تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ټیمونو غوښتنه کړې چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار دې په اسنادو کې د جعل له کبله له دندې لرې شي او څارنوالۍ ته دې معرفي شي.
دغو ټاکنیزو ټیمونو نن په یوه خبري ناسته کې وویل، دانشیار د کمېشنرۍ قانوني ۳۵ کاله سن نه دی پوره کړی او کمېسیون ته یې د غړیتوب لپاره جعلي اسناد وړاندې کړي دي.
دغو دریو ټاکنیزو ډلګیو په دې تړاو خپل اعتراض لویې څارنوالۍ ته هم سپارلی او غوښتنه یې کړې چې د غوراوي کمېټه باید د دانشیار پر ځای بل څوک د کمېشنرۍ لپاره غوره کړي.
په همدې حال کې محمد حنیف دانشیار بیا د دغو نیوکو په تړاو نن تاند ته په خبرو کې وویل، دا یې پر وړاندې سیاسي فشارونه دي او هیڅکله به سیاسي فشارونو ته تسلیم نه شي.
د انتخاباتو کمیسیون باید خپلواک وي . عبدالله او نور یې تر خپلو فرمایشاتو لاندې را نه ولې . فشار او فرمایش د داسې مهمو ادارو لپاره د ملت په سرنوشت لوبې کول دي.
بس دی عبدالله جانه، بس دی نبیل جانه او بس دی ګلبدین جانه نور هاغه او دغه خبری پریږدی، د افغانستان انتخابات ختم دی او وړونکی یی هم معلوم دی.
اوس د افغانستان د اپوزیسون مشر ښاغلی حامدکرزی دی، تاسی خپل اینده عرایض،مشکلات او پیشنهادات دهغه له طریقه پر مخ یوسی.
ځکه تاسو په حکومت کی نور رسمیات نلری فقط او فقط دعادی افغانانو عزت ځانته غوره کړی.
زمانی، سیاست او ټکنالوژی څومره زیات پرمختګ کړی، مګر تاسو اوس هم د فیلانو په غوږونو کی ویده یاستی.
بس دی نور بس دی، ټول افغانان اوس هوښیار شویدی ستاسی دغه زوړ فکر ته نور وخت نه درکوی.
والسلام