کې چې سياسي او دولتي ځوړتيا را مينځته شي، نه يوازې بهرنيو ته د لاسوهنې پلمه برابرېږي بلکې بېلابېلې سياسي او پوځي ډلې خپل ثبات له لاسه ورکوي. هره ډله او هر توکم په خپل سر پرېکړې کوي، له ملي ګټو نه ګوندي او ځاني ګټې غوره ګڼي.

وحدتونه زر زر جوړېږي او زر زر ماتېږي، موږ وليده چې د حکومت په نسکورولو کې د مسعود او دوستم رول ټاکونکی وه، د دوی يووالی د حکمتيار پر وړاندې نه ماتېدونکی ګڼل کېده.

هېچا دا فکر نشو کولای چې حکمتيار او دوستم دې د مسعود پر وړاندې يو موټی شي. ولې پېښو وښوده چې چې د دې ټولو سياسي ناندريو، توکميزو بدمرغيو او راز راز ټولنيزو، سياسي او پوځي ستونزو سره سره دوستم، حکمتيار او مزاري، د احمد شاه مسعود پر وړاندې له يوه ګرېوان نه سر را ووېست او د «هم اهنګي شورا» بنسټ يې کېښود.

کله چې دهم اهنګي شورا بنسټ کېښودل شو، دعبدالجبار قهرمان او د حکمتيارلارې سره بېلې شوې او د ده پاتې جنګيالي، چې له جګړې ژوندي راوتلي ول له کابله ووتل.

2 thoughts on “عبدالجبار قهرمان د شلمې پېړۍ د وروستيو پېښو په يوه کونج کې”
  1. A nice written article that take readers through several extreme right and left ideological groups deeds that destroyed Afghanistan with no end in sight yet.

  2. استاد سلام
    کلہ چی گا ندی د ھندوستاں د خلکو د خپلواکی لپارہ مبارزہ کولہ نو دہ بہ د ھندوستاں پہ گرمیو کی لہیوہ کلی بل کلی تہ پہ داگونو او دورو کی سو گلو کی مزل کاوہ
    گاندی پہ دیرو برخو کی د اسلام لہ جھان بینی نہ کاار اخیستی دی خکہ دعمل او بی ریا آئین دی مساوات او عدالت د ڑوند پہ تولو برخو کی ھر چاتہ وراندی کولای شی
    گاندی وایی دا مھمہ نہ دہ چی خہ دول راپرزی مھمہ دادہ خہ دول بیرتہ پہ پشو دریز ی
    معذرت غوارم زہ پشتو الفبا پہ مبایل کی نہ لرم اوس بہ راشو چی جکومت شش گانہ او ھفت گانہ پہ کابل خہ وکتل
    ددی غلو اورھزنو لکہ مزدک ، پشک موزک او نور وید یو ماولیدہ چی سالم عقل یی نہ منی
    تول ھیواد قرآن شو خو ماتہ د کابل کندوالہ کیدل پہ زرگونو بی گنا ھو انسان انو وڑل کیدل شرعا، فکرا، محلا وجدان ا یو بربر یت گنل کیری
    خو بیا ھغو تہ د شھید لقب ورکول کیزی دغہ دول محاسبہ لہ کوم دول پوھی او واقعیت را منخ تہ کیزی
    زموز فرھنگ دیری ستری بریاوی او ویا رنی لری خو نہ د ادول
    ستا لیکنہ دیرہ جامع بنہ لری حقیقت او واقعیت مو سرہ پتری کری چی زر گر ھم دا کار نشی کولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *