د افغان ولسمشرۍ په لټه دی!!!

د واشنګټن پوسټ مقاله

ليکنه : ټيم کرېګ

ژباړه : عارف الله «حق پرست»

ځينو دی (د مرګ د استازي ) په نامه ياداوه . په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې د افغانستان د وحشي کورنيو جګړو پر مهال ، عبدالله عبدالله د يوه داسې مشهور دولتي چارواکي په توګه مشهور شو چې په وار ، وار به يې ويل چې څومره ياغيان وژل شوي دي .

قربانيان به يې زياتره پښتانه وو چې د افغانستان د تر ټولو لويې توکميزې ډلې غړي دي . هغه مهال په حکومت کې د يوې وړې توکميزې ډلې ، تاجکو ، نفوذ زيات و . له هغه دوه لسيزې وروسته ، عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ په سيالۍ کې يو مخکښ کانديد دی . دی استدلال کوي چې هغه هېواد سره يو کولای شي چې د توکميزو نښتو او جګړو تاريخ لري .

د اپرېل د پنځمې د لومړي پړاو په ټاکنو کې د ده ښوودل شوي وړاندې والي ته په هغه افغانستان کې د هيلې د يوې ممکنې نښې په سترګه کتل کيږي چې د روان کال په پای کې د نړيوالو ځواکونو د تتې وتنې په منځ کې راګېر دی . خو په داسې حال کې چې عبدالله په راروانه مياشت کې د دويم پړاو په ټاکنو کې د ماليې له پخواني وزير اشرف غني سره مخ دی ، دغه پخوانی تاجک جنګسالار به لا هم خامخا د پخوانيو پښتنو له ترخو خاطرو سره سيالي وکړي . ځينې افغانان اندېښنه لري چې د ده بريا کېدای شي ، پښتانه بې ځايه او د طالبانو ليکو ته د دوی د لا ورننوتو لامل شي . د طالبانو ډېره برخه هم پښتانه جوړوي .

د هغو کسانو په منځ کې ، چې لا يې هم په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې د عبدالله رول په زړونو کې تازه دی ، يو هم عبدالقيوم عارف دی چې پښتون او د افغانستان د ملي بانک پخوانی رييس و او اوس د اقتصاد په برخه کې پروفيسر دی . دی وايي :« عبدالله دا پيغام عام کړ ……. موږ دومره وژلي ، موږ دومره وژلي او موږ دومره وژلي . زه هيڅکله ، هيڅکله باور نه کوم چې دی بدل شوی دی ».

يو زيات شوی څرګندوالی :

پښتانه د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې دواړو غاړو ته اوسېدلي دي . دوی د افغانستان د نفوسو نژدې ۴۰ سلنه جوړوي . په تېر ۲۵۰ کلن تاريخ کې يوازې دوه ځله ( لومړی په ۱۹۲۹ م او بيا د ۱۹۹۰ يمو کلونو په لومړيو کې ) ناپښتنو کسانو پر افغانستان واکمني کړې ده .

په بنسټيز ډول عبدالله د ګډ نژاد زېږنده دی . پلار يې پښتون و ، خو تر ډېره بريده د خپل سياسي ژوند لپاره ، عبدالله له خپل مورني تاجک نژاد سره تړلی پاتې شوی دی . د ټاکنو په لومړي پړاو کې عبدالله ۴۵ سلنه رايې وګټلې . ده د تاجکو ګڼ مېشتي ولايتونه راجارو کړل ، خو ددې تر څنګ يې ، د هغې نظر پوښتنې  له مخې چې د (ACSOR) له لوري تر سره شوه ، د يوې برخې پښتنو رايه ورکوونکو ملاتړ هم تر لاسه کړ . اشرف غني ، چې پښتون دی ، دويم کس و چې ۳۱،۶ سلنه رايې يې وګټلې .

په ټاکنو کې د عبدالله ځواکمنې څرګندېدنې کېدای شي ، د ده هغه انتخاب ته انعکاس ورکړی وي چې د مرستيال په توګه يې يو پښتون محمد خان غوره کړی و .

خو همدارنګه  د ده دا کار ( د مرستيال په توګه د يوه پښتون ټاکنه ) د شنونکو په وينا ،  داسې راڅرګند شو چې  په افغاني ټولنه کې پراخ بدلونونه په ګوته کړي . په داسې حال کې چې د کورنيو جګړو خاطرې په مړاوي کېدو دي .

دغه زيات شوی څرګندوالی په ځانګړي ډول  په ځوانانو کې ډېر جوت دی چې د نفوسو اکثريت جوړوي ( ۶۸ سلنه افغانان له ۲۵ کلنۍ ښکته دي ). ډېر پښتانه ، د دې پر  ځای چې د لسيزو پخوانيو جګړو په اړه اندېښمن شي ، وايي چې  دوی يوه داسې کانديد ته سترګې په لاره دي چې له تروريزم او جرمونو سره مبارزه وکړای شي او د دغو زياتېدونکو اندېښنو په منځ کې دوی ته کارونه پيدا کړي چې وايي ،  د افغانستان اقتصاد ممکن د نړيوالو مرستو له کمېدو وروسته  په ډراماتيک ډول  کمزوری شي .

د کابل د موټرو په هغه اډه کې چې هلته  پښتانه موټر چلوونکي لرې سيمو ته تلونکو خلکو ته په انتظار وي ، يوازې يو څو يې داسې وو چې  د کانديدانو د توکميز  وراثت په  اړه يې خبرې کول غوښتل .  دغو کسانو پر دې  ټينګار کاوه چې  داسې څه به د دوی په   رايو کې کوم فکتور نه وي .

۲۸ کلن وکيل چې د افغانستان د ډېرو خلکو په څېر په يوه نامه ياديږي ، وويل :« په تاريخ کې پښتنو پر افغانستان واکمني کړې ده ، خو زه په دې کيسه کې نه يم چې ټاکنې څوک ګټي ؟  يوازې تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېږدئ ».

وکيل چې په وردګو کې اوسيږي ، د خپل ټويوټا کرولا موټر په څنګ  کې  يې د مرمۍ يوه سوري اشاره وکړه  :«  زه هره مياشت اړ کېږم چې د خپل موټر د مخې ښيښه بدله کړم  ، ځکه زياتره د جنګونو او نښتو په منځ کې را ايسارېږم  ». د ده غږ په غوسه کې لوړ شو :« دا هغه څه دي چې زه ورته په فکر کې يم  ».

ودير صافی چې په کابل پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي استاذ او يو پښتون دی ،  وايي ؛ په داسې حال کې  چې په لويو ښارونو لکه کابل کې د بېلابېلو توکمونو وګړي څنګ په څنګ اوسيږي او سره ګډ شوي دي ، د توکمپالنې اهميت ورسره لږ شوی دی .  صافی وايي :« ما چې  نژدې ۱۲ کاله پخوا استاذي پيل کړه ،  هغه مهال لا هم د بېلابېلو توکمونو محصلان  له ټوپکو او چړو سره په ټولګيو کې کېناستل  او د جينکيو او سياسي اندونو پرسر به له يوه ، بل سره لاس و ګرېوان کېدل . او س  په لويه برخه کې  ( د دوی فکري پوخوالی ) په زياتېدو دی  ، ځکه دوی ټولنيزو رسنيو او انټرنېټ ته لاسرسی لري ».

صافي زياته کړه :«   ځوان ازبکان ، ځوان  تاجکان  او  ځوان  پښتانه ټول  سره ملګري دي . توکميز کارت نور کار  نه  ورکوي ».

د  (ACSOR) د نظرپوښتنې سروې چې په مارچ مياشت کې تر سره  شوه ،  څرګنده کړه چې توکميز او سيمه ييز بېلتونونه  لا هم  په رايه اچونه کې مهم وو .  خو لږ تر لږه له هرو لسو افغانانو څخه اوو تنو يې  ، چې  سروې  پرې وشوه ،  وويل چې دوی به د دويم پړاو له دوو تنو کانديدانو څخه هر  يو چې بريالی شي ، د را روان ولسمشر په توګه ومني .

په دې وروستيو ورځو کې يوه بل وتلي پښتون ، زلمي رسول چې د اپرېل د پنځمې په ټاکنو کې درېيم راغی ،  هم د عبدالله ملاتړ  وکړ . دی  په لومړي پړاو ټاکنو کې د له واکه تلونکي ولسمشر حامد کرزي  د خوښې کانديد ګڼل کېده ، چې کرزی هم پښتون دی .

خو لا هم ، ځينې پښتانه  د عبدالله د ماضي له امله  نا ارامي احساسوي . کابل مېشت شنونکی او  مورخ  وحيد مژده وايي :« موږ لا هم د پښتنو او نا پښتنو تر منځ ډېرې ستونزې ليدلای شو  او دا يو لوی ناورين کېدلای شي ».

عبدالله په کابل کې زېږېدلی و  چې هلته يې  طب پوهنځی ولوست او وروسته د سترګو ډاکټر شو  .  په ۱۹۷۹ م کال  پر افغانستان د شوروي له يرغل وروسته دی  پاکستان ته ولېږدېد او هلته له مجاهدينو سره يو ځای شو .  دی د احمد شاه مسعود نژدې ملګری شو چې يو تاجک توکمی او د افغان مقاومت يو کليدي قوماندان و .  له هغه وروسته چې شوروي اتحاد له افغانستانه ووت ،  عبدالله د تاجک توکمي برهان الدين رباني  په حکومت کې د دفاع وزارت  وياند شو .  د دغه حکومت پر مهال افغانستان کورنيو جګړو ته وروښويېد چې تاجکان پکې له پښتنو او يوې بلې ډلې ، هزاره وو سره وجنګېدل .

دغو جګړو د کابل زياتره برخې ونړولې  او  د پښتنو په منځ کې يې داسې لوی مخالفت راپورته کړ  چې له نويو رامنځته شويو طالبانو سره د دوی پر ملاتړ  واوښت .  کله چې پر ۱۹۹۶ م کال  طالبانو کابل ونيو ، عبدالله او نور وتښتېدل  او  شمالي ټلواله يې رامنځته کړه .  د دوی ځواکونه د پښتنو د کورونو پر  پلټلو او په کابل کې د خلکو پر تښتونو تورن وو .

د عبدالقيوم عارف په وينا ؛ اوس  پښتانه اندېښمن دي چې که عبدالله ولسمشر شي ، ځينې همغه مشران  به د واک څوکۍ تر لاسه کړي .  ده  وويل :« دی به د دې وړ نه وي چې هماغه مشران کنترول کړای شي  او د تښتونو او  چور و چپاول همغه پېښې به هم زياتې شي ».

عبدالله په يوه مرکه کې د خپل تېر تاريخ په اړه له خبرو ډډه وکړه ،  خو ويې ويل چې   د  عبدالقيوم عارف خبرې ( په لويه کچه زهرجنې )  وې او د (  تېر مهال د تحريف شويو نظريو ) استازيتوب يې کاوه .  عبدالله وويل :« د افغانستان خلکو  ( د مرګ استازي ) ته رايه نه ده ورکړې ».

حتی د ده خپل ملاتړي  وايي ؛ که عبدالله بريالی شي ،  په حکومتوالۍ کې به له لويو ننګونو سره مخ شي .  له يوې لسيزې زياتې جګړې وروسته ډېر پښتانه  وايي ، دوی د افغان او امريکايي ځواکونو له شپېنيو عملياتو او چاپو څخه ، چې  په نامناسب ډول د دوی ټولنې په نښه  کوي ، زړه ماتي شوي دي .

عبدالله له امريکا سره د خپلو اړيکو د بيا رغولو پر سر کمپاين کړی دی چې  د ده په وينا ؛ د کرزي  تر ادارې لاندې وېجاړې شوې دي .  دی ژمنه کوي چې له امريکا سره به ژر  هغه اوږد مهالی امنيتي تړون لاسليک کړي چې  يو شمېر پاتې شونو امريکايي ځواکونو ته به له سږ کاله وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي .

عبدالله همدارنګه له هغه وړاندې چې ( په افغانستان کې د قانون حاکميت ) نه وي رامنځته شوی ،  له طالبانو سره د خبرو ، اترو له لارې  يوه جوړ جاړي ته په رسېدو کې شکمن دی . ده وويل :« دلته بايد د ځواک له دريځ څخه خبرې ، اترې وشي ».

دارنګه  خبرې د سوېلي او ختيځ افغانستان په لرې پرتو سيمو کې ځينې پښتانه اندېښمنوي  چې هلته د طالبانو ملاتړ تر ټولو زيات او  امنيت کمزوری دی .  د هلمند ولايت يوه  پښتون قومي مشر  شاه ولي وويل :« طالبان به هيڅکله له شمالي ټلوالې سره  تر يوه چتر لاندې راټول نشي ». د نا ارامه  وردګو ولايت يوه قومي مشر حاجي ننګيالي وردګ وويل ؛ د عبدالله ولسمشري به د طالبانو د ليکو له پياوړتيا سره مرسته وکړي . د طالبانو قوماندانان به د عبدالله ماضي خلکو ته د دې لپاره بيانوي چې پر دې يې قانع کړي چې دوی خوندي نه دي .

خو د سوېلي اروزګان ولايت يو پښتون قومي مشر  ،  حاجي امير جان بيا دومره وارخطا نه دی  .  د ه د استدلال په ډول وويل :« عبدالله په  شمالي ټلواله  کې د تېر کړي وخت په پرتله بدل شوی دی . زه فکر کوم چې موږ د يوه بل تاجک واکمني ته چمتو يو ».  خو د ده په وينا ؛ له پښتنو سره د عبدالله چلن بايد د کرزي له چلن سره توپير ولري :« که دی د کرزي په څېر د پښتنو د ځپلو پاليسۍ تعقيب کړي ،  زه تاسې ته ضمانت درکوم  چې ټول پښتانه به يې پر ضد راپورته شي  او دی د ولسمشر په توګه خپله دوره پوره نه کړي ».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *