تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وايي چې د اساسي قانون د تعدیل لپاره له لویې جرګې پرته بله هیڅ راز غونډه او جرګه د منلو نه ده.
عبدالله دا خبره وروسته له دې وکړه چې د جهادي مشرانو د شورا په نوم یو شمېر پخوانیو تنظیمي مشرانو او جهادي قوماندانانو د اساسي قانون د تعدیل او د هیواد د ستونزو د څېړلو لپاره د دودیزې لویې جرګې د رابللو غوښتنه وکړه.
خو عبدالله عبدالله، چې نن د مدني ټولنو یوې غنډې ته خبرې کولې، وویل چې د لویو ملي پرېکړو لپاره لویه جرګه پکار ده او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د خلکو برخلیک له خطر سره مخامخ کړي.
عبدالله عبدالله بې له دې چې د چا نوم واخلي، وویل چې په خاصو سیاسي کړیو کې شامل ځیني کسان هڅه کوي چې دا حکومت، چې د ده په وینا د افغانانو یووالی تمثیلوي، وپرزوي. خو هیچا ته به د دې کار اجازه ورنه کړای شي.
«له ثبوت سره ویلی شم چې د هغو کسانو ترڅنګ چې له حکومت سره جنګېږي، په سیاسي حلقو کې هم ځیني کسان شته چې غواړي حکومت وپرزوي. دا کسان د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.»
ده تاکید وکاوه چې لویه جرګه به دایره شي چې په اساسي قانون کې تعدیل او په انتخاباتي سیستم کې اصلاحات راولي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د لویو ملي فیصلو لپاره لویه جرګه دایرېږي او د لویې جرګې غړي د ملي شورا د دواړو جرګو، ولایتي او ولسوالي شوراګانو له استازو، او د کابینې له غړیو تشکیلېږي خو عنعوي لویه جرګه له غیرمنتخبو استازو، لکه قومي مشرانو او مخورو، دیني عالمانو او نورو جوړېږي.