عبدالستار ایدهي

عبدالستار ايدهی د 1928 د جنورۍ په ۱ د هند  په ګجرات ايالت کې پيدا شوې وو, د پاکستان د رامينځته کيدو وروسته ايدهي د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شو او د کراچی ښار په کهارادر نومې سيمه کې ميشته شو, عبدالستار ايدهی د ماشومتوب څخه د خير ښېګړې د کارونو سره علاقه درلوده نو ځکه په کال 1951 کې يې فقط په پينځه زره روپئ د خلکو د خير ښېکړې يو  وړوکی شان مرکز جوړ کړ او د هغه ځايه يې د خلکو خدمت ته مله وتړله.

عبدالستار ايدهی د خير ښېکړې دغه کارونو ته دوام ورکړ  او مريضان هسپتالونو ته د وړلو د حدمت سره سره يې په ايدهي فاونډيشن کې  کلينک, د زيږېتون مرکز, بلډ بنک, يتيم خانه, او د  لاوراثه ماشومانو د ساتلو مرکز, او د هغوي د پاره د ښونځي هم جوړ کړل, روسته د هغې ايدهي فاونډيشن کونډو او بې وسه ښځو ته په کور روزګار, هنر زده کولو څانګه پرانيسته چې وس هم په کراچۍ ښار کې په زرګونو ښځو په روزګار دي, د ايدهي دغه اداره  په زرګونو ماشومان پالي او د هغوي د يو ښه ژوند جوړولو هڅه کوي.

ايدهي فاونډيشن نه يواځې پاکستان کې بلکې د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم د خير ښېګړې کارونه کوي لکه افغانستان, عراق, چيچنيا, بوسنيا, سوډان, اتوهوپيا. د دغه کارونو څارنه به عبدالستار ايدهی خپله کوله.

عبدالستار ايدهي د پاکستان په سياسی او سماجی ټولنه کې يو غير متنازعه شخصيت وو پاکستان افغانستان يا د نړۍ يه نورو هيوادونو کې به نن داسې کوم څوک نه وي دې ايدهي په مرګ به غمژن نه وي.

عبدالستار ايدهي ته د انساني خدماتو په بدل کې بې شميره ايوارډونه ورکړل شوي دي خو ولې هغه ورته کوم اهميت نه دی ورکړې, ايدهي څو ځله د نوبل انعام د پاره ټاکل شوې خو ولې کومه داسې اداره نه وه چې هغه د پاره يې مارکيټنګ کړې وې او نوبايل جايزه يې اخيستې وې.  د دې ثابتيږي چې عبدالستار ايدهي دا ټول انساني خدمتونه د پيسو مشهورتيا او ايوارډونو د پاره نه دي کړي بلکې د انسانيت سر اوچتول ته يې کړي دي.

عبدالستار ايدهي يوه ډېر ساده ژوند کولو, تل به په يوه جوړه کاليو کې ليدل شو, د هر رقم انسانانو د اصلاح د پاره به يې د هغوي سره ناسته کوله, د ايدهي فاونډيشن يتيمان ماشومانو سره ډېر نيزدې او د يو ملګري په هيڅ ژوند کولو, عبدالستار ايدعي ته د پاکستان دولت د نشان امتياز ايوارډ هم ورکړې دی

د عبدالستار ايدهي په اړه خو ډېرې خبرې مشهورې دي خو هغه يوه خبره چې يو مسلملن ترې پښتنه وکړه چې ايدهي صيب دا ستاسو په ايمبولينس کې يو عيسوئ مريض هم وړل شي?
ايدهي ورته وايي چې زما ايمبولينس ستا څخه ډېر مسلمان دی,
د انسانيت يو ستر باب نن د تل د پاره بند شو او عبدالستار ايدهي د دې نړۍ څخه د تل د پاره خدای په اماني وکړه, روح دې ښاد وي, نن په زرګونو ماشومان يو ځل بيا يتيمانان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *