عبدالله عبدالله

تاند نیوز ډېسک: اجرائیه رییس عبدالله ارګ ته په اشاره ویلي، طالب بندیان د سولې د خبرو د پیل لپاره د نیک نیت ښودلو په خاطر خوشې شوي او له دې کار څخه باید کمپایني ګټه ونه شي.

نوموړي نن دوشنبه د وزیرانو شورا غونډې ته وویل، که د طالبانو له خوشې کولو کمپایني استفاده دوام ومومي د سولې پروسه به ورسره زیانمنه شي.

عبدالله عبدالله زیاته کړې، داسې نه ده چې زرګونه زندانیان به د مرګ تر شیبو بندیان وي، خو په وینا یې باید دوی ځانته د کمپاین وسیله هم ونه ګرځول شي.

نوموړي ولسمشر غني ته په اشاره وویل، د جګړې اوږدیدا یې مقصد نه دی خو باید د سولې پروسه یو کس ځانته منحصره نه کړي، ځکه دا د یو کس کار نه دی او نه هم یو کس د سولې اتل کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د اختر په مناسبت د ۸۸۷ طالب زندانیانو د خوشې کولو امر وکړ چې له دې منځه یې نږدې ۵۰۰ کورونو ته رسېدلي دي، خو طالبانو ویلي چې په خوشې شوبو کسانو کې یوازې ۲۶۱ طالبان دي.

عبدالله عبدالله طالبانو ته د نرمۍ خبرې او د بندیانو په تړاو ارګ ته اشارې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې یې ویلي و چې طالبان پر جګړې اصرار کوي، ترهګري خپروي او د خپل امارت د احیا هڅې کوي.

One thought on “عبدالله؛ سوله یو اتل نه لري نه باید په بندیانو کمپاین ونه شي”
  1. دا خبره باید داسی یوڅوک وکړی چی د ملی خدماتو سابقه ولری او د انحصار او دبن دمعاملی په لعنت ملعون نه وی،ځکه د ننی بدبختیو او فساد مور د بن معامله او ۱۴کلن لا محدود فساد زیږنده ده نو د دومره کثافاتو سره دملت په سترګو ننوتل ، د ام الفساد سترګی او شرم غواړی چی د بدبختیو له ګوداله دا ډول ترانی سرکړی
    خلاصه دا چی آزموده را آزمودن خطاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *