تاند- اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، د ترکیې صدراعظم د کابل د سفر په لړ کې د جنرال عبدالرشید دوستم د جلاوطنۍ موضوع مطرح کړه.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم نن /یکشنبه/ په یو ورځني سفر کابل ته راغی.

ده ته د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هرکلی ووایه.

عبدالله عبدالله د ترکیې له صدراعظم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دا د ترکیې حق دی چې د دوستم د موضوع په اړه نظر څرګند کړي.

عبدالله زیاته کړه، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او شخصیتونه په هیواد کې خپل پلویان لري.

مخکې ویل شوي و چې د ارګ او دوستم ترمنځ خبرې شوي او د دوستم د راتګ لاره هواره شوې ده خو عبدالله عبدالله وویل چې لا هم ځینې مسلې شته چې باید حل شي.

دوستم له یو کال راهیسې په ترکیه کې جلاوطن دی. نوموړی وروسته له دې د درملنې په نوم ترکیې ته لاړ چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي څارنوالۍ ته شکایت وکړ.

د جنرال دوستم او د هغه د ساتونکو له لوري پر احمد ایشچي د جنسي تېري دوسیه لا هم په څارنوالۍ کې ده او ظاهراً احمد ایشچي حاضر نه دی چې له دې قضیې تېر شي.

یلدرم: طالبان دې د سولې له تاریخي فرصته ګټه واخلي

د ترکیې صدراعظم له افغان اجرايي رييس سره په خبري غونډه کې پر طالبانو ږغ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ښاغلي یلدرم وویل«د افغانستان له لوري د سولې پروسه، چې په وروستیو کې یې وړاندې کړې، ډېره جراتمندانه او معناداره ده. «موږ تمه لرو چې طالبان به له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي. اوس هغه وخت راغلی چې له ماضي څخه راووځي او راتلونکې جوړه کړي.»

ده افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي وروستی سفر مهم وباله.

هغه زیاته کړه، ترکیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو بهتري غواړي او دې ته چمتو ده چي د هیوادونو د مشرانو د درې اړخیزې غونډې کوربتوب وکړي.

عباسي د جمعې په ورځ کابل ته راغی او د افغانستان له حکومت سره یې پر یو شمېر مهمو مسلو موافقه وکړه.

کتونکي وايي که دا موافقه پاکستان له تطبیق کړي، د دوو هیوادونو ترمنځ اختلافات پای ته رسېدای او د ترور ستونزه ختمېدای شي.

ښاغلي یلدیرم  وویل،‌ د افغانستان او ترکیې ترمنځ اقتصادي اړیکي باید نورې هم پسي پراخي شي او په دې برخه کي پراته خنډونه لېري شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *